شعرونه
ځوانۍ نېشه
ځوانۍ نېشه کې چې په لاره غورځي ته وی، سپوږمۍ له خپل مداره غورځي ښکلا کې، پورته د اسمان پریښتې پر ځمکه پښو ته يي بېواره غورځي د لمر شغلې يي تر اغیز تتې شي هره شغله چې له رخساره غورځي لمبې له شونډو يي پاڅیږي هسې لکه سپرغۍ چې له انګاره غورځي ځوانۍ نېشه تر بنګو کمه نه ده ځکه نېشه کې له اختیاره غورځي د پښتني نجونو ښکلا ته، حورې نرخو و نوا کې له بازاره غورځي د وخت له نبض سره قدم چې نه ږدي ذاهد به خود له اعتباره غورځي ځواني د سترګو په رپ هسې در
شهيدعثمانلالاته
ږغ دپرونوېلالا ږغ.دپښتونویلالا تهپردېخپلهخاوره ټينګترقارونوېلالا قامتهدېپرېښودمثال تهځيګرخونوېلالا دلراوبر دپاره تهپيوستونوېلالا تهدېليلاوطنته ږغدمجنونوېلالا دخپلاولسدشمنته غبرګونغبرګونوېلالا حيف ددې پولې پرسر افزونافزونوېلالا د عمري په شعر کې يوخوږمضمونوېلالا
مهاجر
که پنجابی دی که سیندیدی که بلوڅ یابل څوک ماته پټان تاته پټان ماتهافغان تاتهافغانوايي هغوي پوهیږي زه ته دیوه ننګ یوه غیرت یوې مورچې خلګ یو جمات مو یو جرګه یوه هدیره هم یوه ده نه یې یادکړی ته یې پاکستانی اونه یې ماته په ټوله ژوند په مهاجر ویلي ــــــــــــــــــــــــــ محمدعلي عمري مسلم باغ
نیمګړې دنیا
ځواني لاړه زړښت راځي په ځغستا ښه دوران و وړکتوب ناز او ادا که هر څو ځان تسلی کړم چې زړه ځوان دی شپیته کاله به وانه وړي پر شپږ بیا ویښتان سپین شول،نظر کم،غوښې شډلې غوږ شو دروند،غاښونه وتلي له ريښا! وچلی ګونځې،هډان سست ملا شلله کړوپه آخ و ټوخ دی د زړه درد سبا بیګا وروڼه بېل شوءل ؛خویندې لاړې پخپل بخت شوې پلار شهید شو، مور بهوډۍ ده ڼن سبا یاران تللي په سفر او څوک شهید شول اولاده،میرمن تر څو به کړي وفا؟؛؟؟؟؟ دا فاني دنیا نیمګړې ده نیمه خوا له آد
نجیب ته!
