شعرونه


د ملا جهل

نن مې د ملا په حماقت باندې بیا وژړل ما سره په ګډه هر انسان د دنیا وژړل نن يي د تنویر ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل نجونو د ښوونځي په وره کې، ښه په ژړا وژړل نه یوازې ښځې، نر، ماشوم ټول په ژړا وو نن ونې، بوټي، غر د وطن دښتې بیدیا وژړل هغه جهالت چې نن ملا پرې افتخار وکړ داسې جهالت باندې عرب د صحرا وژړل واک یو غنیمت ښکاري ملا ته په خپل جهل کې دا رنګه تعبیر ته د واک ځکه هرچا وژړل نه لري افغان ځای نه په واک نه په ټولنه کې ټولو نن په واک کې د ملا په وړتیا وژړل

24.03.2022 سرلوڅ مرادزی

سپرلی

د سپرلي ګلان، بلبل ته مبارک د سپرلي راتګ هم ګل ته مبارک که سپرلی دی خو په ګل، بلبل سپرلی دی ګل، بلبل سپرلی یو بل ته مبارک په چمن کې د ګلاب او هم په دښته د لاله ګل، ټوکېدل ته مبارک که بلبل د ګل په جور وهي ساندې د بورا پر ګل نڅل ته مبارک چې د ژمي له اوږده خوب يي راویښ کړل دښتې غرونو او ځنګل ته مبارک ګل د ژڼو په شملو کې مبارک شه هم د نجونو و اوربل ته مبارک د سپرلي له توښې ټول دې وي نیکمرغه هم و روغو هم ژوبل ته مبارک بهرمیشته هر افغانان ته د

22.03.2022 سرلوڅ مرادزی

پوهیږئ؟

پوهیږئ؟ پوهیږئ، زه چی نن بیدیا کی ګرځم هغه دستا د مینې اور می لا سینه کی بل دی او ستا د سپینو اننګو په مینځ کی یوه روښانه د ښکلا څلې دی چی لا هم په سترګو کی می لارې کاږي *** پوهیږئ؟ پوهیږئ، اوس هم مینان ټول مو په لټه کی دي او هغه روښانه د ښکلا په کور کی لاهم زما او ستا سندرې وایی خلک بی سارې د ړڼا په تمه په تاریکو کی نوې لار لتوي او تا په ما او ما په تا کې ګوري خو لاهم لاره دا اوږده ښکاري نن *** پوهیږئ؟ پوهیږئ، ډیرې د

18.03.2022 سمیع الله خالد سهاک

زه څوک وم د مارچ اتمې د مور د ورځ په ویاړ

زه وم ستا مور ستا په لیدو خوشحــاله اوس یم یـــــوازی په لمســـو خوشحاله تــه شـــــوې روان زه لا هم دلتــه یمه د ژونــــد بار لاندې لا بې چُــــرته یمه غمونــــه ډیر شول د هرلارې ځــــویه دنیا تیــاره شوه تــــه چی لاړې ځویــه د مور لــــه زړه هیڅ څوک خبر نلري په مــــا بی کســــه څوک نظر نــلري زامن شول ځوان لاړل یو خوا را څخه په څــــو ګیــــلو او واویــــلا راڅخه زمــــــا دردونه ډیر دي لا به یی ګـــالم د شهید ځوی غم می چــــــــاته ووایم را

09.03.2022 سمیع الله خالد سهاک

جنتي کامه

جنتي کامه مې تل په زړه وریږي تش په یاد يي زما تن کې سا چلیږي وایم خاوره يي رانجه کړمه د سترګو کاشکې هره ورځ يي ووینم په غبرګو کامه ځای زما د زیږد، د وړوکتوب دی د خپوړو، د تعلیم او سړیتوب دی هلته کلی، هلته ولس هلته مې کور دی هم دېره او هم حجره، هلته مې ګور دی طبیعت کامې ته ټول ښایست بخښلی لکه ناوې په ګاڼو يي پسوللې که يي اوړی په ګرمۍ کې لږ دلګیر دی منی، ژمی پسرلی يي بېنظیر دی په کامه درې خوا ته سیند یوخواته غر دی چاپیریال يي جوړ یونان ته براب

