نن مې ډکې پیالې نوش کړې سر په سر بیا
ځان مې خلاص کړ د روزګار له شورو شر بیا
پر دلدل اس د نیشې باندې ورسپور شوم
د اسمان په لور مې پیل کړلو سفر بیا
اس په ځغاسته کې په جیګ اسمان کې تم شو
چې ډېر لوړ دی د انسان له تصور بیا
هلته ښکته شوم له اسه په یو کوړم کې(۱)
چې ډېر لوی وو، د دنیا څو برابر بیا
کړم تیاره وو چې اټکل يي ناممکن دی
نه د ستورو څه رڼاوه نه د لمر بیا
زه چې هره خوا د کوړم په تل کې لاړم
ومې نه لید هلته هیڅ پل د بشر بیا
یو چوپتیا وه، ارامي وه خاموشي وه
د ژوندیو هلته هیڅ نه وو اثر بیا
د بشر قصې مې هلته لټ په لټ کړې
ومې نه موند د قصو یو کوم دفتر بیا
یو خپسه مې د ډار په ځان میلمه شوه
څه احساس راته پیدا شو د خطر بیا
+++
په دې ډار کې د انۍ قصه رایاد شوه
چې کوچنی وم راته کړه يي په بستر بیا
هغې وی چې پاس اسمان کې یو مخلوق شته
چې په زور کې دي تر ټولو زورور بیا
تر دېوانو او پیریانو ډېر ځواکمن دی
ماتولی په یوه ځان شي لښکر بیا
څېرې سترګې يي د مخ پر ځای تر شا دي
هر کاته يي سم ګوزار دی د خنجر بیا
لوی غوږونه يي په شان دې د پیلانو
د خلطم پر ځای په سر کې لري ښکر بیا
په خپل منځ کې چې غږېږي، ته وی جنګ کړي
زموږ خلکو غوندې دوی هم دي جنګر بیا
دوی په کلکو ځنځیرو سره تړلي
راخلاصیږي به په ورځ کې د محشر بیا
بلاګانو میاشت کې هم کله کېوځي
په کتلو زړونه باسي له ټټر بیا
+++
د انۍ قصو کې ډوب وم چې رایاد شوې
افسانې زموږ د کلي په ممبر بیا
چا به ویل چې یو اسمان کې جهنم دی
بل اسمان کې پروت جنت دی د کوثر بیا
په جنت کې د ملا بچې اوسېږي
جهنم کې دي بچوړي د کافر بیا
هلته فکر د انصاف مخې ته راغی
ما د عدل په باب ور کړلو نظر بیا
د دوزخ په باب قصې هم رنګ په رنګ وې
چا به ویلي په تفصیل چا مختصر بیا
د کړاو، عذاب شکلونه هم بې شمېر وو
څوک له پښو به ځوړندېږي، څوک له سر بیا
ځینو ویلی اووه اسمانه دي مخ پورته
بې له ستنو دې ولاړ یو بل پر سر بیا
هر اسمان کې یو جلا مخلوق میشته دی
یو د بل له حاله هیڅ نه دي خبر بیا
پریښتې د اووم اسمان به یادېدلې
چې ښکلا کې د سړي وړي د زړه سر بیا
چې د حورو په صفت به ملا بوخت شو
خولې ځګونه به يي جاري شول پخپلسر بیا
افسانې وې د غلمانو تر حد تېرې
چې د ډېرو پرې هیڅ نه راتلو باور بیا
+++
خوب کې هرخوا د اسمان په منځ کې لاړم
کاشکې ویښه کې مې کړای شوای دا چکر بیا
چې راویښ شوم ګورم خپل کټ کې ویده وم
دا یو خوب وو په نیشه کې د سفر بیا
تر ما مخکې داسې خوب ډېرو لېدلی
تفسیر کړی په خپل ذوق هر مفسر بیا
یادوونه:
(۱ ) کوړم = ګړنګ، سیاهچاله، Black Hole، زموږ په کهکشان یا بل هر کهکشان کې تور غار.
د ۲۰۲۴ کال د مۍ ۲۶ مه
سرلوڅ مرادزی