لاندې نظم چې ډاکټر نجیب ته لیکل شوی؛ خو نن يي تر هغه سربېره، ارواښاد عثمان کاکړ ته هم ډالۍ کوم: نجیب ته! یو نجیب دی چې په زړونو پاچاهي کړه په دربار کې يي سپاهي او لښکر نشته هسې ومړ چې يي داغ پر زړونو کېښود هیڅ خپګان ته يي حاجت د ټبر نشته هغه سر چې د وطن غم کې شي خاورې یو پیدا شي، هر وخت داسې بل سر نشته په سرو کې میړني سرونه کم دي په هر سر کې د مېړانې اثر نشته نور قومو ته پیغمبر دی خدای لیږلی د پښتون لپاره خپل پیغمبر نشته هر یو قوم خپل میړني په د
د ملا یاري
د ملا یاري مې پرېښوه نور جومات ته قدم نه ږدم د ساقي سره دېره شوم په زړه بار مې د غم نه ږدم لیرې لیرې ملا پاڅې دا په وعظ کې ولې ناڅې؟ دا خو ته جومات ته بم ږدې په جومات کې زه بم نه ږدم د ملا ژوند یا ریا ده څه دوکه ده او څه غلا ده ما ریا نه لاس اخیستی لاس مې بیا په قسم نه ږدم عبادت هم چې ریا وي ریاضت وي هم په دروغو چې حج نه وي تجارت وي پښه مې هیڅ په حرم نه ږدم په ارزو د حورو نه یم د خیالي جنته تېر یم نور مې غوږ خیالي قصوته
چادري
چادري کې مخ پټون ته څه اړتیا ده که زاهد له وران کتلو واخلي لاس د مخ ستر نه، د زړه ستر مهم دی که منصف له دروغ ویلو واخلي لاس د جومات ګوټ کې دېره، ملا د کلي اشارو ته دې له نجونو واخلي لاس د جومات محراب خو ځای د لعب نه دی که امام هلته له ژڼو واخلي لاس د تقوا دعوه د شیخ هلته منظور ده چې له څو ښځو کولو واخلي لاس د ایمان دعوه د هغه چا پرځای ده چې ایمان له خرڅولو واخلي لاس ښځو هیڅ په ملا لاس جیګ کړی نه دی ملایان دې د وهلو واخلي لاس پخپل کور ورت
تودې خبرې
لکه دحجرې خبرې د پرو پاګندې خبرې دګواښ او اندېښنې خبرې بې نرخه بې توله دافسانې خبرې د کار پوه سیاستوال ،دکارغه پکې باښې خبرې کار پوه سیاست پوه مهارتونه لری نغارې په غاړه زبردست اتڼوڼه لری مفتی قیمتی هم تاوده بحثونه لری فارغ او نا فارغ دسرپرست کارونه لری دا او دانور کاسه او کپړی پلانونه لری ددشنډې کړې داکږې وږې خبرې بی معیاره بې مانا هسې افسانې خبرې ددرسینۍ شوۍ ټکنۍ شوې ډیره کمزوره زنانه ګۍ شوې خوار ولس ورته ګوری سندره یوه ده خو سروکی
غزل
ننداره د ګلو وکړه چې بهار ځي هر شېبه يي دېدن وکړه درنه یار ځي د دېدن وخت تر ابده پورې نشته دېدن وکړه که نه وخت دې د دېدار ځي ژوند بیا نشته دا یو څو شېبې فرصت دی دا شېبې هم ډېرې کمې دي په شمار ځي هیڅ باور په سرخوړلي عمر نه شي د بریښنا غوندې په بېړه په تلوار ځي د فلک د بېرحمۍ په وژلتون کې د مرګي په لور یاران قطار قطار ځي هغه ولس د نیکمرغۍ ادعا بایللې چې يي اوښکې د نجونو په رخسار ځي برخلیک د هغه خلکو جهنم دی چې په ژوند د ملایانو په ګفتار ځي
په اوکرائین کی
د ستــرګو لیدل شوي ډیر کیسې دي په اوکرائین کی له لرې نه پلان شوي ډیر پلمې دي پـــه اوکرائین کی روسان، امریکایـان ټول څلور ستـــرګې ورته ګوري انګریزهم جرمنان پـــه انـديښنې دي په اوکرائین کی دالر پـــه ملیـــاردونو دي روان لـــه هرې خــوا نـــه روسان په ګنــــاهونو تـــورن شوي په اوکرائین کی بمونو او راکتـــونو ډیـــــر وژلي پـــــدې خــــاوره د خلکو لویې جوپې لا هم پرتې دي په اوکرائین کی افغان او افغانـــان اوس لـــــه یـــادونو نــــه دې وتي د نیمې نــــړې
د جهاد ثمره
پکې لو شول لکه لوخې جیګ سرونه چا د ولس په سرکې ټک وهل میخونه د نیم ژواندو تنو رقص وو چا لېدلی؟ غوڅ له ښځو شول په ژوند سینې، تیونه پزې پرې شوې او غوږونه نیم اره شول په وچوبي سر شو کل، لاندې بریتونه سترګې ووتې، د تن مخکې ګوزار شوې له چا پرې شوې دواړه پښې دواړه لاسونه تیزابونه د مکتب پر نجونو پاش شول سرې بوټۍ شوې په تېزابو سپین مخونه چا د پت او افغاني عزت لپاره جیګ تعمیر نه راخطا کړل خپل ځانونه (۱ ) په ډبرو په لرګو وټکېده شول سپغزې، خوټې د بقا
منظور پښتون ته!
