په غوږونو سالم ښکاري خو کوڼا يی
سترګې هسې غړوي خو نابینا يی
افسانې که سرمایه د خپل ژوند بولي
چې کمال او علم نه لري ګدا يي
څه دې زده کړل د شیخانو مدرسه کې
پېړۍ مخکې چې څه وې همغه بیا يی
په جومات کې د ملا د تقریر لاپو
محروم کړی نعمتونو له دنیا يی
د خیالي میو نیشه کې سرګردانه
په دنیا محروم له میو، بېنوا يي
د جنت د باغ ګلانو په بوی مسته
د وطن د باغ له ګلو بې پروا يي
د غلمانو، حورو عشق کې لیونیه
خپلو نجونو د ښایست ولې بدخوا يی
د تغییر او له بدلون څخه منکره
بې ثمره، بوره خاوره د بیدیا يي
له خپل ځان او له جهانه ناخبره
ته په کوم جهان کې اوسې په کوم پایی
نه پوهېږم چې په سد يی که بې سده
لیوني غوندې ورګډی په صحرا يی
د ریښتیا کلام ته څوک غوږ ږدي «مراده»
همیشه اوښ ته رباب وهي، لګیا يی
د ۲۰۲۴ کال د فبروري ۲۸ مه
سرلوڅ مرادزی