ازمون
شیرین عمر دې په لهو لعب تېر کړ
لا د ژوند ازمون کې غواړې بریالی شې
د کاروان د بارېدو وخت کې ویده وې
لا امید لرې منزل ته رسېدی شې
چې د ځغاستې یو تمرین کې حاضر نه یې
بیا په تمه یې چې ځغاسته کې لومړی شې
چې د زغرو جامې نه لرې په تن کې
د نېزو جګړه کې کله جنګ ګټی شې
لا دې بېل وهلی نه دی په پټې کې
د حاصل تمه بیا څنګه درلودی شې
لارنقشه د ګړنګو درسره نشته
په پېچومو د غرو څرنګه ختی شې
چې توښه دې د خوړو او اوبو نه وي
په صحرا او دښته څنګه تېرېدی شي
لجنزار د خرافاتو کې چې بند یې
ژوند د نوي عصر کله پیلوی شې
چې د عصر نوې زده کړې ته بدبین یې
بې له زده کړې وایه څنګه پوهېدی شې
چې له بوختسې(۱) د وتون پوهه دې نه وي
فکر مه کړه چې له بوختسې نه وتی شې
چې پوڼۍ (۲) کې دې وړۍ ریشل زده نه وي
په ټول عمر نداف کله جوړېدی شې
چې پخپله تیږې اخلې ځان پرې ولې
له ځان پرته، بل څوک کله ژوبلوی شې
چې څو خپلو کې دې تله درنه نه شي
ګومان مه کړه چې پردیو کې سړی شې
مرادزی چې تجربه درته د ژوند ښۍ
په خبرو یې ریشخند وهې موسکی شې
یادوونه:
(۱ ) بوختسه = لویه ستونزه.
سه : د پښتو ژبې یو روستاړی ( suffix) دی. د ستاینومونو او نومونو سره یوځای کېږي او نوي نومونه جوړوي. لکه: له تنګ څخه تنګسه، خپه څخه خپسه، له بوخت څخه بوختسه او نور
(۲ ) پوڼۍ = د وړۍ یا پنبې د تارونو غونډاری
د ۲۰۲۵ کال د اګست ۲۹ مه
سرلوڅ مرادزی
شعرونه