تا پیدا کړه ورکه لار منظور پښتونه د پښتون د قام سالار منظور پوښتنه په جرګو پرلت دې بیرته پښتون یوکړ یو له بل چې وو، بېزار منظور پښتونه پښتون ویش وو، د د ښمن پېژندګلو کې تا کړ وصل په یو تار منظور پښتونه د پښتون د قام سرتاج او سرلښکر شوې د دښمن د سترګو خار منظور پښتونه په لنډ وخت دې د پېړیو لار کړه لنډه ټول حیران ستا په شاهکار منظور پښتونه د امان او پاچاخان په لاره درومه په عمل هم په ګفتار منظور پښتونه د خوشحال د لارې ننګ د تورې شرنګ يي ستا په
دشعرونو ژباړه په پښتو شعر
په زر واره مـــي دي کــړي داخـبـــري چي بد نه کړي بد به هم وي ځني لري مـــالـــه بــدو ښـــــه نــــــه دي لـیـدلـي که تا لیدلي که سلام زما ورته څوځلي هـــغــه چــا چي بــد دي لا خوښ کړي نـــه پــوهـېـږم چي ښوڅه ورته بدکړي بــد بــد دی هـــر څو کې ښه ګمان وي سـپـی سـپی دی هــرڅـو که وفادار وي دا هــرڅـــوچي مي ویلي که وای کړي نو بـه شیـخ یا به ولي وای د خـپـل کَړَي انسان نه په اصل یانسب اویارقم ترالله رسي په نیک عمل اوښه کردار الله ته رسي
نظر
مړغړند احساس مې بیرته راژوندی شي چې یو څوک راته په سترګو کې مسکی شي یو خواږه کتل په سترکو کې د مینې لار د ژوند له دغه ځایه پیلوی شي یو خندا د محبت سره ملګرې ماتو زړونو ته د عمر تسلی شي یو کلام چې په خوږه ژبه بیان شي د خوږې ژبې ملګری هر سړی شي کوم نظر چې درناوی پکې وي نغښتی نور نظرونه دې تر دې نظر لوګی شي د انسان کلمه مینه محبت دی نفرت څنګه د انسان سره یوځی شي د انسان نامه د هغه چا نصیب ده چې په بده ورځ د نورو لاسنیوی شي وايي، ټولو کې انس
کمکی اختر
کمکی اختر راغی بختور په هنر راغی دملا کره چو ر ګوړی کرارکرار خېټور راغی اختر راغی د ټولوخوښیو له هیلو سره کونډې ،یتیمان دی حیران له ناوړینو سره بشری فاجعه ده جوړه له کمبودونو سره دفقر کچه ده ټیټه ډېره افسوس په ناوړو تصمیمو نوسره بندیز لګول شوی په تعلیم با ندې په جهالتونو سره دوچ سیاست په بې سیاستی کې له پنډ غمونو سره دیو جوال سر تمبګیو او بیمعنا قدمنو سره اختر راغی ډېره خوښی او خوشالی ده چاته ډیره هوسی ده چا ته دویرتنهایی ده چا ته آه! چاته م
