شعرونه
د وخت ښېګڼه
لمر لا څرک وهلی نه دی سهار تېرشو غوټۍ خوله پرانیستې نه ده بهار تېرشو ژوند صحنه د یوه فیلم څو شېبې ده څه په بېړه د بریښنا په رفتار تېرشو زه له ژونده د وفا په مینه مست، خو ژوند پر مخ مې د څپېړو ګوزار تېرشو خپل خولې تندی، تڼاک لاسونه ژاړي په خزان وهلي باغ چې مالیار تېرشو مینه وکړه چې ځوانې درنه تېریږي که نه ژوند دې بېهوده خواروځار تېرشو پیالې تشې کړه، ساقي په خوله پاکیږي د ملا په خوله دې ژوند ګناهګار تېرشو که جومات کې د ملا غومبر ته غوږ شې وعظ
زه اوساقي
زه اوســاقــي لا د پــخــوا مــلـګــري یــــو دې مـیخانې ته په خنداله دوستـانوسره ځو زاهد اومحتسب په خواږه خوب لاويده دي ســاقــي جاموراوړه وخـت نه ضایـع کـوو دپسرلي جامونه ارغـواني راوړه پـه مـینـه سحرګاه ده وچمن ته دسنبل سیل ته ورځو دملیاردي په ګلبڼ کي رنګ په رنګ ګلونه ګــوره یوتربـله رنګینه پرې ږغ وي دبلبلو ساقي وېشل جامونه هـرچا ته ئې خپل جام مـاله مي زما جام لا پـه ازل کـي ډالـۍ وو
رڼا سره جهاد
لکه ورځې چې د شپې سره جګړه ده د رڼا بیا د تیارې سره جګړه ده غر چې لوړ دی د درې پر ځمکه لوړ دی تل د غر او د درې سره جګړه ده(۱) د رڼا په پار ښندنه د سرو، ده پتنګانو چې ډېوې سره جګړه ده تورتم زغمي خو رڼا زغملی نه شي مجاهد د برق پایې سره جګړه ده د برق مزي ورته پړي د دار ښکاري نظاریانو ځکه دې سره جګړه ده(۲) ځنګلیان له ځنګلي قانونه، نه اوړي د ځنګل او ادارې سره جګړه ده د ډبرې د پیر سخت، جامد فکرونو تجدد د زمانې سره جګړه ده د زړو دودو، پر تالي چ
د ملا او مجاهد اختر
یو تصویر اختریزه ډالۍ د ملا او مجاهد اختر: جهاد څه دی د ولسونو قتل عام دی په مارکیټ کې د ملت د پت لیلام دی د ملت تاریخ، فرهنګ سره ضدیت دی پر ځنګله د ځناورو یو حکومت دی دا جهاد وو چې وطن مو کنډواله شو ټول ملت مو په نړۍ کې اواره شو د وطن لوڼې ځوانۍ کې شولې کونډې کونډې څه چې بې عزته شوې بربنډې یتیمان مو په کوڅو کې ګرځي ډلې ګریوان څېرې، بې جامو لوڅې لپړې له ښوونځیو مدرسو شول لېرې پاتې امیدونه ارزوګانې شوې میراتې د ځوانانو ډلې تښتي له هېو
اختر راغی
اختر بختورډېرژر په منډه اوزړور راااغی دملا کره چورګوړی هم بیا خېټورراااغی اختر راغی لورپه لورکورپه کور خوښی ده ولې دلته د بېشمېره یتیمانودولږې غږ راااغی اختر راغی کونډې رنډې هم هوس کې شوې ولې شهید ولس کې دغه ماتم بې ننګ راااغی اخترراغی نه وسله نه توپ ونه توغندی لری هرچاته ښه راغلاست وایی چې ژوند راااغی اخترراغی دسولې پیغام یې راوړی له ځانه سره په غوږ ویشتلی وارخطادی چې زنګ دخطر رااغی اختر مو مبارک شه شپې او ورځې مو راحت شه! بی ریاء بې جفا دغه پیغام
