خوږه وله طبی نبات
Licorices
لیکوال: الحاج دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه هاشمی
په پښتو کې خوږه وله په دری ژبه شرین بویه په فارسی ژبه شرین بیان ، مَهْک، مجو (mej-jo) ،میجی ، په یونانی ژبه سوس ، په عربی ژبه عرق السوس ، به هندی يهتی، سانسګر يت يشی مدهو په انګلیسی ژبه Licorices نومیږی خود رو یه طبی نبات دی علمی نوم او صنف بندی یی :
Scientific name: Glycyrrhiza
Family: Fabaceae
Higher classification: Papilionoideae
Rank: Genus
Genus: Glycyrrhiza; L
Kingdom: Plantae
یو له اړینو طبي بوټو څخه ده، چې د افغانستان په ډیرو ځایونو کی لکه : په شمالي او مرکزي سېمو کې ښه وده کوي لکه بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل ، هرات، بامیان، بادغیس خو په نورو ځایونو کی هم شته . او ترډيره په وحشي او طبیعي بڼه دی چې خودرویه طلایی بولی
خوږه وله څوکلنو بوټو له ډلې څخه ده، چې لوړوالی یې د شرایطو ته په کتوسره له یو تر دوه مترو پورې رسېږي. پاڼې یې په مرکب ډول دي، چې یوه پاڼه یې د بلې پاڼې په مقابل کې قرار لري. د ګل رنګونه یې ابې، ارغوانې او ځينې وخت ژېړ وي. د دې بوټې مېوه د پلۍ په بڼه ده، چې په اوسط دول په هره پلۍ کې له درېوو تر شپږو دانې شتون لري.
د خوږې ولې رېښه او ریزومونه د نصواري پوټکي او خوږ خوند ترڅنګ ژېړرنګ لري او بېلابېل ډولونه لري.
• اسپانیایی «G. typical»
• روسی «G. glandulifera» چی پاڼی یی سریښنا که دی او کمه شرینی لری
• ترکی «G. pallida»
• افغانی او ایرانی «G. violacca» نوع چی ریښه یی هم ډبله (ضخیمه ) ده او خوږه ده ، چې د نړیوالو بازارونو او بهرنیو مصرف کونکو پاملرنه یې ځانته جلب کړې ده.
دا نبات خود رویه بومی نبات دی چی کم کرل کیږی ، نوراو ګرمې او معتدل هوا رطوبت ته اړتیا لري.
په هغوسیمو کې چې اورښت کلني ډول له ۴۰۰ څخه تر ۱۱۶۰ملي متره وي په خپل سر وده کوي. ددې بوټې لپاره د خاورې مناسب PH له ۵.۵ تر ۸.۲ پورې ښودل شوې ده.
كيمياوی تركيب یی داسی دی : گلوكوز، سكروز، اميدون، سپارازين، البومينی مواد او نور دی مؤثره مواد یی گلسرين دی د خوږه وله رنګ ، نصواری، خړ او ژیړ دی له دی نبات څخه د کنین ګولی په جوړولو او نورو شیانو کی کار اخیستل کیږی
له خوږې ولې څخه فابریکات، اکسټرې ، پوډر او تينچر ،کامپوند ترکیبې بڼه جوړوي.
د شرین بویې کمیاوي جوړښت، ګلوکوز، سکروز، امیدون، سپارازین، البومیني مواد او داسې نوردي. اړین مواد یې ګلسرین دي، چې د هغې د خوږ والي لامل کېږي.
مخزن الادويه کتاب چی یو پخوانی کتاب دی لیکی : خوږه وله به پخواپه یونان کی د تندی تسکین لپاره ، د التهاب د رفع کیدو لپاره ، دسینی د نرمیدو لپاره ، د ستونی لپاره ، د اعصاب تقویه لپاره ، د سینی سوزش لپاره ، د اوازصاف کیدولپاره ، د التهاب د ښه کیدو لپاره ، او دافع ضيق النفس، لپاره کاریده .
په تحفة المومنين کتاب کی د خوږه ولی په اړوند لیکی : که انسان یو مثقال خوږه وله او یو مثقال بوره سره ګډه مخلوط کړی او د حمل له اوله تر سرطان اخره پوری وخوری د سترګو روښنایی به یی ښه شی ، سینه او پوستکی ته ګټوردی د خوږه ولی د پاڼو تازه ملهم د پښو او تخرګونو د بد بوی لپاره موثر دی او لیکلی یی دی چی شرین بویه د مارانو ډیر خو ښیږی هرځای کی چی دا بوټی وی هلته ماران هم وی متوجه اوسی .
په صنعت کې د خوږې ولې استعمال، د سګریټ جوړولو فابریکې یې د ښه خوند لپاره کاروي. خوږه وله د انژین، برانشیت، قبضیت، د مثانې اختلالاتو د رفع کولو، د سترګو د سوځلو او دېته ورته نورو درملنو لپاره کارول کېږي.
که د خوږې ولې ۵۰ ګرامه بیخ له ټوټه کولو وروسته په یولیتر جوش شوي اوبو کې واچول شي له ۱۲ ساعتونو وروسته د غه جوشوې اوبه د ستونې د چرک، انژین، برانشیت او د ټېټ غږلپاره ډېره ګټه لري او دغه جوش شوې اوبه د وریو د وینې بهېدو د مخنوي لامل کېږي.
د خوږې ولې د پوډرجوړولو لارې:
د خوږې ولې رېښه په کوچني ټوټه کې کښل کېږي او دبرېښنایي داش له لارې وچېږي او وروسته د برقي وسایلو په واسطه پوډرترې لاسته راوړل کېږي، دغه تکامل ډېرسخت نه ده او نه ډېرمصرف ته اړتیا لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د معلوماتو او احصایې ریاست وایې، په ۱۳۹۹یم کال د ټول هېواد په کچه ۶۸۴ ټنه خوږه وله تولید شوې، چې مخکښ تولیدوونکي ولایتونه یې کندز، بادغیس، بدخشان، کونړ او هرات دي. هاشمی رقیب