شعرونه
هېرشوي یادونه
چې رایاد مې شي د کلي تېر وختونه پر لښتي د نجونو جوړ مازیګرونه وایم څه پېښ شو او کوم مالت ته راغلم په اور وسوځه ناپایه هجرتونه کاشکې یو ځلې مې بیا په ژوند لېدای شوای د ګودر په لور د پیغلو قطارونه یا د کلي په کوڅو بیا تلای راتلای شوای بیا مې کړای شوای قضا شوي دیدنونه یا د کلي د دېوال تر شا پټ شوی پاس له بامه مې لېدای اشارتونه یا د بوسو بوساړه کې چیرته پټ وای په یو بوو مې له نجونو ایستی زړونه یا ملګرو سره کلي باغ ته تلای شوای له میوو مو راډک کړ
نن او سبا
شپه ولاره ورځ ولاړه شپي او ورځي لاړي خو زه او ته به لا ژوندي يو او دا کرونا به هم ولاړه شي که ژوند وهء ……………. زه او ته به بیا لاړ شو زمونږه باغ ته او میله به وکړو دهغو نارنجو لاندې که خدای نصیب کړې وهء خو اوس به کور کې پاتې کیږو او دعا به کوو بله چاره نشته پای سمیع الله خالد سهاک دسامبر 2020 مونتری کالیفورنیا
څه سوه
څه سوه ملاله اوناهیده چي سرونې پروطن ورکړه ولټه تاریخ پسې پیدا ئې زرین پاڼه کړه څه سوه احمدشاه میرویس چي سمسورئې هېواد کۍ وګورۍ تاریخ پسې ارزښت ئې دکارو وکۍ څه سوه خوشال خان رحمان چي اشعارئې د پښتوویل دېوانونه ئې وګورۍ شاعر به نه وي داسي بل څه سوه شاه ځلمي زموږچي ویــل ئې وه کــول پخپله مېړنتیا ئې هېـواد ته خپل سرونه وښندل څه سوه دهېوادغمخورچي توغ ئې دهېواد ساته اوس راسه وګوره! چي څــو ک ئې پاته شاته
چا په ريښتيا وژړل!
نور له پرديو، موږ له خپلو په ژړا وژړلتقديره ستا له ناکردو مو په بيا بيا وژړل د چا له خونې د مستۍ چيغې سورې راوځيموږ هره خونه کې له درده په غوغا وژړل څه به منصور وي، څه يې دار چې جهاني يې ستاييزموږ د هر ګودر د ونو شاخ ته چا وژړل؟ دلته د سترګو او بڼو تر منځ مرګونه پټ ديچا ترې پرون او چا ترې نن په واويلا وژړل خلک له کفره په ژړا چې يې بمونه راوړلدلته انسان او محرابونو له کافر او طلبا وژړل ته په محفل کې بې پروا لکه رباب غږېدېما د خلو
د قیامت ورځ
په هېواد کې دمګړۍ د قیامت ورځ ده اضافه به له دې څه وي په قیامت کې داسې ورځ چې هیڅ راغلې پر چا نه ده نه لېدلې چا تاریخ د بشریت کې که قیامت ورځ په مانا د لوی افت وي نن هېواد دی سر تر پایه په افت کې که دا ورځ څوک د حساب و کتاب بولي نو حساب باید چې پیل وای دې ساعت کې که شپېلۍ د اسرفیل ته ورځ معطل وي اسرافیل دې شپېلۍ پوو کړي دې فرصت کې دلایل هم د شپېلۍ په ځنډ کې زیات دي څوک يی هغه څوک يي دا شمېري علت کې د شپیلۍ له دندې اخوا څوک خبر دی چې پخپله اس
سهار ـ ماښام
...................................... سهار ماښام شي او مرغان له ښاخو والوزي او د ځالو په لور اوچت پرواز وکړي ولې؟ هغه یی کور دی بل ځای نه شي تللای او بلې خوا ته معاش خوره انسان سهار له کوره وځي یو په شپږ بل په اوه او بل په اته ټول د غرمي د ډوډی وخت لری حاضري او هم رخصت هر ورځ سهار- ماښام چی کار کړی ماښام - سهار په کور کی بیا بله ورځ سهار – ماښام کار کړی او انتظار باسي چی میاشت به کله ختمیږي خو سهار- ماښام نه ختمیږي ن