د کابل د پرونۍ پېښې په غندنه
د عقیدې په نوم بدي عجیبه ده چې جومات ځای د ترور شي او ملا پکې د بل وطن مزدور شي د سپېڅلي ځای په نوم چې نفرت ویشي سکه وروڼه خود یو بل سره تربور شي مدرسه که د وسلو د زده کړې ځای شي شاګردان يې کارولو ته مجبور شي برخلیک د داسې ملک به جنازې وي خوږ وطن به يې په خپلو وینو سور شي چې قران تفسیر یاسیر د غنیمت شی (۱) څه تفسیر به د تورات او له زبور شي چې مکه محبس د فکر و عقیدې شي نور جهان به جوړ زندان د رنتنپور شي( ۲) عقاید خو ټول د فکر ازادي ده
د نعمت روان په یاد
څه په توره، څه په بم څه په زندان مري دا څه حال دی هره ورځې چې افغان مري کوم ضمیر ته به په ژوند ارام حاصل شي په ژوندوني کباب شوي چې ځوانان مري میندې بورې، خویندې بوري، ښځې کونډې د شمشاد له قده پورته مو زلمیان مري یتیمانو شمېر تر نیم نفوسه زیات شو په دا حال که څوک وجدان لري، وجدان مري د معیوبو احصایه به څوک رقم کړي په سلګونو هره ورځې معیوبان مري د انسان په انسانیت د سړي شک شي د ښارونو پلونو لاندې چې روږدیان مري مرګ د چرګ او د چرګوړي زغمل ګران دی
خرابات
بـــراي مــي وو مـنــزل پـه خــرابات رندان مي ولیدل سره ناست په ملاقات محفل وو رندانه وینا وي وې اوچتي ګډ وه په افلاکو کي ستا ینه وه د ذات سـاقـي راوړه جـامــونـه رنـګارنـګ فضاوه فردوسي په دغه څېروه هم حــالات مطرب دخراباتو ږغـول خوږې نغمې حال بل رقـم ووبل خـواږه وه جـمـلات ساقي ته مي ویـل جام راوړه یورنګي ( دُورنـګ) مـي نه خـوښيږي په حـیـات ساقي ډېروو په ادب دخراباتو له راغـلو هـرچا ته بې نیـوه خپل جام په کرامات
هېواده
ستا لارې کوڅې خودغم له ویر نه ډکې شوې پردی دلته راغلی دا لوبې نو رې مستې شوې خدای ج خبر چې داغله به ستا حالت وپېژنی دا ترانې له هر سورکی نورې راغبرګې شوې ټوله نړۍ ستا دسکون او امن په غم کې ده چېرې سکون دی داجګړې نورې مشتقې شوې استعماراواستعباد اوس دواړو لورو ته پکه وهی عجیبه نه ده بدې شپې ورخې لا نورې سختې شوې دیموکراسی ده ورکه ماهر وسله خرڅونکی دی دلته توغندی اخلی مزدوران نو خکه لارې هرچاته کلکې شوې
ثنأ
دا ځـمــکه دا فـضـا اوټــوله کـائنات څـښـتـن ئـې دی الله دســـاتــلــواو حــیات وما مِنٌ دابـةٍ فی الاضِ ویـلي دي الله ســاتي ئې ټـوله دئ او لـوی دئ د ده ذات ورکـوې ته مرګوژوندمطلق ئې مخیر کُلُّ شئٍ هـالِکُ بـېـله ذاته خـالقِ مـخلوقات لوی ئې دی درشـل سلـطـان دکائناتـو په ساتلو ستړی کیږي نه، لوړئې درجات خوروخواب نه، مطلق دی پخپل ذات نه سیال لري باداردی دټوله ځمکي سماوات
زه او ملا
