فلک بدې توطيې پلې کړې پر ځمکه
واک له ځمکې يي په خپل لاسو کې یووړ
یو تور لاس له نامعلوم ځایه رااوږد شو
برخلیک د ژوند يې دېو پنجو کې یووړ
له کوم ځایه یو شریر توپان راوالوت
هست و بود يي په یو څو شېبو کې یووړ
یو ښامار له زوړ ویجاړ کلې راووت
ولس يي یو مخې زهري غاښو کې یووړ
پاس له ورېځو نه یو لوی افت راپرېوت
کلی، ښار يي د سیلاو څپو کې یووړ
ځمکې ژامنه په لړزه، غر په ټالۍ شو
زلزلې یو ویده ولس لړزو کې یووړ
که پردیو په فریب ولس اواره کړ
خپلو هم د خلکو ژوند دوکو کې یووړ
جادوګرو په جادو خلک واهي کړل
پیر د ولس روح په زړو قصو کې یووړ
ملا دا دنیا پر ولس باندې دوزخ کړه
د دنیا ژوند يي جنت وعدو کې یووړ
خپلو ماتو نه د زده کړې په عوض کې
وخت مو هسې په عبث ګیلو کې یووړ
خلک خبر کړه له دې رازه مرادزیه
چې ارزو، امید يي چا توطیو کې یووړ
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی
15.01.2025
- ع.شریف زاد
دهند اړیکی له طالبانو سره داړیکو دپیاوړتیا خطر خپله دطالبانو یو شمیر هغه مداحان دی چې نه خپل ځان پېژنی او نه طالبان . داډله کنج وکناره کې ډیر بېرحمه خلک دی. دا نغاره چیان مستعار القابی چاپلو سان خو له ډیره پخوا په دې نا پایه کړکیچ کې بلد شوی او مهارت لری چې څه ډول طالب تیر باسی! ایا رښتیا دغه کوټوالان خلک دباور وړ دی؟او که همدغه کړکیچن ، سرتمبه، بیسواده، له حکومتولی او ملت سازی بې خبره په نړیواله کچه منزوی دی فکتو کرغېړنه اداره غوږونه لری او که ځانونه یې کاڼه اچوی ؟ دا د Indian Expres...
18.01.2025
- نور محمد غفوری
ما د ملي، دموکراتو او ولسي ځواکونو په اړه څو کاله د مخه او څو وارې مفصلې لیکنې کړې او نشر کړې دي چې ورپکې د هغوی په ماهیت، ورته والي او ځانګړنو باندې تماس نیول شوی. اوس دادي بیا دا مسئله د افغانستان د سیاسي ټولنیزو فعالینو ترمنځ را پورته شوې چې د هیواد اوسنیو ستونځو ته په کتو د هر څه تر مخه د ملی ځواکونو اتحاد او غښتلتیا ته اړه لیدل کیږی. په دې خاطر لازمه ګڼم چې د سیاست د مینه والو ځوانانو او خپلو ځوانو ملګرو له پاره په دې لیکنه کې د ملي ځواکونو په اړه لنډ تیوریکي معلومات ولیکم. د نورو دوو اص...