په دوحه کې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د غونډې د جوړیدو د پاره هيئتونه کابل ته تګ راتګ کوي او کوښښ کوي چې دااا ګډون په‌کې حتمي کړي .
غونډې ،مجلسونه او کنفرانسونه په ملي او بين المللی کچه يو معمول او ضرورتي عمل دئ ، څو د ګډونوالو د پاره په مهمو مسايلو خبرې ،بحثونه ،تبادل د نظر ،پوهاوی او که ځنې شکونه ،سوالونه او ستونزو وي د حل لارې ولټول شي .
د غربي -امريکايي اشغال په ختمېدو او د ااا په استقرار سره زموږ د اولس لويه ستونزه او تراژيدي ( اشغال) د بهرني اشغالګرو سره ختمه شوه . خپلواکي حاصله او افغان اولس د يوه ديني-ملي-اولسي -مستقل سياسي اقتدار ( د افغانستان اسلامي امارت تر نامه لاندې) خاوند شو.
ددې سياسي اقتدار خارجي پاليسي او دريځ په کراتو د دولت دمشرانو له رسمي ادرس نه او په ټولو محلي-منطقوي او بين المللی ستيجونو او محفلونو کې په ډېر صراحت او وضاحت بيان شوئ دئ او هغه داچې :
د ااا د ټولو همسايه ، منطقې او نړۍ د هېوادونو ، بين المللی سازمانونو او ټولنو سره په استقلاليت کې د دوستۍ-متقابله احترام په بنياد سياسي-اقتصادي-اجتماعي-ثقافتي-تجارتي علمي-تخنيکي-تکنالوژيکي رغنيز ګټور اړيکي ، يو د بل په داخلي امورو کې عدم مداخله او د حسن نيت په اساس د سالمو او سازنده مشورو او مذاکرو په کولو تعاملات او ژوند کول غواړي او همدا توقع او انتظار د نورو نه‌هم لري . ځکه زموږ په وطن او جهان کې د ټولو بدبختيو او مصيبتونو منبع د پورته ذکرشويو اصولو او ارزښتونو عدم رعايت او د تفاهم په ځای د تحميل او ديکتې کړنلارې دي چې د زورورو له لوري په کمزوریو هېوادونو باندې تطبيق کيږي او نړۍ او نړيواله سوله او امنيت يې متضرر کړئ دئ.
د افغانستان خپلواکي او د يوه ديني-ملي-اولسي زعامت استوارول د افغان اولس او نورو خپلواکۍ غوښتونکو اولسونو د پاره يوه لويه تاريخي بريا وه او ټول مستضعف بشريت ته يې دا الهام ،انګېزه او درس ورکړ ، چې د خپلواکۍ حاصلول په قوي ايمان ،ايثار او قاطعانه مبارزه ممکن دي ، که څه هم دوښمن په نظامي،مالي،تخنيکي او پروپاګندي لحاظ قوي وي،
لاکن د اشغالګرو او نظامي متجاوزینو د پاره يوه لويه ناکامي ، سرکوزي او بې حيثيتی شوه چې تحمل او هضم يې ورته ګران و.
بناا د مستقيم نظامي برخورد او حضور په ځای ئې غير مستقيم خصومت ، فشار او دخالت( نوی زعامت په رسميت نه پېژندل ، د افغانستان مالي ذخیرې کنګل کول ، د بشر -ښځو د حقوقو د دفاع کاذبې نارې ، اقتصادي تحريمونه ، د افغانستان جنګي جنايتکاران - ملي خايينان-غله -غاصبان او فاسدان په خپلو لمنو کې نيول دشر-فساد دجوړولو دپاره په شا ټپول او وسيع مېډيايي شيطاني تبليغات کول او ...‌)ته پناه يووړه .
جهاني استعمارګر استکبارو لکه چې د افغانستان د اشغال محاسبه غلطه کړې وه او هېڅ داسې فکر ئې نه کاوه چې دا غريب او بې وسه اولس به د دوی د ناکامۍ سبب کيږي او جنګي بربريت ته به يې تاب راوړي ، خو هغه محاسبه يې عملاا غلطه وخته او همدې فقير خو غيرتي اولس ئې د کبر ورمېږ ور مات کړ او ځوړند سرونه و تښتېدل.د اشغال نه وروسته يې د خصمانه رويې په اختيارولو بل غلط پلان مخته واچاوه او فکر يې کاوه چې د دوی د سياسي -اقتصادي او تبليغاتي فشارونو په وسيله به د ااا دا توان پيدا نه کړي چې د افغانستان اداره ، امنيت او خدمات سم مديريت کړي او د اشغال وروسته افغانستان به د نويو تشنجونو ، ګډوډيو او فجايعو ډګر وګرزي.
مګر دا محاسبه يې هم غلطه ثابته شوه او د اشغال نه وروسته افغانستان د مثالي امنيت ، د فساد نه خالي ادارې او اقتصادي رونق-انکشاف څښتن شو . د فاسدو او خايينو عناصرو ځای ديني -ملي ارزښتونو ته مؤمنو ،وفادارو او متعهدو کدرونو ونيولو ، د مصرفي -خيراتي -جرمي اقتصاد ځای توليدي -ابتکاري-انکشافي اقتصاد و نيولو . د وارداتو او صادراتو د تعادل د پاره کوټلي ګامونه واخستل شول او د افغانستان په تاريخ کې ملي بوديجه بې له بهرنيو مرستو او قرض اخستلو د داخلي عوايدو په بنياد جوړه شوه .
