د استانبول د غونډې ډنډورې هم په اوبو لاهو شوې او طالبان هم ارګ ته ورسېدل، خو د افغنستان د تلپاتې غمېزې د سولييزحل لاره بايد په نننيو شرايطو کې راوايستل شي. د ډاکتر عبدالله د ټيم او د اشغال په موده کې د فاسدې واکمنۍ په طرحه کې داسې څه ليکل شوي ول، چې د کمونيست، ډم، ملا او هرې بلې بلا پږي يې ځږه کړي ول. د درې کلني انتقالي واکمني واړنديز پکې ياد شوی وو، چې يو به ولسمشر وي او تر څنګ به يې لومړی وزير «صدرالاعظم» وي، مګر هر یو به څلور مرستيالان «معاونین» لري، چې ما ته څه عجيبه نه ښکارېدله، خو د ملت غوښتنه او فيصله بيا بله وه، چې د واک ورونه يې د خپلواکي مبارزينو ته پرانيستل او طالبان تر ارګه ورسېدل.
له بل پلوه د لاسپوڅې ادارې په وکمني کې د فدراليزم د انډوخر فکرونه راشنېدل شوي ول او د ګوتې پر ځای غواړي په خپلو غرو کې سوک ومنډي، مګر له بده مرغه نه سلطانعلي ګوسفند او نه هم د بکوف ډلې د افغانستان له ۵۰ کلنې غمېزې پند واخیست او نه هم د مرحومينو مجددي او رباني له واکمنيو سر په سد شو، چې له لسهاوو زرو ککرې يې يوازې په کابل کې نسکورې کړې.
له بده مرغه د افغانستان د غمېزې پيل د ۱۳۵۲ هـ ش د چنګاښ د ۲۶ نېټې له کودتا څخه منشه اخلي او تر ننه پورې غزېدلې ده، چې پايله يې د ۳ ميليونونو انسانانو وژنه، په ميليوناوو معيوبين، معلولين، کونډې، بورې او يتيمان شول. د دې تر څنګ تر ۳ ميليونه افغانان په نېشيي توکو روږدي دي او ټولنه د انارشيزم په نشه مسته ده، چې ليا هم د يو او بل د درک فکر يې په سر کې نه تاوېږي، خو اوس د امارت اسلامي پتنګان پر واکمني رامرش دي او د ارګ څنډو ته رارسېدلي دي.
د افغانستان د وروستيو ۵۰ کلونو د غميزې لوبغاړي نن هم د اشغال له فلسفې سره نغښتي دي او د افغان ولس يې هم په روسانو، هم په عربانو، هم په پاکستان، هم په ايران او هم په لوېديزوالو وځپلو، خو بيا هم د افغان عقل نه پوهېږم، چې په سر او که په پښو کې دی! ځکه چې داسې اوږدمهاله په خپلو وينو کې لمبول کېږي، خو دغه ملت ليا هم د خوشباوري په کنده کې پروت دی، خو له طالبانو اوس تمه کېږي، چې د افغانستان اوږدمهالې غميزې ته د پای ټکی کېږدي او د خپلې لومړنۍ وکمني اشتباهات بيا تکرار نه کړي.
د شهيد سردار محمد داود خان د جمهوريت له لومړۍ ورځې د افغانستان په کدري سيستم کې يو ستر غوبل رامنځ ته شو. ډېر ښه علمي، مسلکې، ملکي او نظامي کدرونه بندي شول او يو شمېر يې ليا له تېغه تېر شول. د واک واګي يې ټيت رتبه منصبدارانو او خورد ظابطانو ته ورکړل، چې په ټولو برخو کې يې د اداري، نظامي او علمي کدري سيستم وېجاړ کړ، ځکه له هغه مهاله ويل کېږي، چې: شهر شهر خربوزه است، خر در بست شېر کار مېکند او د لنډو ونو سورۍ اوږد شو!
