کابل پروت دغروپه زړو کي ښکلی ښاردی
لندن پاریس ګوته په غاښ ورته په څاردی
دنګ دنګ غرونه ئې اوچت پرخـواووشادي
فخـرافغان زړه د اِشـیا دســولي یــوآثاردی
حال دتاریخ ئې پرغرواوغونډیوباندي ښکاري
دلته مات سوی بایلل سوی جهاني لوړسـردمـداردی
دکابل منـځ کي بهـیـږي اوتـېـریږي کابل سنـد
تـېـرسوی تکـرارسوی هال په پټه خوله اظهاردی
راځۍ چي ځــوکابل تــه په سیــل اوپه مېــله
پغمان قرغه ئې ښه ګلبڼ ځای د بانډاردی
11.09.2025
- ولي الله ملکزی
د کونړ د زلزله ځپلو لپاره؛ په کلېفورنیا کې یو میلیون او اته لکه ډالرې راټولې شوې ولي الله ملکزی
د دنګو غرونو، څپاندو سیندونو او په باغي نښترو پوښلی کونړ، د اګست په وروستنۍ شپې د خونکارو ټکانونو شاهد وو. هلته په شنو درو کې ژوند وو، سکون وو، شور وو، زوګ وو او طبیعي ښکلاوو د زمان سندرې زمزمه کولې. خو د سترګو په رپ کې، دغه هرڅه په کنډوالو بدل شول، رڼې او خوږې چینې بندې او په ځای یې له سترګو څخه د اوښکو سیلابونه وبهیدل. ډله ایز قبرونه وکیندل شول؛ ګلالي ماشومان یتیمان، بوډاګان بې اس...
13.09.2025
- نور محمد غفوری
انسان له اوله په ټولنیز ژوند کې د ګډو موخو لپاره د ډلو، ټولنو او اتحادیو جوړولو ته اړتیا لرلې ده. سیاسي ګوندونه د انسانانو د ګډ ژوند او سیاست د تنظیم له اړتیاوو څخه منځ ته راغلي. که تاریخ ته وکتل شي، د سیاسي ګوندونو جرړې د یونان او روم د لرغونو تمدنونو په زمانه کې موندل کېږي، خو هغه وختونه یوازې د اشرافو او ځانګړو طبقو ډلې وې، د نن ورځې په معنا منظم ګوندونه نه وو. د ملګرو د موندلو او د ډلو جوړولو د اړتیا په دوام د بورژوازي نظام په دوران کې د دموکراسۍ له ودې سره جوخت د سیاسي ګوندونو د جوړ...