سوله وکړئ
د ســـــهار ماښــام ژړا می نه دریږي دا چی بیا می په کابــل راکت آوریږي په دې اور کی ټول ښارونه مو ویجاړ شول شني مرغې په شنو ښاخونو کی سوځیږي د ښکلا موسم می ورک شو له وطنه دښمنان می زما په سوله کی ژړیږي هم ګاوند هم می نړۍ له حال خبر دي خو زما په دارو هیڅ څوک نه پوهیږي غیرت منو بیا په سوله کار شروع کړئ په جګړه مو دښمنان ټول خوشحالیږي هر پــوله کی رڼـــا ده خـــوشحالي ده خــو افغان لا د افغان لــه لاس کړیږي نور نو بس کړئ وسله غورځوئ له لاسه خــ
دین لباس نه دی
جامه، لباس،ښکلا مه معیاروه په دین کي الله ښوولی امـرکـړی عـورت دی په یقین کي دیـن عـمل دی دنیکۍ وهــــرمخـلــوق ته ښَکلاّ ئې معیارنه ده لکه ښکلی آس په زین کي لـبـاس، ځـان جـوړول بوله دود دانسـانانـو دیــن امــــردالله دی په کلام فــرقــان زرین کي عــاداتو، دود، جـامه د وګړو یوعمل دی ټاکل سوی حدودسوی عورت زموږ په دین کي راســۍ پــرلـبـاس اوشـکل نه ږغیږوډېر ږغ د دیـن دی په عـمل اود زړونو په یـقـین کي دیـن نـه ږره نـه لـبـاس اونـه ښـکلـتیـاده دا پنځه بناوي دي
ملاله میوند
د ملالې میوند په ویر کې دا قاتل څوک دی او موږ ولې وژني هم مو ښاغلي، هم اغلې وژني په انتخاب د مرګ کې نه تېروځي په موږه ټولو کې منلې وژني داسې خیرن دښمن به بل چیرې وي چې پښتنې په پت سپېڅلې وژني کارغان ټول ګرځي په بڼو کې ازاد ښکاري زموږ د بڼ بلبلې وژني په نوم رڼا پر افغان نه لوروي تورتم کې خوښ دي، ډېوې بلې وژني زه د قاتل ضمیر وجدان ته هیښ یم چې پریښتې تر ښکلا ښکلې وژني که د جهاد پریکړه منطق داسې وي چې مو نجونې نومېرلې وژني بیا دې خدای م
خیالي ژوند
ځوانې يي تېره شوه غمونو سره د شپې زګیروي ورځې اهونه سره یو خیالي ژوند وو له شروع تر پایه تېر شو کړاو مصیبتونو سره لاس يي تڼاکې پښې چاودلې له کار د شپې اخته په شوګیرونو سره نه په مړه خیټه ډوډۍ خوړلې نه په تن پټ په لباسونو سره ملا کړوپه شوې په درنو بارونو درمل يې صرف وو تعویذونو سره له کاره پاتې له تحصیل وتلی د مستخلص په ګردانونو سره نیم ژوند يی دود، نیم يی سنت تبا کړ ژوند يي دوزخ وو عذابونو سره ملا په تمه د جنت تېروېسته د حورو غیږه کې
منی او که نه منی
راغلی دې ټولنې ته په ګواښ المتفکر احمد زی اشرف الغنی دي خپله وایی دې کړکېچ کې څوک یې منی او که نه منی ملا برادر دوحه کې قطری حلوا له دشلمې سره ورته وهی لاړل نا اهله اشپزان ............ پارلمان ته لافې ډېرې وهی پوښتته داده چې ایا یو وزیر داهل کار ځانګړی تعریف لری؟ پارلمان خوپه پټکو هسې دشپنو چیغې او نارې وهی معجزه نه ده ښکاری چې ټولې لوبې دی له سره مافیایي! المتفکر په کې خوښ دی ان زوړ دترمپ خلیلزاد یې منی ینس شتولتن دناتو سندر غاړی به دواړو لاسو ناندرۍ وهی د