له بده مرغه سردار محمد داود هم خپلو نا اهلو نظامي، استخباراتي او اداري پلويانو نسکور کړ، چې ستمي دستګير پنجشېري په خپلې يوې ليکنې کې دې ته نغوته کړې، چې ګواکې د انقلابي شورا چيرته راغونډه شوې وه او ټرن امام الدين ساپی چې اوس په ناروې کې دی، راغی او انقلابي شورا ته يې راپور ورکړ: د يحی د کورنې ټول غړي مې سټ کړل! په ارګ کې مقاومت ختم دی «من نفهميدم که ست چې معنی داشت»!
د خلقيانو او پرچميانو د ظلمونو نښې نښانې ډېرې دي، چې په هالنډ کې د «لست ۵ هزار» پېښې ته نغوته وشي بس به وي، ځکه دغو ډلو په افغان ولس هغه مېچن وچلوله، چې دغه مظلوم ملت ته څو پېړۍ پکار دي، چې د خلقيانو او پرچميانو د ظلمونو تاثيرات جبران کړي. له بده مرغه د مهاجرو لړۍ، د وژلو فکر او د ملک پلورلو فلسفه له دغو خلقيانو، پرچميانواو بيا مجاهدينو دغو نننيو تکنوکراتو واکمنو ته د امريکايي غوبل په مټ په ميراث پاتې ده.
د مجاهدينو يا مجاهلينو واکمنيو هم پر افغان ولس داسې پېرې وکړې، چې د دونيا ټول موجودات ورته لاس تر زنې کېناستل، چې دا ليا څه ډول مخلوقات دي. بايد ياده شي، چې د مجاهدينو په غوبل کې هم پرچميانو او هم خلقيانو خپله ونډه درلودله، ځکه ډاکتر نجیب پښتني سيمې داسې وځپلې او د شمال ټلوالې لپاره يې داسې کاواکه کړې، چې نور يې سېک ختلی وو، خو شمال کې يې د روسانو په مراوده دومره موډرنې درنې او سپکې وسلې ځای پر ځای کړې، چې اخر يې د مرحوم نجيب د واکمني رېښې هم ورغوڅې کړي.
بايد ياده شي، چې افغانستان يو بې وزله زراعتي او په وچه کې راګير مملکت دی، ځکه د خپل موجوديت لپاره اړ دی، له سيمييزو او زبرځواکو ملکونو سره په احتياط ورشه درشه وکړي، ځکه که ډېر تريو شي او يا ډېر خوږ شي، نو هرو مرو خپل سر خوري، ښه ويل شوي، چې: مه دومره تريخ شه چې تو دې کړي او مه دومره خوږ شه چې ودې خوري!
مرحوم اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د خپل هېواد دغه تنګدستي محسوس کړې وه، ځکه په دويمه نړيواله جګړه کې افغانستان ناپېيلی پاتې شو او وروسته له دويمې نړيوالې جګړې يې د سړې جګړې په موده کې د لوېديز او ختيز تر منځ يو نسبي توازن وساتلو او افغانستان ګام پر ګام پرمختګ کولو. هغه مهال په عربې ملکونو کې ويل کېدل، چې د افغانستان دولتې اداره په ډېرو مجربو او متخصصيونو سمبال ده، چې وزيران، وليانو او نورو کدرونو يې لوړې زدهکړې لري او ګڼشمېر يې په بهرنيو هېوادونو کې زده کړې تر سره کړي دي.
له بده مرغه د سردار محمد داود خان په واکمني کې په افغانستان کې د شوروي تله درنه شوه، چې د شمال ولايتونو په ګڼشمېر پروژو کې روسان په کار ګومارل شوي ول. د شبرغان په تفحصات (بندر آقچه) او په جر قُدوق کې د روسان لپاره خپل د بودوباش شهرکونه «ښارګوټي» جوړ شول. په نظامي برخه کې هم روسان بې برخې پاتې نه شول. ګڼشمېر نظامي محصلين شوروي اتحاد ته ولېږل شول، په افغانستان کې په نظامي برخه او حتی تحصيلي برخه کې روسان مشاورين وګومارل شول. پوليتخنيک د پرچميانو لپاره او حربي پوهنتون د خلقيانو لپاره د لېننيزم مرکزونه شول، چې پايله يې د خلقيانو کودتا شوه او پرچميان د بکوف په مشرۍ په روسي ټانګونو سواره راغلل او د روسي ځواکونو د اشغال زمينه يې برابره کړه.
