ویل کېږي چې په هر ستورغونډ یا کهکشان(Galaxy ) کې یو یا څو تور غاره (Black hole) شتون لري.
زموږ د ستورغونډ یا شېدولار ستورغونډ(Milky way galaxy ) په مرکزکې هم یو تور غار شته.
دا هم ویل کېږي چې په تور غار کې رڼا یا نور او یا بله هر ډول ماده لکه ستوري او سیاري بلع کېږي او له منځه ځي.
زما په اند ځمکه هم یو تور غار یا Black hole لري او هغه افغانستان دی. د افغانستان پر ځمکه هم هر ډول تمدن، زبر ځواکونه او امپراطورۍ په خپلمنځي سیالۍ کې بلع کېږي او له منځه ځي. افغانستان پرته له دې چې ځانته ترې ګټه ولري، زموږ د کري یا ځمکې پر سر د نورو په سیالۍ کې د تور غار یا Black hole دنده لوبوي!
د ۲۰۲۴ کال د مۍ ۳۰ مه
سرلوڅ مرادزی