غازي امانه! سر راجګ کړه له جلال آباده
سل کاله مخکې آزاد کړی هیواد ځي برباده!
تا خو غوښتل افغانستان به د سیالانو سر شي
ښځې او نر به برابر وي او ټولنه ښاده
تا فابريکې،دارالامان ،ښاراو پټلۍ جوړول
تا اساسي قانون، جرګې او ښوونځي بنیاده
خو
تا دڼنه د لستوڼي ماران نه پېژندل
دوی ول یا هندوزاده او یا د انګریز له زاده!!
ګوډ ملایان، بغدادي پير او د سقو بچکان
بریطانیا درته راشنه کړل سیاسي-دین له ډاډه!
ساده افغان ېې غولول په دروغجن اسلام
تې په څلور مذهب کافر کړې پر پنج پیر نژاده!
تا د افغان سپېڅلې وینه تویول نه غوښتل
لاړې سویس ته خو تر پایه د وطن په یاده!
اوس راشه ګوره په وطن څه حال دی؟
څوک چې وينې تویوي ،وايي مارشال ي زما ده!
اوس همهغه انګریزان،امریکایان او پنجابي ګوډاګیان
هم فارشیستان ،هم ترکستان ،نه دیرش ملکو غوغا ده
کابل او ټول ولایتونه ، قصبې او کلي
ورانوي، وژني ولسونه قصه د بن-لادا !ده
زړور ساپیه!صبر وکړه!وخت راځي د غزا!
له باچا خانه تر نجیب د لر او بر دعوا ده!
14.08.2021
- طاهر ثابت
دطالبانو دخارق العاده بریا په فضاء کې دښمن قوتونه تبلیغات کوي چه باید یو بیطرف مؤقت حکومت جوړ سې او مشري یې باید عبد الله عبد الله وکړي. داسې خبري ویرونکې دي.
تاریخ ښیې چې مسلمانانو حکومتې بدلونونه راوستي او بیا ئې سیاسي قدرت نورو ته سپارلی او یا ځینې چور سوی دي. ځینې وخت بیا مسلمانان داسلام دښمنه قوتو له قهره ویریدلې دي او دهغې ویرې له خاطره ئې داسلامي نظام په راوستلو کې سستې کړي ده چه په آخره کې هغه ددوی دمطلقي ناکامې سبب سوي ده. ددې مثال دمصر او تونس مسلمان قوتونه وؤ چه د...
16.08.2021
- ډاکتر لمر
د استانبول د غونډې ډنډورې هم په اوبو لاهو شوې او طالبان هم ارګ ته ورسېدل، خو د افغنستان د تلپاتې غمېزې د سولييزحل لاره بايد په نننيو شرايطو کې راوايستل شي. د ډاکتر عبدالله د ټيم او د اشغال په موده کې د فاسدې واکمنۍ په طرحه کې داسې څه ليکل شوي ول، چې د کمونيست، ډم، ملا او هرې بلې بلا پږي يې ځږه کړي ول. د درې کلني انتقالي واکمني واړنديز پکې ياد شوی وو، چې يو به ولسمشر وي او تر څنګ به يې لومړی وزير «صدرالاعظم» وي، مګر هر یو به څلور مرستيالان «معاونین» لري، چې ما ته څه عجيبه نه ښکارېدله، خو د ملت...