26.02.2022 سرلوڅ مرادزی

څه شو

چه یې پوهه خپروله هغه څه شو چا چې مینه دودوله هغه څه شو په کتاب اوپه قلم به یې هر چاته د ژوندون لاره ښودله هغه څه شو د وطن او د ولس په حق کی تل یې د غیرت چیغه وهله هغه څه شو چی دسولی او د امن په خاطر ېې هره دړه ټکوله هغه څه شو د پرهر پرهر وطن بیا هر یو ټپ ته چی پتۍ ېې لګوله هغه څه شو هغه ستوری اوس اسمان لمن کې نشته چې رڼا به ېې کوله هغه څه شو د ( وارث ) له یاده لا وتلی ندی تل ېې سوله یادوله هغه څه شو

24.02.2022 محمد وارث

کرکې او نفرتونه

دلته نفرتونه زیږیدلي دي کرکې او کینې راټوکیدلي دی دلته ورورګلوي او محبت چیرې ټول یی په خپل لاس باندې ریبلي دي دلته په یوبل باندې باور نشته ځکه دښمنۍ را پاریدلي دي دلته ټول ژوندون د اور لمبو کې دی هر څه دوزخ اور کې سوځیدلي دي دلته دیتیم تصویر ته وګوره اوښکې تر لمنې څڅیدلي دي دلته په قسم چې هر مور بوره ده ځکه زوریدلي کړیدلي دي دلته د دردونو او پرهر قصې پورته تر اسمانه رسیدلي دي دلته په ګناه باندې جنت ګټي داسې انسانان تاسو لیدلي دي

22.02.2022 محمد وارث

غزل

ور تړلی ساقي تللی، میخانه ویجاړه ښکاري ګلان مړاوي، مالیار نشته ګلخانه ویجاړه ښکاري خلک ټول بت پرستان دی، هر څوک خپل بت ته سجده کړي چې د یار بت پکې نشته، بتخانه ویجاړه ښکاري نن بازار د هر څه تود دی، که څه پېرې یا څه پلوري مینه هم پکې خرڅېږي، یارانه ویجاړه ښکاري پخوا یو ښامار پرې پروت وو، چې خوندي به خزانه وه اوس په شمېر، ښاماران زیات شول خزانه ویجاړه ښکاري وعده لاړه، ژمنه نشته څه ټګي او دوه مخي شوه که د چا بهانې ته ګوري،

20.02.2022 سرلوڅ مرادزی

ویسا

راځه تېرشه د هوس د خیالي برمه په ژوند ونکړي له هیچا څخه تمه اتکا دې پخپل مټ او بازو وکړه د بل مرسته به دې پرېباسي له دمه که یوه خځله مرسته له بل مومې تر احسان لاندې به ملا کړې خپله خمه پردی کټ د نیمو شپو وي، دا متل دی لاس دې وینځه له پردي فضل و کرمه که لوېدیځ دلته په لاپو باټو راغی برخلیک مو شو بدتر تر جهنمه د عربو د فرهنګ په بربریت کې ژوند مو تریخ شو په وارونو تر ذ قمه پردي دین، پردي ایین کې ارام نشته برهما څخه نېولې تر ادمه د هغه دود ا

15.02.2022 سرلوڅ مرادزی

دسولې ماهیت

اې بد بختانو!راځۍ سوله یزژوند ته دنېکمرغتوب یووالی په لاره بېړه وکړی یو بل ومنی دلته په پوهه اوعزت باندې نه د کاږه واږه اوسم ښاخ په منت باندې نه د لافو باټو خالی او پوچ کیفیت باندې اې کرکجنو په نړۍ کې مغروروانسانانو افغانانو بدل شوی بی فرهنګه اماتورو راغلیو مهما نانو! ښاغلو آغلو دکمزورې ادارې ابزاری تما شاګرانو پخوانیمشر اوسنی کشریاغلام د نورو بېګا نګانو پېښه ده چې روغه جوړه به کوو په بیسوادو یوویشتمه پېړې ده لږ تمیز مو وکړی په اعمالو دا ملت نوره زم

12.02.2022 ع.شریف زاد

وهمناکه شپه!

