حکومتونه سقوط کوي خو د سقوط شکلونه سره فرق کوي ،کامیاب ملتونه هغه دي چې له حالاتو زده کړه وکړي او د شرایطو سره سم خپل ځان ترمیم او عیار کړي ، افغان حکومت ته پکار ده چې له تاریخ زده کړه وکړي او دخلکو مشروع غوښتونو ته پر وخت ځواب ووایي ،ترڅو یې حکمراني دوام پیدا کړي ، دغه راز طالبانو ته پکار ده چې د سیمې له هیوادونو سره ښیې اړیکې وپالې او تالاش وکړي چې د امنیتي ثبات ترڅنګ اقتصادي ثبات هم ټینګ شي او ددې کار دپاره اړینه ده چې د (بریکس) هیوادونو سره مکرر تماس ولري او دغه راز د شانګهاي سازمان له تجربو ګټه واخلي او په دې برخه کې له موجوده فرصتونو استفاده وکړي .
که طالبان په سیمه ییزه کچه خپلې اړیکې پراخه او پیاوړي او غوښتنو ته یې د ملي کټو په پام کې نیولو سره مثبت تعامل وکړي طبعې ده چې اقتصاد به ورسره وده وکړي او له سیاسي انزوا څخه به بیرون شي او ترڅنګ به یې د امریکا فشار به بې اغیزې شي .
دولتونه هغه وخت پایښت پیدا کوي چې ولسوونه یې ترڅنګ ولاړ اوسي او ولسي اعتماد هلته ترلاسه کیدای شي چې لومړیتوبونه ،ضرورتونه یې درک او غوښتنې یې ومنل شي