ستا په ژوند هغه، زما دا قبوله ستا دې وي ستا؛ زما، زما قبوله ستا خپله خوښه ده که ژاړې، خاندې ما ته خندا، خپله ژړا قبوله زه یې نسیا نه غواړم، نقد يې غواړم که ته نسیا خوښی، نسیا قبوله که ته جنت غواړي په بله دنیا ستا خپله خوښه اقتضا قبوله زما په دې دنیا جنت خوښیږي دا دې زما وي، هغه ستا قبوله چې هره ورځ جنت پر خلکو خرڅ شي هیچا ته نه ده، دا سودا قبوله زما لپاره د جنت خواست مکړه ما ته همدا ښکلې دنیا قبوله ته پوه شه، حورې او غلمان دې پوه شه
د ابا مېنه
ای زمـادابـامـېـنـي کلـه تـالــره درځـم د خـپـلـواو پردوجګړوله تـانه کــډه کــړم هــیـلـه اوغـــوښـتـنـه مـي داده ای الله چي په ژوند ئي یواربیاښادوکوکیاڼه ووینم ډېـــرودا ارمــــان وخــاروتــه یـــووړ ای زما ا رما نه زیارت ستـا به کلـه کـړم بڼ مي ئې ګلبڼ مي ئې زما دابـا مېني ته راته فردوس ئې رودونه دي کوثر وینم په زړه کي مي ئې تل نه مي هېرېږې ای زما (مأوا) چي درسـم تا له جـنتي سـم
خپله ګونا
دنیا د اوښکو فوارو اخیستې د ژوند خوښي رانه جګړو اخیستې داسې شېبه نشته له غم بېغمه د غم نړۍ مو په پیسو اخیستې ملامتیا ده زموږ خپله ټوله نامه مو خوشې د پردو اخیستې ژوند مو پخپله دوزخ کړی ځانته ځمکه اسمان مو په ګیلو اخیستې خپله ژوند نکړو، ننداره د ژوند کړو موږ تش مزه له نندارو اخیستی ناست یوو د بلې دنیا ژوند په تمه دلته د ژوند ارزو څو غلو اخیستی دومره ساده یوو چې هر وخت غولیږو ژوند ښېرازه مو افسانو اخیستې راځۍ په ګډه اوپاشي پرې وکړو د ب
مه غنده!
زه چي تا غندم او هم دي بولم ګـرم نـوبـولـم ځان پوه اوسیده مي ځان ستایم ویل کول سره رښتیاداسي توپیرلري ویـل وي ډېـرآسـانه کـول په ډېـرسـیتـم خپل عـیـب دوږو منځ دی په رښتیا دبل عـیب ته ژر ژرکاته سـي په هـردم خـپل ګرېوان ته به سرکښته وګورم لومړی سمه وم ځان، چي نوروته ګورم دنـورو عـیبـو تـه کتل ځان هـېرول (کـوري خـود بـیـنـأ مــردم) دا بــد ګـڼـم هـنداره به راواخلم پکښې به کم کتل ځـان بـه جــوړوم هـنـداره کلـه مـاته وم هـوښـیـاران سـمه وي ځـانـونه خ
بدلون
وخت له موږ غواړي خپل تقدیر بدل کړو د ژوند په اړه زوړ تفسیر بدل کړو وخت ځي پرمخ، موږه په شا روان یوو د وخت ملګري شو، مسیر بدل کړو چې وايي انسان سره اختیار، واک نشته دا د پېړیو وروست تعبیر بدل کړو چې په پېړیو يې خپل ولس دوکه کړ هغه اخوند، مفتي او پیر بدل کړو چې په جهاد سره فساد يې دود کړ دغه پلمه، ناره تکبیر بدل کړو تر ګیرې لاندې چې شیطان ګرځوي دغه پردی ملا خنزیر بدل کړو دود او سنت مو ژوند اسیر نېولی راځۍ تقدیر مو د اسیر بدل کړو د خرافاتو
ولې؟
