دهند اړیکی له طالبانو سره داړیکو دپیاوړتیا خطر خپله دطالبانو یو شمیر هغه مداحان دی چې نه خپل ځان پېژنی او نه طالبان . داډله کنج وکناره کې ډیر بېرحمه خلک دی. دا نغاره چیان مستعار القابی چاپلو سان خو له ډیره پخوا په دې نا پایه کړکیچ کې بلد شوی او مهارت لری چې څه ډول طالب تیر باسی!
ایا رښتیا دغه کوټوالان خلک دباور وړ دی؟او که همدغه کړکیچن ، سرتمبه، بیسواده، له حکومتولی او ملت سازی بې خبره په نړیواله کچه منزوی دی فکتو کرغېړنه اداره غوږونه لری او که ځانونه یې کاڼه اچوی ؟
دا د Indian Express خبرې اوتبصرې دی. دا دیوه هندی دپلومات ګزارش دی. دی وایی چې طالبان دې اوس د پاکستان له کمزوری حالت، منافقت، دوه مخی او هسې هیاهو زرنګی او چالاکی څخه یوڅه زده کړې وکړی چې اوس یې وخت دی.له پاکستان سره په سیمه ایزه او سیاسی تربګنۍ کې دطالبانو باالمقابله دریځ باید ژور اړیکی ولری. همدارنګه دطالبانو داړیکو پراختیا سیاست پوه، دانشمند، عالم او بیدار دکتورین غواړی . هندوان له چین او پاکستان سره هم له پخواڅخه په سیالی کې دی.بنابران دطالب ستراتیژی له بهر نه بلکې له دننه باید پراختیا او مانا لرونکی مفهوم پیداکړی . دهند ، چین، اومنځنی آسیا موقعیت لپاره افغانستان دیوه ډیر مهم څلور لاری حیثیت لری .په ورځپاڼه کې دهند تصامیم رغنده بریښی . هند حالات د جیو پالیتیک پر مبنا ډیر پاخه او ژور څېړی هند دافغانستان په ثبات او په سیمه کې دبدلون اغیز راوستلی شی. دامریکا دڅېړونو مرکز کې ویلسن هم دغو ټکو ته ګوته نیولې ده اصلی خبره پاتې نشی . طالبان سوشال میډیا او سیاست کې پڅ خلک دی نه خوله لری او نه دتکنالوژی هنر. نه یې دادرې کلو نو کې دې لاره کې کوم ګام پورته کړی . همدې ګړنجانیو سیمه ایزه احساساتی تلویزیونو ، لافو او باټو کې طالبان مصروف ساتلی که ملامتی راځی همدغه ستاین کوونکی خلک به نارې وهی او پړه به طالبانو اچوی په ټولو نظامونو کې دغه پړه تکرار شوې ده نور دازمایلو مجال نه لری.
وخت په منډه روان دی اوس هم سر وخت دی چې د طالبانو دکتورین سالم دریځ غوره کړی او ولس له ناوړه حالت سم لوری ته برابر کړی . که له واکه یې نه کیږی له نږدې او باوری خلکو مشوره واخلی .داخو کوم بد کار نه دی. طالبان باېد دې ته غاړه کېږدی چې په زور یارانه نه کیږی افغان په افغان وژنه خپلواکی نه ده ، تالاشی په هر دروازه کې اسلامی امنیت نشی ښودلای فساد که اختلاس وی او که اختطاف که انتحار فساد دی!
من اوچارک خروار او …… نه لری . دا ډیر بیوزلی هیواد دی ددې هېواد برخلیک ساتل یو تاریخی مسئولیت دی .او دغه مسئولیت ته باید دیوالی، حرمت، بقا ، اوسالم ثبات په سترګو وکتل شی.
ومن الله التوفیق.
تل دې وی افغان ولس!