غزل
کلیمې غوندې محکم راباندې ګران دی یار یی نه مني خو سم راباندې ګران دی ضمضمه که دکلمه ده سرود نشته اوس ښاغلی ترنم راباندې ګران دی چې دزړونو په ګټلو پسې ګرځې خیر دی وي دې کنه ډم راباندي ګران دی ګوره مینه هم وړتیا غواړې ښاغلې هسې مه وایه چې زغم راباندې ګران دی شل به نشي ماشومتوب ته مې ورګرځم یو د چتو ښکار بل مم راباندې ګران دی ستا جادو به په میرویس اثر ونه کړي ته خو ښه وایی اغم راباندې ګران دی
غضب
ګوره نن ملا ته چې نفرت پاشي قران په نوم شرم دی اسلام کې اوس ملا د مسلمان په نوم ویني د ملا غضب چې کاڼي له اسمان ورۍ هسې موږ تېرباسي د رحیم او د رحمان په نوم حورې دې غلمان دی او جنت کې د چړچو وعدې جوړه يي دا دنیا کړه په عمل کې د زندان په نوم بیرته په شا لاړو بیا دوران د دینوسارو ته ګورو دینوسار پخپلو سترګو د انسان په نوم ما چې لوټ په لوټ د نن ملا ته په ځیر وکتل نشته کوم بڅری په ملا کې د وجدان پنوم سر مې چې ښکاره کړ، د جومات محراب کې پټ غلی بوخت دی پر
دپوهنی معنوی معرفت
پو هنه شمع ده رڼا ده! برخه دبلیونو انسانانواو دهرچا ده ولې بیا دلته دښوونځی دروازه تړلې ناوړه غوغا ده؟؟؟؟ پوهنه دادول انحصار نه منی ښکاره اوهویدا ده دامزدوره ابتلاء نه منی دلته دادبندیزپرېکړه کړې چاده؟؟؟؟ داخو بیلکل په څلورو کتابو ناروا ده! پوهنه دجهالت په وړاندې خلق الانسن مالم یعلم ده مساوات عدالت دامت وسط په غږ او بیان ده پوهنه غنا ده ښکلې او زېبا ده طرحه دالله ده دټولنې پرمختګ،،برخلیک ، جهان بینی د اسلام ده دلوړو ژورو فتنو ، معیار او بې
یو شعر/ غزل
شیطــان پرستـــه نور نو ژاړه زه د خدای په خـــوا یم ته ممکن هاخـــوا یا دیخوا یی زه د خـــدای په خوا یم ته به اسلام او کفر یـــو شـــان ګنې زه یی نــــــــه ګڼم زه به ښه کړمه خپل اعمـــال تل زه د خدای په خوا یم که خپـــــل اعمال ښـــــه نـــــه کړئ ورک به شی ژر نور دا ظلمو نه تــــوبه ګار شـه زه د خدای په خوا یم نـــــادانه تـــــه به عبـــــادت کوئ تــــــاریکه لار کې په تــــ¬ـورتمونو به ګذار کړم زه د خدای په خـــــوا یم د آسمـــــانو خدای ته سجــ¬ــده کړم پن
شنه غدۍ!
