د ژوند حق
خپل وختونه دې خوښۍ، میلو کې تېر کړه
د دنیا غمونه څو شېبو ته هېر کړه
د جمعې ماښام ساقي خواته مدام ځه
د جومات ملا، کوڅه کې تېروبېر کړه
محتسب که له ګواښونو څخه نه اوړي
کلي خوا کې یې د سپیو منځ کې ګېر کړه
د دوزخ واعظ له کلي نه رخصت کړه
په دنیا کې ژوند کول، جنت په څېر کړه
موسیقۍ محفل کې غبرګ اتڼ کې ګډ شه
خپله غېږه دې له خوښې شخص چاپېر کړه
هغه زړه چې محرومیت نه ټپي شوی
د مستیو په محفل کې یې کوشېر کړه
چې غوښتنې دې په پټه له دنیا وړې
دا غوښتنې دې په دې دنیا برڅېر کړه
ژوند څو ورځې په دنیا دی دایم نه دی
شېرین عمر دې د زړه په خوښه تېر کړه
ژوند د بل چا په دستور او فرمان مه کړه
له ژوند حق څخه دفاع دې په شمشېر کړه
مرادزي سره دې ناسته پاڅه ساته
تګ راتګ مو سره کم دی لږ يې ډېر کړه
سرلوڅ مرادزی