افغان ولس دې ته اړ شو، چې د خپلواکي په مبارزه لاس پورې کړي، خو له دغه حالته پاکستان، ايران او لويديزو ملکونو سوً استفاده وکړه او افغان ولس يې لاستړلی د پاکستان هفت ګانه او د ايران هشت ګانه ته وسپارلو. له بده مرغه د دغو ډلو تر څنګ هېڅ مترقي افغان بهير ونشوی کولی سر پورته کړي، ځکه ټول مالي امکانات د دغو ډلو د رهبرانو او د دغو ملکونو د استخباراتي کړيو په واک کې ورکړل شوي ول او يا دا چې په افغانانو کې د ملي انسجام پوهه او استعداد نه وو.
کله چې په امريکا کې رېګن واکمن شو، نو په شوروي اتحاد کې هم د سرې قوا د ايستلو ذهنيت پياوړی شو او له ۱۹۸۱ کاله يې په افغانستان کې د تېښتې پلانونه پاخه کړل. لومړی يې د پنجشېر له قوماندانانو سره اړېکې ښې کړې، چې له مرحوم احمد شاه مسعود سره يې ګڼشمېر تړونونه هم وکړل، خو شوري اتحاد کې په ۱۹۸۵ ميلادي کال کې د ګورباچوف له راتګ سره د روسي ځواکونو د تېښتې ګاډی هم ګړندی شو، ځکه نو د خپلې قوا د ایستلو لپار يې خپل دوکترين جوړ کړ.
په ۱۹۸۶ کال کې د روسانو د شپږو بوتليونونو د راووتلو پرېکړه وشوه او په ۱۹۸۹ کال يې د ګروموف په مشري ټول ځواکونه له افغانستان ووتل، خو د افغانستان لپاره د روسانو نظامي ستراتېژي دا وه، چې افغانستان بايد لږ تر لږه تر ۱۰ يا ۱۵ کلونو کې په خپلمنځيو جګړو کې ښکېل شي، چې په دغه موده کې شوروي اتحاد (روسيه) وکولی شي، خپل ځپل شوی اقتصاد ورغوي او د سا ايستنې موکه ورته مساعده شي، ځپل شوی شوروي اتحاد تر يو بريده بيرته ورغوي.
دغه مخې ته د رسېدلو لپاره يې يو شمېر ګامونه پورته کړل. لومړی يې ډاکتر نجيب د کارمل د ځايناستي په بڼه وټاکلو او یو شمېر اميني خلقيان يې له پُلچرخي راخوشې کړل. د نويمو کلونو په پيل کې يې په مسکو کې له مرحوم برهان الدين ربانې سره وليدل او د واک د انتقال ژمنه ورسره وشوه. په ينجشېر او سالنګونو کې د احمد شاه مسعود سره داسې مرستې وشوې، چې وکولی شي د سيمې له قوملندانانو سره د نظار شورا جوړه کړي. د کشتمند په هڅو يې باميان کې د هشت ګانه ډلې په يوه غولي کېنول او کشتمند د وطن له ګونه استعفا وکړه، چې د روس په نغوته خپل زارېګان سره منسجم کړي.
په افغنستان کې د ننني رشيد دوستم او پروني ګلم جم ناندرې پيل شوې. په نويمو کلونو کې د محمود بريالي په مشري د کارمل د ډلې د بيا پياوړېدوهڅې روانې شوې، د مجيد سربلند له خولې ويل کېږي، چې کارمل به ويل «ديګ که برای ما نمی جوشد، در آند ګ.. بجوشد! همدا ډول د سرپل (غفار پهلوان)، د فارياب (رسول پهلوان، مالک پهلوان، شراب بېګ، حفيظ پهلوان) او د جوزجان (دوستم پهلوان، لعل پهلوان، عمر بای او نورو پهلونانو په ګډون) فرقې جوړې شوې، چې پايله يې په ۱۹۹۲ کال کې د دوستم، مسعود، مزاری او د پرچميانو اتحادیې د نجيب د دولت د پای ټکی کېښود.
