که خـواریم که غـریب یم حقـیرمي مه بـوله
په تاریخ کي مي لټه بیا مي هـلته وتـوله
په سترګو وینې په زوی لوړې جګړه غواړې
بیاسره معلوم یو په جګړه کي سـره ټوله
څه مهال ترمخ وه په لسګون ځواک دلته حاکم

دغه خوارغریب ملت کړه د دوی کمبله ټوله
دالاپي شــاپي نــه دي دتاریــخ زرغونه پــاڼه
الله مــوکــړه په برخه دا وشـړه سـوه ټوله
راځۍ چــي ســـره یوســولاسونه ســره ورکو
خپل ملک مودی آزادسره جوړبېکو په سوله