د کونړ د زلزله ځپلو مرسته، د ایمان نښه او د ضمیر غږ
ولي الله ملکزی

تېره شپه پاو کم دولس بجې، د کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو پراخې سیمې یوې بوږنونکې زلزلې ولړزولې. د دې کرښو تر لیکلو پورې، د کونړ د پېچ، نرنګ، څوکۍ او نورګل په ولسوالیو کې ۹۳۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۳۲۰۰ تنه ټپیان شوي او شېبه په شېبه دغه شمېره مخ په بره روانه ده. ترټولو زیاته بربادي د مزار درې د غازي آباد، ارېت، شوماش او وایګل په کلیو کې رامنځ شوې او د ډبرینو کورونو ۹۰ سلنه یې رانسکوره او ړنګه شویده. البته د اوښتي مالي زیان کچه به ښايي ښایسته وخت ونیسي چې څومره دی؟ له سیمې څخه دوو تنو ما ته په ټلېفون کې وویل چې ولس ډېر سخت ترهیدلی او خال خال جټکې اوس هم محسوسیږي. دریم تن را ته وویل چې د څوکۍ په بازار کې د کفن سپین تانونه ختم شول.
څو ګړۍ وړاندې، یو جیالوجست د دې زلزلې د پراخې ویجاړۍ څلور لاملونه داسې په ګوته کړل: لومړی؛ زلزله په داسې وخت کې رامنځ ته شوه چې خلک په خواږه خوب ویده وو. دوهم دا چې د دغې غرنۍ سیمې ۹۰ سلنه کورونه له تیږو جوړ دي، د انجنیرانو نقشې، مشورې او مهندسي اصول په پام کې نه نیول کیږي. دریم لامل یې دا دی چې د رېختر د مقیاس له مخې د زلزلې شدت شپږ اعشاریه دوه ښودل شوی چې دا په غرنیو سیمو کې خطرناکه کچه ده. څلورم لامل یې دا دې چې زلزله د لس کیلومترو په عُمق / ژوروالي کې رامنځ ته شوې چې دا یې ترټولو بد عامل دی. ځکه څومره چې د هغې ساحه د مځکې سطحې ته نژدې وي،‌ هماغومره یې تلفات زیات مرګوني وي.
د همدې ناورین سره د مقابلې د یوې هڅې په توګه، لږ وړاندې د شمالي کلېفورنیا ګڼ شمیر کلتوري او خدماتي ټولنو، خیریه بنسټونو او مخورو افغانانو یوه بېړنۍ غونډه درلوده چې په هغو کې د ابتدائي بسپنې په خاطر د Go Fund Me یو آنلاین لنک جوړ شو. ترڅو زموږ زړه سواندي هېواد وال او د نورو توکمونو د خیر خلک خپلې مرستې وکړي. په دې غونډې کې د جلالا خیریه مؤسسې مشر، انجنیر مسیح الملک جلالا، د افغان شفا کلېنیک مشر، ډاکټر عبد الرحمن زماني، د افغان ریلیف مرستیال، ډاکټر ضیاء الحق ایمل، د افغان کلتوری ټولنې مشر، عبدالنصیر یاسیني، لیکوال، حیات الله پیاوړی، مدني فعال او کوارډینېټر، فرهاد یوسفزي، نهضت سالارزي، عبدالله سالارزي، احمدالله احمدي او ما پخپله (ملکزي) برخه درلودله.
پریکړه وشوه چې د خواوشا پرتو ښارونو له محترمو امامانو څخه هیله وشي چې د را روانې جمعې په ورځ راټولې شوې چندې د دغې زلزلې قربانیانو ته ځانګړې شي. همدا شان د ټولنیزو رسنیو د فعالینو او ویب سايټونو له چلوونکو څخه هیله کېږي چې د دغه ستر ملي ناورین د ټپیانو او شهیدانو د بې سرپرسته کورنیو له غړو سره د مرستو په راټولو او منظم کولو کې د خپلو لوستونکو او لیدونکو پاملرنه راواړي.
څرګنده ده چې زلزلې، سیلابونه او نور طبیعي آفات د الله تعالی له لوري د خبرداري او هیښتیا نښې دي، کومې چې د نړۍ په هرکونج کې بیا بیا رامنځ ته کېږي. خو دا به له انصاف څخه ډېر لېرې وي چې موږ ورته د الهي عذاب او قهر الفاظ وکاروو. څومره به غوره وي چې د دعاوو ترڅنګ، بهر مېشتي افغانان په کوم رسټورانټ کې د خپلې یوې غرمنۍ یا ماښامۍ د خوړو او لا اقل د دوو پیالیو کافي/ قهوې مصارف راټول او د دغو ځپل شوو سیمو وطندارانو ته ډالۍ کړي. باور دا دې چې زموږ هیوادوال او د بېدار ضمیر خلک چې له هر ځای، رنګ او هر دین سره تړاو لري، دې زلزلې ټول په ژور ډول اندېښمند کړي او همکارۍ ته ټټر وهلي ناست دي. همدا د ایمان نښه او د بېدار ضمیر غږ ګڼل کېږی.
رسول علیه السلام فرمايي:(اِرحَموا مَن فِي الأرضِ، يَرحَمْكم مَن فَي السَّماءِ - په هغه چا ورحمېږئ چې په مځکې کې دي، ترڅو په تاسو هغه ذات رحم وکړي چې په آسمان کې دی). ژوندي او ځېرک ولسونه، په بدې ورځې کې د ازمېښت له مېچنې څخه د بریا مډالونه ترلاسه کوي.