د روسانو له سياست او ستراتيژي سره سم بايد د افغانانو تر منځ قومي، مدهبي او ژبني جګړه لږ تر لږه تر ۱۰ کلونو پورې وغځېږي. ډاکتر داود جنبش په خپل يو کتاب کې ليکي، چې په موټر کې روسي مشاور له يو ازبک قوماندان سره خبرې کولې او مکرر يې ورته یادوله، چې د افغانستان ازبک، تاجک او هزاره بايد د پښتنو پر ضد متحد شي! خو ډاکتر داود وايي، چې په دغه بحث کې يې مداخله وکړه او روس ته يې وويل، چې د افغانستان په چارو کې بايډ مداخله ونه کړي، مګر همدغه ډاکټر صيب د امريکايي اشغال په ترڅ کې بيا د «BBC» د درېځ په برخه کې څو کاله د اشغال د فلسفې پروګرامونه جوړول.
د روسانو له تکتيک سره سم د افغانستان ۷ ګانه او ۸ ګانه له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ پورې پخپلو کې سره وخوړل. ښارونه ونړلو شول، انسانان ووژل شول، خلک بې عزته شول، ملکالطوافي د هېواد پر هر ګوټ کې واکمنه شوه او يوه داسې انارشي يې رامنځ ته کړه، چې لمبې يې تر ګاونډيو هېوادونو پورې ورسېدلې. په کابل کې تر لسهاوو زرو انسانان ووژل شول، چې د طالبانو د راتګ پېلامې يې رامنځ کړې.
طالبان خلکو په ورين تندي ومنل. افغانستان ته امنيت راغی. بن لادن هم افغانستان ته راورسېدلو. القاعده هم هم فعاله شوه. د خلکو حوصله سر ته ورسېدله. د نړۍ رسنيو د چانواري، متروکو وهلو، لاسونو غوڅولو په انځورونو ډکې شولې. امریکا او نور صلیبيانو ته يې پلمه جوړه کړه چې په افغانستان باندې يرغل وکړي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتامبرد ۱۱ نېټې له پېښې سره سم د طالبانو واکمني په نښه شوه.
ما د ۲۰۰۱ کال د فبروري مياشتې په پيل کې له ملا محمد عباس آخوند سره خبرې وکړې او د لويديزو ملکونو د ممکن يرغل د ګواښ ټينګتې مې ورته وکړې، چې روسان او امريکايان دواړه د طالبانو د واکمني د پرځولو پلان لري، تاسو بايد ژر تر ژره خپلو کړنو ته پام وکړی، ملت درڅخه ناراضي دی. د لاسونو د پرېکولو پېښې بايد له منځه یوسی، پر ځای يې نغدي جرېمې کېږدي، ځکه افغانستان هسې هم له معیوبينو او معلولينو ډک دی. د القاعدې د بې ځايه تبليغاتو مخنيوی وکړی. په ۲۰۱۲ کال مې د کابل په خوشال مېنه کې له ښاغلي سید اکبر آغا سره وليدل او د افغانستان د روانې جګړې په اړه مې خپلې اندېښنې ورسره شريکې کړې، چې د سولې او افغانانو د تفاهم هلې ځلې بايد په ټول افغانستان کې پياوړې شي.