څلوریزې
د اسمان د بام بلې باندې ولاړ یم لاندې باندې ترې پراخه دنیا وینم ټول جهان راته نقطې په څېر ښکاریږي د انسان چې زه د فکر لویا وینم +++ خلک وايی چې اسرار دي پاس اسمان کې خو د پوهې توان يي نشته په انسان کې نو بیا خلک څنګه پوه شول چې اسرار شته؟ چې د پوهې توان يي نه ګوري په ځان کې +++ ملا وايي د جنت ځای پاس اسمان دی د دوزخ بیا لاندې ځمکه کې مکان دی زه چې ګورم دواړه بل ځای کې هیڅ نشته د جنت او دوزخ دواړو ځای انسان دی +++ چې قصې کړې شپه او ور
څه زلفې يې کړې لنډې...
څه ما ده پښه نيولې، څه دوستان په منډه منډهڅه زړونه لرې شوي، څه زمان په منډه منډه څه ښکلي بې وفا دي، څه زه په چل و ول کېڅه تش دي محفلونه، څه ياران په منډه منډه څه سپين مخونه تور شول، څه ډېر شول نقابونهڅه تتې شوې هېندارې، څه وجدان په منډه منډه څه موخې نامالومې، څه وار پار يې خطا شوڅه غېشي يې بدل کړل، څه ميدان په منډه منډه څه سرې غوټۍ پايمال شوې، څه تويې ګلابونهڅه مينه بې ارزښته، څه مينان په منډه منډه څه سترګې څيرې شوې، څه نازونه بېګانه
هیله
بیا د کلي په کنډو راښکاره لمر شي د وهمنې شپې زړه وچوي روڼ سهر شي خلک پورته په خوښۍ شي له دروند خوبه یو تر بل غاړه غړي شي د زړه سر شي چې له کلي اختر تللی مرور وو بیرته ستون شي جوړ په کلي بیا اختر شي تور کارغان له بڼه والوځي سپرلی شي بیا په بڼ کې د بلبلو چغار سر شي دا چې باغ کې د ګل ځای، اغزو نیولی باغ مو شین بیرته په ګل د نیلوفر شي پر اوښانو پړي واچۍ، کاروان بار شي کاروانونه د ایلبند په لور بیا سر شي شپونکي بیا خپله شپېلۍ درو کې پوو کړي د شپې
دا د صليبي اډو کوني مونجوران څه غواړي؟
ووايه مطربه دا وحشي طالبان څه غواړيهره ورځ مو وژني، دا کرايي قاتلان څه غواړي بيا يې زموږ کور، مکتب، محراب په وينو ولړهدا د صليبي اډو، کوني مونجوران څه غواړي بيا يې د مؤمن په ضد ساده کليوال کته کړلدا د ابرهه لښکر، له سپين مسلمان څه غواړي سر او ناموس دواړه يې تورمخي پنجابي لوټيدا د زمانې ذليل، زما له افغان څه غواړي خوب يې تښتېدلی دی د خېټې او مستۍ په پاردا په زړه ناولي، له حديث او قرآن څه غواړي هسکې غاړې نيسي، خو قيضې پکې د شنو پرتې
ملا او دین ساتنه
دین ساتنه کې ملا ته اختیار نشته له خدای پرته د دین بل ذمه وار نشته(۱) چې خدای خپله ځان د دین ذمه وار بولي ضرورت زما او ستا د ټینګار نشته هغه څه چې انسان نه دي پنځولي د انسان په هغه کار کې هیڅ کار نشته چې ملا د خدای په کار کې وهي ګوتي له ملا څخه بیا هیڅوک بېلار نشته دین یوازې احکام نه دي زیات اسرار دي هیڅ ملا ته لاسرسی په اسرار نشته د قران هر یو حروف لوح محفوظ کې د کوه قاف له غره نه غټ دي انکار نشته تر هر حرف لاندې زرګونه مانا لیک دي په یوې م