وطن هسې یو ځنګل شو، یا شوه دښته د کربوړو د افغان په هر یو زړه کې، ارمانونه خاورې شول خوښي لاړه، مستي ورکه، سترګې ډکې دي له اوښکو شونډو وچ پتري نیولي، امیدونه خاورې شول حجرې شاړې شوې له خلکو، دېرې ټولې کنډواله شوې د یارانو کډې بارشوي، مجلسونه خاورې شول سترګې کړاغې، شونډې وچې د یو ګوټ څاڅکې په تمه ویالې وچې څاوې وچې، بارانونه خاورې شول ته وی بیا چنګیز راغلی، له ککرو نه منار ږدي یو تن نه دی خاورې شوی، ټول ولسونه خاورې شول مورو پلارنه لار ده ورکه، له وطنه ځ
ښوونه اوروزنه
شریعت او افغان فرهنګ د پوهنې مخالف نه دی د بندیز تصمیم په هیڅ نظام کې سم کار نه دی دغه جهالت او توره تیاره هیچا ته دمنلو وړنه دی دهېڅ ډول ادعا او شرطونو داوریدو مهال نه دی اقراء کې د تو پیر کرکه نشته نر او ښځه یو دی علم الانسن مالم یعلم کې واک ستا وار نه دی پام کوه دې پڅ ، کونډ او ډیر زهیر تصمیم ته دی دغه ډول ذهنیت رامنځ ته کول سم ابتکار نه دی زده کړې انحصار نه منی عجولانه اقدام نه منی شرم دی بې منطقه چفا او کږه لاره دتا نه منی ګوره غوغا ته په نړۍ کې دا
د ملا جهل
نن مې د ملا په حماقت باندې بیا وژړل ما سره په ګډه هر انسان د دنیا وژړل نن يي د تنویر ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل نجونو د ښوونځي په وره کې، ښه په ژړا وژړل نه یوازې ښځې، نر، ماشوم ټول په ژړا وو نن ونې، بوټي، غر د وطن دښتې بیدیا وژړل هغه جهالت چې نن ملا پرې افتخار وکړ داسې جهالت باندې عرب د صحرا وژړل واک یو غنیمت ښکاري ملا ته په خپل جهل کې دا رنګه تعبیر ته د واک ځکه هرچا وژړل نه لري افغان ځای نه په واک نه په ټولنه کې ټولو نن په واک کې د ملا په وړتیا وژړل
سپرلی
د سپرلي ګلان، بلبل ته مبارک د سپرلي راتګ هم ګل ته مبارک که سپرلی دی خو په ګل، بلبل سپرلی دی ګل، بلبل سپرلی یو بل ته مبارک په چمن کې د ګلاب او هم په دښته د لاله ګل، ټوکېدل ته مبارک که بلبل د ګل په جور وهي ساندې د بورا پر ګل نڅل ته مبارک چې د ژمي له اوږده خوب يي راویښ کړل دښتې غرونو او ځنګل ته مبارک ګل د ژڼو په شملو کې مبارک شه هم د نجونو و اوربل ته مبارک د سپرلي له توښې ټول دې وي نیکمرغه هم و روغو هم ژوبل ته مبارک بهرمیشته هر افغانان ته د
پوهیږئ؟
پوهیږئ؟ پوهیږئ، زه چی نن بیدیا کی ګرځم هغه دستا د مینې اور می لا سینه کی بل دی او ستا د سپینو اننګو په مینځ کی یوه روښانه د ښکلا څلې دی چی لا هم په سترګو کی می لارې کاږي *** پوهیږئ؟ پوهیږئ، اوس هم مینان ټول مو په لټه کی دي او هغه روښانه د ښکلا په کور کی لاهم زما او ستا سندرې وایی خلک بی سارې د ړڼا په تمه په تاریکو کی نوې لار لتوي او تا په ما او ما په تا کې ګوري خو لاهم لاره دا اوږده ښکاري نن *** پوهیږئ؟ پوهیږئ، ډیرې د
زه څوک وم د مارچ اتمې د مور د ورځ په ویاړ
زه وم ستا مور ستا په لیدو خوشحــاله اوس یم یـــــوازی په لمســـو خوشحاله تــه شـــــوې روان زه لا هم دلتــه یمه د ژونــــد بار لاندې لا بې چُــــرته یمه غمونــــه ډیر شول د هرلارې ځــــویه دنیا تیــاره شوه تــــه چی لاړې ځویــه د مور لــــه زړه هیڅ څوک خبر نلري په مــــا بی کســــه څوک نظر نــلري زامن شول ځوان لاړل یو خوا را څخه په څــــو ګیــــلو او واویــــلا راڅخه زمــــــا دردونه ډیر دي لا به یی ګـــالم د شهید ځوی غم می چــــــــاته ووایم را