امريکايی يرغل د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷ نېټه پيل شوه او د نوامبر په ۱۶ نېټه د طالبانو واکمني په کابل کې ختمه شوه او تکنوکراتانو او شمال ټلوالې لاسپوڅې واکمني د امريکايي اشغال تر سیوري لاندې رامنځ ته شوه، چې دا دي شل کاله يې د فساد، ظلم، غلې غوبل رامنځ ته کړی دی. د مهاجرينو لړۍ ليا پياوړې شوې ده، د کابل ښار په هر ګوټ کې په نشه يي توکو روږدي خلک تر سترګو کېږي، چې شمېر له ۳ ميليونو اوښتی دی.
د امريکايي اشغال تيوريسنان ښاغلی احدي، ښاغلی اشرف غني او پاکستانی عبدالرشيد بايد افغان ولس او نړيوالو ته دخپلو شومو پلانونو ځواب ورکړي. ښاغلی کرزی، چې د ملت په نامه شوې مرستې يې په لومړيو ۱۴ کلونو کې د زورواکانو تر منځ ووېشلې او ۹۹ سلنه ملت لیا هم د لوږې په کرښه ژوند کوي او عامالمنفعه ډېر لږ پروژې پلې شوې دي، بايد ځواب ووايي.
دا دي وروسته له شلو کلونو جګړې، چې د ۳ تريلينو ډالرو په لګښت تمامه کېږي، د امريکایانو د تېښتې زمينه برابره شوه. د امريکايي سولې د پروګرام وږدوالی د دې سبب شو، چې د طالبانو ځواکونو د ۲ اونيو په ترڅ کې د افغانستان ټول ولايتونه ونيسي او اوس د ارګ څنډو ته رسېدلي دي او نن یا سبا به د اشرف غني واکمني هم نسکوره شي او د طالبانو واکمني به بيا راج چلوي.
د پورته يادشويو پېښو په لړ کې دې پوښتنې ته رسېږو، چې د هېواد د پرمختګ، د خلکو د هوساينې لپاره څه وکړو. افغان ولس ډېر ځپېدلی دی، زورول شوی دی، شهيدان لري، هېواد بې وزله دی، نو د ټولنيزو پرهارونو د درمل لپاره بايد له زغم، پوهې او رحم څخه کار واخستل شي. د امنيت په برخه کې جوت ګامونه پورته شي، د قومي شخړو مخنيوی وشي او له بهرنيو ملکونو سره د تفاهم او ګډ کار روحيه پياوړې شي.
د افغانستان د هرې علمي برخې کدرونه بايد وژغورل شي، چې خدای مه کړې د شيطانتونو د لړۍ قرباني نه شي. د افغانستان هر وګړي ته د يو انسان او يو مسلمان په سترګه وکتل شي او درناوی يې وشي او انساني کرامت يې وساتل شي. يو مسلکي کدر نه د ټوپک زور لري او نه هم د جنګ په سلسلو کې ښکېل دی، ځکه نو د کدرونو په ساتنه کې بايد ډېر غوور وشي. د عاملمنفعه پروژې بايد د افغانستان په ټولو سيمو کې پلې شي او د ورانېدو مخني،ی يې وشي.
دې ورځو کې يو شمېر ليکوال په دې هڅه کې دي، چې د اسلام پوهنې په رڼا کې يو شمېر ټولنيزې پېښې راوسپړي، چې ګواکې طالبانو ته د اسلام په برخه لارښوونې وکړي، خو موضوعګانې يې دېرې سطحي او له اخلاقي اړخه ضعيفې دي. ښه به دا وي، چې دغه ښاغلي ليکوالان د افغان ملت د هويت په جوړولو کې خپلې هڅې پياوړې کړي. د ملت جوړونې او هويت يوه برخه ژبه ده، چې پښتو هم د دري تر څنګ د افغانستان ژبه ګڼل کېږي، ځکه نو بايد هڅه وشي، چې پښتو ژبه په یو معیار وليکل شي او هغه پښتانه چې د ژبې صلاحيتونه خپل ګڼي بايد د لوېديزې، منځنې او ختېزې لهجو تر منځ د پياوړي کېدو رښکۍ وغزوي، ځکه د پښتون قوم اتحاد د افغانستان د ټولو قومونو د هوساينې پيلامه ده.