دهېواد د مینې ساز وآواز دې راخراب کړ دتعلیم اوتربیې ستر چراغ دې راخراب کړ دهرچا غېږکې راڅرګند شوې رهبر شوې غټ شوې ستر شوې ولې تریخ مکدرشوې هره شپه هره ګړۍ شېبه دې شوه شب قدر هرچا ته منلی نه، یوازې خان ته ښاغلی معتبرشوې بوراګان دخپلې مینې نغمه سرا دی خو پرېشانه ته ولې دوطن په هستیو کې بې شجر شوې؟ سر دکلاوې درنه ورک شو په لافو شافو کې دملت ژبه در نه پا تې په ډاګه بې خبر شوې غرق شې! څومره لیونی په مقام دیوم البترشوې په هر لوری چې نظرکړم ميرویس خان رایا
دالله حکمت
محمدرسوالله ته رویباردالهي ووجبـرا ئیل د کلیم الله سرې خبري په طورکي کړې جلیل روح الله ته ئې ورکـړی تـوان د دعاء ګانو د مـړګي ناروغـی بې کی جوړبې قـالــوقـیـل ادم اوحواء دواړه بوتله جنتوته ئې خالق ګرم ئې په شیطان کــړه نو راکښتې کړه ذلیل یونس ئې کی غوړت په غټ کب دسمندر بیائې را ويستی له ګیډي دماهي روغوجمیـل ابـراهیم خلیل: نمرود لعین اورته واچـوه خـالق ئې کړو ګلـزار ورته نارد خـپـل خلیل یوسف ئې پخپل وړونوکـوهـي ته واچـاوه مـع العُـسٌـرِیُـسٌـرًا ئـې وښـوول و اسـ
سجده په میخانه کې
سجده په میخانه کې زموږ په برخه دي د غم خبرې د راکټونو او د بم خبرې سهار چې ویښ شم له نیمګړې خوبه اورم د ویر او د ماتم خبرې کوم تفاوت يي خاص په منځ کې نشته دي د طالب که د دوستم خبرې د جمعیتیانو منځ کې لا ګرمې دي د ستمیانو د ستم خبرې یو «نه منم» د ګلمرجان نه تنګ یوو بل امریکا د ځم، نه ځم خبرې که جنګ جګړه وي نو همدومره بس دی غواړو د سولې او سلم خبرې پس له پېړیو ملاجانه بس کړه د دوزخونو جهنم خبرې نور د غوږونو پردې یو نه لرو پریږده د
جهاد او فساد
د جهاد او د فساد تر منځ فرق څه دی؟ کوم دلیل باندې جهاد تر فساد ښه دی ما چې دواړه څلویښت کاله پرتله کړل جهاد دویم نوم د فساد دی بل څه نه دی +++ فساد څه دی، د جیبونو لوټول دي معنویت د یو ملت ټول خرڅول دی په جهاد کې بیا جګړه ده مقدسه په جګړه کې بیا سرونو پرېکول دي +++ د جهاد ختم او پایله په فساد شي فساد هله مکمل شي چې جهاد شي بې فساده جهاد چیري چا لېدلی دواړه ځکه یو له بله سره یاد شي +++ جهاد څه دی جنګ جګړه ده دښمني ده د ولسو تر منځ
د "فلانه ده او ډينګه ده"، په ځواب کې
بيا د کلي طالب جان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږدهراشه تک سپين مسلمان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده اوس د خلاصې هم فتواوې، هم جهاد دې نور فتنه شود مسجد زموږ امام شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده ته به مست وې په قطر کې د صليب په ډک آخورونوراشه سم په دسترخوان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده تا ته چا وې چې دې ټول غرب په سياست کې دی مات کړئلږ دې سر په خپل ګرېوان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده ستا په خوله سړک کافر دی،