سوله کې دسولې ماهیت
اې بد بختانو!راځۍ سوله وکړی دنېکمرغتوب په لاره بېړه وکړی یواو بل ومنی په پوهه اوعزت باندې نه د کوږ اوسم ښاخ په منت باندې نه د قطری هوټل په کیفیت باندې اې کرکجنو! مغرورو انسانانو افغانانو یو بڅرکی قطر ته راغلیو مهما نانو! ښاغلو آغلو دکمزورې ادارې استاذانو پرچمی خلقی یاغلام د نورو بېګا نګانو پېښه ده روغه جوړه به کوو په بیسوادو یوویشتمه پېړې ده لږ تمیز وکړی په اعمالو دا ملت نوره دومره تباهی منلی نه شی داسندره په هر غږ او آواز کې اورېدلی نشی اې
زموږ ملا
که څه هم بېلار ملا په هر وطن شته خو زموږ ملا په ټولو کې بېلار دی د بل هر وطن ملا ته وطن ګران دی خو زموږ ملا وطن ځینی بېزار دی د بل هر وطن ملا مسلک معلوم دی خو زموږ ملا په هر مسلک کې کار دی لکه مچ غوندې د هر چا ژوند کې غورځي د هر چا په شخصي ژوند يی سروکار دی د ځوانانو په بریتو، ږیرو يی غرض دی لوپټو لاندې د نجونو په دیدار دی د ښځمنو هر اندام باندې يي نظر دی د ښایسته نجونو په هر شمېر خریدار دی په جومات کې تر لمانځه وروسته غیبت کړي شیطنت، منافقت
هر افغان په وينو رنګ دی
سر تر پايه هر افغان په وينو رينګ دیکه ماشومه، که تور سرې، هر يو ځوان په وينو رنګ دی په هر کلي کې بهېږي رود دوينوهر يو باغ، دنګ چنارونه، هر باغوان په وينو رنګ دی نور د مست مازديګر شور او شرپ خاموش دیهر ګودر، هره يوه پېغله هر پېزوان په وينو رنګ دی اوس د کلي حجرې بندې فاتحو کړېهر رباب، هره ټپه او هر داستان په وينو رنګ دی نه مو جمع، نه سبق او نه جومات په امن ښکاريهر آذان، هره سپاره او هر قرآن په وينو رنګ دی څه د ژبې، د مذهب او د جامو جګړ
بخیل ګاونډی
د ریچارډ او ماریا په نامه یوه زړه جوړه وه چې ماشومان یې نه درلودل، خو یو ښکلی سپی یې درلود چې رومیو نومېدو. رومیو چېرته یې؟ راځه خواړه تیار دي. دغه زړه جوړه په رومیو ډېر ګران وو؛ او هېڅکله له دوی لرې نه تللو. همدا یې د خوشالۍ دنیا وه. یوه ورځ د تل په څېر ریچارډ په خپل بڼ کې له رومیو سره په کار بوخت و. داسې یوه څه ته یې پام شو چې پخوا یې نه وو لیدلی. رومیو ځمکه کيندله؛ کله چې ده غږ پرې وکړ؛ منډه یې ورواخیستله او بېرته همدې ځای ته راوګرځیدلو. ریچارډ حیران شو چې سپې ولې ځمکه کين
جومات او قبله
جومات یو فابریکه شوه نور به بم تولیدوي ملا پکې خیاط شو واسکټونه به ګنډي طالب به کړي جومات کې د بمو او راکټ زده کړه جومات يې پوخ مورچل شو توغندي به توغوي توپیر د پیش امام او د شیطان په منځ کې ورک شو امام تر شیطان لوړ شو، شیطانان به غولوي مکه او مدینه لاړه بازار د تجارت شو ایمان پکې خلک پلوري او ډالر پکې پیري پاکی او تقدس له دین، مذهبه کډه کړې مذهب بې تقدسه، ځان پخپله لوڅوي قبله د زړو، مکې نه واشنګټن لندن ته تللي سرونه خلک خوشې په میدان، ځمکه وهي
تور ابليس مورچل نيولی...