موږ تړلي په سبا ول امیدونه شپه اوږده شوه لیرې ښکاري سهرونه د لمر څرک د غره په څنډه لیدی نه شي لا پر غرو خپاره د شپې تور وزرونه د شپې دروند وهم پر ټول ولس غوړېدلی له دې وهمه د ولس تللي دي خوبونه شپې خپسې هم له ستوني ولس نېولی پاڅېدی نشي که څو وهي زورونه موږ سپوږمۍ په هیله شپه کې سفر پیل کړ پر موږ ګل شول هم د ستورو څراغونه شپه تیاره ده، لار اوږده له خطر ډکه شا ته پاڼ، مخ ته کږلیچ او ګړنګونه لار کې هم د ځناورو ډلې ګرځي د لېوانو هره خوا ګوري بری

11.02.2022 سرلوڅ مرادزی

لا ځوان یم

لا ځــــــــوان یمه د عشق سرود روان په زړه هر وخــت د خدای نوم می هیر کړی دی جانان په زړه هر وخت پی مخو نه خوښه یم که څه هم چی اوس پنځوس یم د عمر فکر نشتـــــه چی یم ځــوان په زړه هر وخــت د یــــار مینـــــه او یـــاد به همیشه په زړه ژوندي وي او ستـــــا د عشق خوبونه سرګردان په زړه هر وخت میلې دي هرې خـــوا تـه دوست دښمن نه پیژني څوک نــور نه غواړم له خدایه دی جــانان په زړه هر وخـت خــــالد لــــــــه بی رُخي ستـــــــــا شکایت کـــوي مدام پوهیږي په هرڅــ

07.02.2022 سمیع الله خالد سهاک

قران د خدای خبرې

وه مورې! قران تل لوله صدقه دی شمه د خدای آواز دی قران او قرائت اواوریدل یی قوټی وسپړي ګلان خوریږي په دې نړی کی چی له ګناه دکه ده او فریښتې له آسمانو په تا باران د نعمتو اوروي دا د ګلانو غوړیدل دا د باران اوریدل او دا دلمر ځلیدل به په خپل سترګو ګورئ د قرائت په وخت کی د خدای لپاره ما ته دعا وکړه که قرائت دې وکړ سمیع الله خالد سهاک مونتری، کالیفورنیا د فبروری ۳، ۲۰۲۲ کال

04.02.2022 سمیع الله خالد سهاک

حالات!

وریځې پلنې شوې اسمان تپه تیاره شو لمر په سپینه ورځ په لړو سره لاړ اسمان پرېوته، د ځمکې لړمون وچاود غر راونړید، ډبرو سره لاړ خوړ له غرو په درو هسې راشېوه شو هر ژوندی موجود، خځلو سره لاړ باد د ځمکې مخ، شدت سره جاروکړ دښته بوټو، غر ځنګلو سره لاړ یو عرم(۱) توپان په بېړه سره خپور شو باخبر له ناخبرو سره لاړ مور او لور سره په سپین میدان کې ورک کړل زوی له پلاره په خپړو سره لاړ بل مسلم چې په اسلام کې پاتې نه شو پاتې یو هم له کافرو سره لاړ نه د بخ

30.01.2022 سرلوڅ مرادزی

دا څنګه مینه ده

دا څنګه مینه ده چی تا احساسوم سینې په مینځ کی هر نفس چی اخلم او لا می ژوند نه لاس اخیستی نه دی چی ستا د وصل آرمان زړه کی لرم یاد به دی تل ساتم ژوندی چی یمه او چی بیا مړ شوم بیا ګله نه کوم او کله هوا شې او فضا ونیسې کله اوبه شې او دنیا ونیسې کله پرواز شې د مرغانو په شپه هره څپه کی بیا غوغا ونیسې بی قراري به زه تر کومه ګالم کله آسمان او کله سترګو ته می د تورو وریځو واویلا ونیسئ سم

