دطالبانو دخارق العاده بریا په فضاء کې دښمن قوتونه تبلیغات کوي چه باید یو بیطرف مؤقت حکومت جوړ سې او مشري یې باید عبد الله عبد الله وکړي. داسې خبري ویرونکې دي.

تاریخ ښیې چې مسلمانانو حکومتې بدلونونه راوستي او بیا ئې سیاسي قدرت نورو ته سپارلی او یا ځینې چور سوی دي. ځینې وخت بیا مسلمانان داسلام دښمنه قوتو له قهره ویریدلې دي او دهغې ویرې له خاطره ئې داسلامي نظام په راوستلو کې سستې کړي ده چه په آخره کې هغه ددوی دمطلقي ناکامې سبب سوي ده. ددې مثال دمصر او تونس مسلمان قوتونه وؤ چه دخپلې سستې له کبله په تیر لنډ کلونو کې راوپورزیدل سول. داروپا پخوانۍ مستعمراتې لا تراوسه دنیم استعمار او نیمې آزادۍ څخه په ازار کې دې.

مونږ به دامریکا او دهغو ملګرو ماتي ومنو مګر افغانستان دهغوی له قهر څخه لا خلاص ندی. 

طالبان په افراطیتوب او مستبدې، جنګطلبې او نورو پلمو باندې متهموي. هغوی ته دانزوا او تجرید ګواښونه کوي. هغوی ته دکومکونو دبندولو اخطاورونه ورکوي. 

داخلي او خارجي مزدوران ئې په کار اچولي چې طالبان په هره لیاره چه وي بدنامه کړي. ددی مثالونه به دطالبانو په جامه کې دمرګ او وژنې، چور او چپاول، دتسلیمسوې اموالو غلا کول، تسلیم سوې کسانو ته ازار ورکول، او دښځو په وړاندې ناوړه چال او چلند کول وي. دا بیا په کورنې او بهرنیو نشریاتو کې تکرارول ددې سبب کیدای سې چه طالبان په خوږه ګوته ونیسې او کیدای سې دخپلو مسؤلیتونو څخه ئې خدای ناخواسته تیر کړي. 

دپورته اخطارو، او دسیسو مطلب دا ښکاری چه طالبان په یو داسې حکومت راضي کړي چې په نامه بیطرف وي خو په ریښتیا کې دحکومت په سر کې هغه خلک راسې چې دسیکیولر نظام طرفداران وي او یا دازمویل سویو بیباکانو او ملې جنایتکارانو یوه ټولۍ وي. په دې حکومت کې که طالبان وې بیا هم هغه به له صحنې څخه بهر کړي او سوکه سوکه به داسلامي نظام راوستل هیر سې.

مشترک دولت که دځینې قومونو په نمایندګي بیل کسان ولري او مشرتابه ئې طالبان تشکیل کړي بیا ښه کار دی. خو ویره دا ده چه مشرتابه او قدرت دعبدالله او یا دهغه په څیر نورو کسانو ته ورکړل سې. داسي کسان دباور وړ ندي. تیر تاریخ بیا باید تکرار نسې. داسې کسان به بیا د۱۹۹۲ په څیر یو ناورین راولي. 

امارت کوم خاص اسلامی اهمیت نلري. اسلامي نظام که په هر نامه وي هغه باید ومنل سې. طالبان باید دتیر وخت شیرینی خاطرې او یا احساسات هیر کړي او دافغانستان دساتلو په خاطر باید بې ځایه دنورو احساساتو ته داور خاشه نکیږدي. 

هیله ده طالبان داساسي قانون داصلاح ځایونه وپیژني او هغه اصلاح کړی ترڅو اسلامي نظام ته خنډ نسې. دلته باید طالبان دامیر او داهل حل والعقد په محتوی او وخت باند فکر وکړي. 

که امیر وی او یا مشر او صدر او یا بل نوم وی هغه باید ومنل سې. همدا راز داهل حل والعقد په اصطلاح اصرار ونسې. همدا کسان که دجرګې او یا پارلمان په نامه ویادول سې او هغه کسان داهل حل والعقد خاصیات ولري بیا نو دنوم بدلون بې اهمیته ښکاریږي چه باید ټینګار باندې ونسې. دا چه دا کسان باید شرعي اصولو ته تابع وي نو طالبان باید هغه دځانګړی کمیسیون له لاري مطرح کړي او داسې کمیسیون ددوی انتخاب او ټاکلو لیاره وبولي. 

بیعت هم داسلامي حکومت دراوستلو لپاره یو شرط دی؛ نو هغه باید داهل حل او عقد له شرایطو سره یوځای کړي. دا په دې مانا چه ددې کسانو ټاکل باید دمحدود وخت لپاره وي. په بله ژبه کله چه اهل حل او عقد کسان دځانګړې کمیسیون لخوا ومنل سې نو بیا به هغوۍ ته دمالوم وخت لپاره رایه او یا بیعت ورکول کیږي؛ او له داسی انتخاباتو څخه وروسته، کله چې اکثریت کوم کس ته رایه ورکړي نو هغه به دټولو خلکو لخوا بیعت ګڼل کیږي. په فقه کې داکثریت له لیاري دیوي خبرې په هکله دحل لیاره موندل منل سوي. حتی دفقهي زیاتي دیني خبري دعلماوو داکثرو رایو په خاطر راجح بلل سوي دي. 

دلته باید دافضلي طریقې په سر اختلاف رانسې. بلکه دا لیاره باید افضله وبلل سی؛ ځکه  نه تنها دا به داهلیت او کفایت دمالومولو بهتره لیاره وي چې خلکو ته دمحدود وخت لپاره قدرت وسپارل سې؛ بلکي ددې لیارې څخه به داستبداد مخه هم ونیول سې. دا دواړه دمسلمانو لپاره انفع دي او ډیرې ښیګڼې لري. 

کیدای سې زمونږ نظر ناقص وي. په دې صورت کې هیله کوو چه دهغه دتکمیل او یا اصلاح لیاره غوره سې او هیله ده دکوم جزئي نقص په خاطر بیخې له غور نه لیرې ونه غورځول سې.

وما علینا الا البلاغ المبین