پيغلې تښته له دې ښاره، خپل خالق ته پناه يوسهد لېوانو ګلې ګرځي، څيروي د خلکو زړونه تور ابليس مورچل نيولی، سپين کالي يې دي پر غاړهد مؤمن په وينو مست دی، لا هم وايي تکبيرونه دلته هر څه يې تکفير کړل، لا يې زړونه ساړه نه دييو ځای لولي آياتونه، بل ځای سېځي قرآنونهدلته ستا لپاره قتل، هلته ستا په ضد جنګېږيلا به نور هم منافق شي، لا به نور زده کړي چلونهلاس يې سره دي تر څنګلو، لا خمار د نورو وينولا جنت په قتل غواړي، لا به ړنګ کړي محرابونهلا فتو
پوهنتون په وینو سور شو
اور بل دی په وطن کی پوهنتون په وینو سور شو د جهل تیکه دارو نه روغتون په وینو سور شو تنکې پیغلي یی مړي کړي آرمانونه یی نور ټول مړه شول وطن مور شوله بوره روزنتون په وینو سور شو کتاب یی چی لوسته دوي د لوستو په وخت شهید شول تنکیو آرمانو کی کتابتون په وینو سور شو ظالمه لږ لاس ونیسه دا ټول مسلمانان دی دا ستا له حماقت ملک د پښتون په وینو سور شو خالده نور نو دا جاهلان خدایږو که اصلاح شی وطن مو خو وران وهء اوس مو شتون په وینو سور شو سمیع الله خالد سهاک مونتر
اکرا ه اواما اګر مګر
سوله بین الموله کږه وږه شو ډیره ما شو مانه مصلحتی دوه سرې اداره کې شوه راڅرګنده دغه افسانه متفکرپه کې راګیر شو پخوا څخه پوهېده په دې تلک او زولانه چې خلیل کهنه کار،بازمانده وځی ننوځی په هره دروازه جوباید ن که راشی نود خلیل کار به شی بېهوده زلمی وینی خپل د ریځ په زاړه پوده کارکې لویه فتنه غنی تل دچپیانو دسقوط مثال راوړی محتاطانه خوبیا یې خپله راټول کړی ارګ کې په دې کاسه اوهغه کاسه شخړه دافغانستان او وېتنام له امریکا سره توپیر لری دا کړکېچ لنګه غواده ناتو منت
(...ته سوله بي بي )
ستا د درندو وزرونو لاندې د ستا ښایسته سترګو تر وړاندې ستا د تودو لاسونو منځ کښې ستا د بچو دي تاندې ساندې د قمرګل سپینه کوتره وې ته سوله بي بي! شیطان صفته آدمیانو دا ستا وزرونه دي مات کړي ستا غوږ او سترګې راویستلي لاسونه او پښې دې دي تړلي ژنیو، دوهه کښې مسخره ېې ته سوله بي بي!! د بسوګۍ واده قصه ده زل خلیلزاد لانګ مسافه ده منځ کې د تیلو معامله ده څلویښت ملکونو فیصله ده؟! اصیل افغان ته لویه جرګه ېې ته سوله بي بي !!! روس ،امریکا ته یوه پ