په ظاهره د دوښمن د ماتې شور دئ
په باطن  کې نړېدلئ زموږ کور  دئ

پروت ټوټه ټوټه هر لورته زما تن دئ
د پيوند او د ملهم جام مې نسکور دئ

د ټپي بدن زخمونو، درد لازيات شي 
 بې خبر طبيب لګيا را ته په زور دئ

په سېځلو مې يې  مات بدن ، کباب کړ 
نه يې تاو شته نه لوګۍ عجيبه اور دئ

 حال مې ويني،خو ژړا را باندې نه کا
څه بې رحمه ، بې احساسه زما ورور دئ

د ناپوهو نه به ولې څوک ګيله کا 
 غوڅوي دژوند تارونه،دپوهانو لاس کې لوردئ

دې حالت ته به څوک ولې نه هيښ کيږي 
چې مې ویښ زلمی دجهل په خره سپور دئ

‎#دابادۍاوخدمت ج هاد