تر اویا میلیونو ډېر دي پښتانه
د زمري، عقاب په څېر دي پښتانه
«چې په ننګ او ناموس راشي لیوني شي»
بیا له مال او سره تېر دي پښتانه
هیڅ حاجت يي د پردي ټوپک ته نشته
خپله توره او شمشېر دي پښتانه
که يي خپل زړه په ایشیا کې څو ټوټې دی
د ایشیا د زړه کوشېر دي پښتانه
دا اویا کلونه کېږي چې بندیان دي
د پنجاب په دام کې ګېر دي پښتانه
د دښمن په وړاندې نرم او خواږه دي
تر خپل منځ زهرو ګنډېر دي پښتانه
نن يي وخت دی چې پر یو ټغر راټول شي
تر اویا میلیونو ډېر دي پښتانه
وخت د تورې دی چې یو شي اهریمن ته
د انګریز زوی پنجابي په څېر دښمن ته
د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۵ مه
سرلوڅ مرادزی