28.01.2022 سمیع الله خالد سهاک

کابل و پېښور

یو مې زړه دی بل ټوټه ده د ځیګر نه بېلیږي له کابله پېښور په اغزن تار د پنجاب تړلی نشي د افغان د وصل لاره ده خیبر د انګریز او د پنجاب به مخ توریږي یوځای وینم افغانان د لروبر افغانان دې بر مکتب د امان پالۍ کوز مکتب د پاچاخان په هشنغر تورې وریځې د اسمان به باد جارو کړي په توپان کې به ښکاره شي مخ د لمر توره شپه که هر څو لویه اوږده ښکاري مخنېوی کولای نه شي د سحر یو شرګدي به په ژوند کې خوندي نه شي پرېکوي به کفاره د کړي شر هیڅ نمرود به په امان ک

25.01.2022 سرلوڅ مرادزی

قضاوت

نیمه شپه کې مې بېګا لېدلی خواب دی د ملا او د شیطان سوال و ځواب دی ملا وايي چې شیطان خلک بېلار کړل ځکه وړ په جهنم کې د عذاب دی له امت مسلمه چې هر فساد شي پکې پټ لاس د شیطان خانه خراب دی مسلمان چې نن له یو بل سره وژني دې کې هم نقش د شیطان لکه قصاب دی له شیطانه د ښېګڼې تمه مه کړۍ شیطان هر چیري منبع د اضطراب دی ملا وایی که زه څونه شیطان غندم له دې زیات وړ د غندنې د عتاب دی شیطان چوپ، خو غوږنیولی انتظار کې د دریمګړي قضاوت ته په دې باب دی زه،

20.01.2022 سرلوڅ مرادزی

د افغانستان دری رنګه بیرغ

د طالبانو کابینې او سیمه ایزو ارګانونو خپلې لوحې او هم بیرق بدل کړ څومره دردناکه دی او چا به یی فکر کوهء *** او د هغه لپاره چی په کلونو مو جګړه وکړله او څومره پیسې ولګیدې څومره آسانه مو له لاسه ورکړ پای سمیع الله خالد سهاک مونتری، کالیفورنیا د جنوري ۱۳، ۲۰۲۲ کال

14.01.2022 سمیع الله خالد سهاک

د تقدیر بندیان

سرچینه د بخت لټوو په اسمانو کې هلته هم د پریښتو په کتولو کې (۱) یا د عرش هره کوټه کې پسې ګرځو لالهند او سرګردان يي یوو مېندو کې یا جومات کې د ملا تعویذ ته ناست یوو یا غورځيږو د زیارت د ملنګ پښو کې یا د پیر او د اخوند دربار ته درومو د خپل بخت د ویښولو په ارزو کې په ټول عمر کې د بخت په راز پوه نه شو پوهېدلو سوال مو ونه کړو مغزو کې د تقدیر او بخت طلسم کې سخت ګیر یوو ژوند مو تېرشو د تقدیر په افسانو کې هغه ټکه چې له خپله لاسه رسي موږ يي شمېرو د ت

13.01.2022 سرلوڅ مرادزی

ښکلی هرات

هــرات مي ښایسـتـه ډېــر څـوځلي تـرمشهد که څه هــم هلته امام پروت په لـوړمـرقـد هــرات مـي دی ښــه ښــکلی اوځای داولیاوو پـکښې پـروت پـیـري انـصارپـه ښـه ارشد دهــرات مېنارې لوړي، دي هـم ډېرلرغـوني جـامـع ئــې ده ډېـرښکلې په اوچــتـه شدومد هــرات تــه چـي ورځـې تخت سفـرئې ووینه هم مزار د ،جامي، هـوري ستایـنې بې عــدد نوراولیاپکښې پراته خواجه غلطان ئې وګوره بامي هرات ئې دی ډېرښکلی بـېـله هره سـد

13.01.2022 محمدسرور وکیلي

د تن جګړه!