امریکا ته
پخلپسر وې راغلی که ځي ځه پر مخ دې ښه موږ نه وې رابللی که ځي ځه پر مخ دې ښه په نوم د خدمت راغلې، د بشر حقوق په لاپو په دواړو شرمېدلی که ځي ځه پر مخ دې ښه توبه داسې دوستۍ نه چې تر شا يي بردګي وي موږ تل ژوند ازادکړی که ځي ځه پرمخ دې ښه شعار دې د ترهګرو تروریستو یو پلمه وه لادین دې وو ملګری که ځي ځه په مخ دې ښه (۱) داعش، طالب ترهګر دې ټول پخپل اخور لوی کړي دښمن يي خپله غلی که ځي ځه پر مخ دې ښه موږ پریږده په ارامه چې خپل کور کې سره ټول شوو موږ اوس يي پېژ
که سړي تښتی نو بیا هم چیرته ؟
له دی وطنه له دغه ښاره که سړی تښتی چیرې به تښتی؟ که پاتی کېږې نو بیا هم چیرې؟ په کومه هیله، د چا له پاره؟ نه په ثواب کي نه په ګناه کی نه په ژړا کي نه په خندا کي نه په نفرت کی نه محبت کی، نه په مسجد کی نه په خپل کور امن موندی شی، ارام کوي شی نه چېرته تلای شی نه تم کیداي شی نو دا جنت کور، دا ښکلی مینه، دا د مستیو دا د ځوانیو د ګل باغچه مو ولی سور اور کړه؟ ولی دوزخ کړه؟ چي تاسې ورشې او جنت یان شۍ په حورو سر شی، خپله غیلمان شی، ښه شرابيان شی بېرته ځوانان شی دا غیلم
تور ملا ډارېږي . . .
لکه نمرود چې له پيغامه د موسی ډارېږيد دغه ښار له ښايستونو تور ملا ډارېږي دا د کعبې قسم وهلي له قبلې نه منکرد دې وطن د پرهرو له مسيحا ډارېږي هغوی په مينه کې ګرېوان چې د پی مخو څيريبند کړی يوسف چې يې له مينې زليخا ډارېږي ځان به سينګار، خو د زړه تور ټکي به سپين نه شي کړایهغه ړانده په سپينه ورځ له خپل امسا ډارېږي "نور" چې د پېغلو په محفل کې سرې سکروټې وېشيويښتان يې سپين کړي، له تهمت د هزارها ډارېږي
د تورتم استازی
د هرات د ملا، مجیب الرحمان انصاري په خدمت کې د تورتم استازی تر کوم ځایه د ملا چې نظر څرخي ځمکه ځای پرځای ولاړه ده لمر څرخي د غوايي پر ښکر ولاړه ځمکه ټینګه زلزله کې ځمکه نه ښوري ښکر څرخي غرونه واړه ښخ میخونه دي په ځمکه نه دا ځمکه ښوريدای شي نه غر څرځې د ملا په خیال د لمر او سپوږمۍ تندر په جادو د جادوګر او کوډګر څرخي په لمانځه د استسقا به تندر ورک شي که نه تندر به تر ورځ د محشر څرخي نور فکرونه د ملا په اند جمود دي یو ملا دی چې يي اند لروبر څرخ
یارانه
خدایږو نشته دی سکون په یارانه کې بس دی را دې شي بدلون په یارانه کې د چوکۍ مینه خو ژوند له مونږه اخلي مونږ ورکړی دی ازمون په یارانه کې پیتاوي واعظ صحرا ته کړ مجبوره لیونی نه وو مجنون په یارانه کې نوي نسل ته د مینې کښت پکار دی ګډ نصاب ته کړۍ مضمون په یارانه کې لوې ملت د خلاصې ملیانو غرق کړ رب دې راولي سمون په یارانه کې دوي د حسن صفت عار ګڼي میرویسه څه غیرت لري پښتون په یارانه کې