دا اعجازامېزه لاسته راوړنو او اقداماتو د افغانستان د دوښمنانو په دوښمنانه ،مغرضانه او احمقانه د سيسو او پلانونو د بطلان خط کش کړ او ټول تبليغات او ااا ضد پروپاګندونه يې پوچ ، درواغ او بې اثره کړل .
ددې واقعیتونو او حقايقو بهرني ملکونه دې ته مجبور کړل چې د ااا منحيث د يوه واقعيت ومني او د تقابل په ځای د تعامل لاره ونيسي .
خو تعامل په کومو مسايلو ؟
د ااا خپله خارجي پاليسي لکه پورته چې ذکر شوه واضح کړې ده .
د ټولو ملکونو سره دوستانه ، واقعبينانه ، تعادلي ، سازنده،پارتنرشپي اړيکي لرل او په داخلي امورو عدم مداخله د افغانستان د بهرنۍ پاليسي اساسي کرښې او اصول دي .
هره ټولنه منجمله افغانستان خپلې داخلي ستونزې لري ، چې حل يې د هغې ټولنې کورنۍ دنده ده ، خو هېڅ خپلواکه ټولنه د داخلي پرابلمونو په حل کولو کې د بهرنيانو د فرمايشونو ، دستورونو او ذوقونو په منلو مکلفه او مجبوره نه ده او د بهر نه فرمايشونه صريح دخالت دئ.
که د دوحې په غوڼډه کې دخبرو ،مذاکراتو او تعامل اجندا په هغو مسايلو باندې وي چې بهرنيانو(خصوصاا غربيانو ) او د دوی تر نفوذ لاندې بين المللی سازمانونو زموږ د پاره خلق کړې دي( لکه د تورلیست نه د ااا د غړيو نومونه ايستل ، د اقتصادي تحريمونو لغو کول ، د افغانستان د ديني-ملي-اولسي واکمنۍ په رسميت پېژندل ، په بهر کې د افغانستان سياسي نمايندګيو او هيئتونو تسليمول افغاني زعامت ته ، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانستان دولت ته سپارل، د کنکل شويو ارزي ذخيرو ازادول او د افغان واکمنۍ په اختيار کې ورکول ، د افغانستان سره د علمي-تحقيقاتي-تخنيکي-تکنالوژيکي-تجارتي او ثقافتي روابطو انکشاف،پراختيا، تقويه او په دې برخو کې يو د بل د تجربو نه ګټه پورته کول ، د مخدره موادو د کښت ،قاچاق،ترانسپورت په ضد ګډه مبارزه ،همداشان د منطقې او جهان د سولې ،ثبات ، ترقۍ او رفاه دپاره شريک اقدامات کول او ..‌‌) بيا په دې صورت کې د ااا کډون ضرور ، ګټور او مؤثر دئ او د ااا هيئت بايد په کې فعال او صادقانه حضور پيدا کړي او خپله همکاري او همبستګي عملاا وښيي .
ټولو ګډونوالو ته د پورته ذکرشويو مسايلو د پياده کولو په هکله د ااا کامله او هر اړخيزه آمادګي اظهار او د شريک تفاهم په بنسټ توافق وکړي.
ځکه سوله ،امنيت،ترقي او رفاه يوازې په عادلانه تعاملاتو ميسريږي ، نه په يو جانبه ګټو او خواهشاتو .چې متاءسفانه د ګټو او روابطو په عدم تعادل سره ډېری لويې ننګونې ( فقر ، بېکاري ، جنګونه ، اقتصادي بحرانونه ، انساني تلفات ، کتلوي مهاجرتونه‌ ، د اقليم بدلون او ترې زېږېدونکي طبيعي افتونه او ..‌‌) نن ورځ د نړيوالو د پاره خلق شوې دي او د مځکې د کری د اوسيدونکو او راتلونکي نسل ژوند يې مستقيماا تر تهديد لاندې راوستلئ دئ .
لاکن که‌ غوڼډه کمافی السابق د افغانستان په داخلي مسايلو کې د دوی د فرمايشونو او خواهشونو تحميل او منل وي ، په دې صورت کې په غونډه کې د ااا د هيئت ګډون هېڅ ګټه نه لري ، بې د وخت د ضايع کولو او بيځايه لګښتونو د کولو نه .
هيله ده چې نړيوال د افغانستان برحقه ، معقول او اصولي دريځ ( د اولسونو استقلال ته احترام ، په داخلي امورو کې عدم مداخله او دعدالت په بنياد سياسي-ټولنيز-اقتصادي-امنيتي-ثقافتي رغنيز اړيکي برقرارول )چې د محلي ،متطقوي او نړيوالې سولې ،ثبات او رفاه د پاره حياتي ارزښت او ګټور اهميت لري درک کړي او د نړيوالو ستونزو د حل کولو د پاره ئې د خپلو کړنو دستور وګرزوي .

#دابادۍاوخدمت ج هاد