څوک د پنجاب څوک د کابل سره یوو د تن جګړه کې ګډ یو بل سره یوو یورپ دې عیش کړې امریکې سره ګډ موږه لوېدلي منځ کې خپل سره یوو زموږ ګاونډ هم په ارامه ژوند کړي یوازې موږ ناست په مورچل سره یوو سوله کې ژوند زموږ اروا کې نشته جګړه کې ښکېل دایم او تل سره یوو د تېر جنګونو له ټپو روغ نه یوو د نوي جنګ جګړې تکل سره یوو بخښنه نه کړو، اشتي نه پېژنو موږه عادت غچ او بدل سره یوو کرکه پاللې عشق نه، نه یوو خبر موږ لارویان د عشق قاتل سره یوو هیڅوک زموږ د بخت

11.01.2022 سرلوڅ مرادزی

د افغان برخه!

موږ خپلې چارې د جهان ګڼلي وران قضاوت کوو جهان برخه کې خپله مسوول یوو هسې بل ګرم بولو ملامت خپله یوو وجدان برخه کې اړیکې نه پالو د نورو سره بد یوو یوبل سره ګوزران برخه کې تل مو د نورو په ایمان شک کړی خپله ضعیف یوو د ایمان برخه کې د ځان پرځای چې کړو تکیه په نورو سخته جفا کوو د ځان برخه کې خپله ګنا چې پر شیطان اچوو دا ناځواني ده د شیطان برخه کې مکان کې هم یوو له تغییره منکر ولاړ یوو ځای پرځای زمان برخه کې کلونه تېر شول او پېړۍ واوښتې تغ

09.01.2022 سرلوڅ مرادزی

د استسقا لمونځ

هېوادوال نن د نورو ستونزو سربېره، وچکالي هم ځوروي. د طالبانو امارت د دې پرځای چې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره علمي تدبیرونه ونیسي او عملي اقدامات ترسره کړي؛ له مسوولیته د ځان خلاصون لپاره يي کندهار کې ولسونه، د اوبو لمونځ(استسقا لمونځ) ته بللی دي! دا لاندې څو بیتونه مې په همدې تړاو لیکلي دي: د استسقا لمونځ: د اوبو په لمانځه نه شي اوبخور ملا نه دی ابیارۍ له فن خبر ابیاري د وطن پوهه پلان غواړي ملا نه لري دا پوهه، دا هنر د لمانځه په سپېڅلتیا کې څه شک نشته خو چې لمونځ ن

03.01.2022 سرلوڅ مرادزی

شعر انسانیت

چه خوش باشد دراین عصرمفخم بنای محکمی بنیاد کرده چه خوش باشد که در اثبات توحید اساس وحدت ایجاد کردن چه خوش باشد خرابی جهان مرمت کردن وآباد کردن چه خوش باد بجای ظلم وعدوان بمظلومان همی امداد کردن چه خوش باشدکه تبعیض نژادی برون از فکرت افراد کردن چه خوش باشد که ابناء بشر را بصلح ودوستی معتاد کردن چه خوش باشد بمظلومان عالم زراه لطف واحسان داد کردن چه خوش باشد زنان ودختران را شهیر وفاضل واستاد کردن چه خوش باشد که اطفال افغانستان را

28.12.2021 ع.شریف زاد

ګیله

څه ګیله به له پردیو څخه وکړو چې خپل منځ کې یو له بله سره وران یوو ویجاړي ده که وراني ده له خپل لاس ده بېهوده له نورو خلکو په خپګان یوو تېروتنه زموږ خپله ده دوستۍ کې موږ د نورو په دوستۍ هسې پښیمان یوو که موږ خپله ګنا اچوو پر نورو په تقسیم د ګناهونو کې ناځوان یوو هر څوک خپل بارونه، خپله پر اوږو وړي ځانته موږ یوو چې د بار په وړو ناتوان یوو هغه ولس یوو چې دوه تن په یو لار نه ځو پاشل شوی لکه کاڼي د بیابان یوو نه په مشر پسې ځو، نه مشر پالو جلا شوی

25.12.2021 سرلوڅ مرادزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more