له محــبت نه محــــــــبت شــــي پـــیدا
له نفرتونو نه ، نـــفرت شــــي پــــــیدا
د ماتـــــــیدو، هــــغه قـــامــونه نه دي
چې په کې فـکر د وحــــدت شـــي پیدا
هلــته روښـــان شـــي تـــیاره ذهـــنیت
چیرته چې نور د مـعرفت شـــي پـــیدا
انسان ته ښـــايي، چې یو هــوډ ولـري
له قــــوي عـــزم نه، همــت شي پـــیدا
چې شي سمـبال په علم و فن هر انسان
په کې ښکلا زیب او زیــنت شـــي پیدا
چــې یــې اثر د تربــــیت وي عـــــالي
په کې جــوهر، د انســـانیت شـــي پیدا
چې عالمی درد او محنت کړي احساس
په کې جوهر د معنویت شـــي پـــــــیدا
30.08.2025
- اندیښمن ځاځی
د یرغلونو په وړاندې د افغانستان او چین یو شان مبازره، خو متفاوت پرمختګونه
لیکوال: ازاد خبریال: انديښمن ځاځي
سریزه
چین او افغانستان، سره له دې چې په جغرافیه، کلتور او سیاسي جوړښت کې لوی توپیرونه لري، خو یوه ګډه تجربه هم لري، چې د بهرنیو یرغلونو پر وړاندې اوږده او نه ستړې کېدونکې مبارزه ده. دواړه ملتونه د داسې تاریخ شاهدان دي چې که له یوې خوا یې د پام وړ ویاړونه تر لاسه کړي خو بل خوا همدغو یرغلو...
30.08.2025
- د،ب،هيښ
په ظاهره د دوښمن د ماتې شور دئ په باطن کې نړېدلئ زموږ کور دئ
پروت ټوټه ټوټه هر لورته زما تن دئ د پيوند او د ملهم جام مې نسکور دئ
د ټپي بدن زخمونو، درد لازيات شي بې خبر طبيب لګيا را ته په زور دئ
په سېځلو مې يې مات بدن ، کباب کړ نه يې تاو شته نه لوګۍ عجيبه اور دئ
حال مې ويني،خو ژړا را باندې نه کا څه بې رحمه ، بې احساسه زما ورور دئ
د ناپوهو نه به ولې څوک ګيله کا غوڅوي دژوند تارونه،دپوهانو لاس کې لوردئ
دې حالت ته به...