تېر کال د زمري له ۲۸‌مې دوه درې ورځې وروسته مې یو پراګراف لیکنه ولوسته، لیکوال لیکلي چې امان الله خان غازي د افغانستان خپلواکي نه ده ترلاسه کړې، د سرسري مطالعې او د تاریخ او سیاسي علومو څخه د ناخبرۍ له امله ورته ځینې شکونه راپیدا شوي و. او چېلنج یې هم ورکړی و چې که څوک په دې اړه کوم دلایل لري نو روښانه دې کړي. د بحث پرمهال یې ځینې پوښتنې او شکونه په دې ډول راسره شریک کړل:
۱- د راولپینډۍ او ۱۹۰۵ تړونونو کې افغانستان خپلواک لوری ګڼل شوی دی.
۲- د خپلواکۍ مفهوم هم ورته روښانه نه و، یعنې فکر یې کاوه چې په بهرنیو چارو کې خپلواکي ارزښت نه لري او په بهرني سیاست کې د بل چا تابع کېدل، خپلواکي ته زیان نه رسوي.
۳- آیا کوم سند شته، چې برتانویانو افغانستان خپل مستعمره اعلان کړی وی؟ افغانستان د روسانو او انګریزانو ترمنځ حایل مزر و.
دې ته ورته نور شکونه یې هم درلودل، چې د کال په تېرېدو مې له ذهن څخه وتي دي.
زه سملاسي د لاندېنیو څو پوښتنو له مطرح کولو او بحث وروسته پوه شوم، چې ښاغلی د معلوماتو به خلا کې قرار لري:
۱- آیا عبدالرحمن خان انګریزانو واک ته ونه رساوه؟
۲- آیا انګریزانو له عبدالرحمن خان څه تر امان الله خان پورې د افغانستان له چارو څخه نظارت نه کاوه؟
۳- آیا له امان الله خان څخه مخکې د عبدالرحمن خان او حبیب الله خان د واکمنیو پرمهال له انګلیس پرته افغانستان له کوم مستقل هېواد سره تړون لاسلیک کړی؟
۴- انګریزانو ولې د امان الله خان واک ته له رسېدو سره سم جګړه پېل کړه؟
۵- آیا له امان الله خان پخوا کوم مستقل هېواد افغانستان په رسمیت پېژانده؟
څو ورځې مخکې د استقلال میاشت په رارسېدو ښاغلی لیکوال ذهن ته راغی، سره له دې چې په دې اړه بحث د وخت ضایع بولم، ځکه د امان الله خان خپلواکي لکه لمر روښانه ده، خو زما څو همکاران هم په دې اړه د اندېښنو ښکار شوي و، نو ځکه مې وغوښتل د ده او نورو ځوانانو ذهنونه د امان الله خان د خپلواکۍ په اړه روښانه کړم.
که څه هم امان الله خان په سیاست له حده ډېرې نیوکې لرم، ولې دا یې حق دی، چې د خپلواکۍ اتل یې وبولو.
غواړم دغه موضوع له حقوقي، سیاسي او تاریخي پلوه روښانه کړم. یعنې لومړی لیکوال ته د خپلواکۍ جاج په حقوقي او سیاسي لحاظ او بیا د تاریخي کره اسنادو پربنسټ یې دغه ناپوهاوی لرې کړم.
حاکمیت
۱- ارزښت
حاکمیت د حکومت له خوا اعمال او پلي کېږي، د مستقل او خپلواک هېواد له اړینو متشکله عناصرو څخه ګڼل کېږي. حاکمیت درلودل، د هېوادونو نړیوال حقوقي وړتیا (اهلیت) بشپړوي، هغه څه چې تجزیه نه مني، د هېوادونو خلواکي او استقلال دی. (نړیوال عمومي حقوق، پوهاند دوکتور ودیرصافی ۴۱‌مه صفحه) حاکمیت د فرمان ورکولو د لوړ قدرت څخه عبارت دی، د حاکمیت او دولت مفهوم داسې سره بېل شوي، چې دولت پرته له حاکمیته شتون نه لري او برعکس پرته له دولت څخه حاکمیت نه مطرح کېږي. د یو نفي د بل نفي رامنځته کوي. (د اساسي حقوقو بنسټیز مسایل، ډاکتر سید ابوالفضل قاضي شریعت پناهی ۴۴‌صفحه)
۲- حاکمیت یا عالي قدرت څرګنداوی
حاکمیت یا عالي قدرت په دې معنی دی چې یو دولت باید په خپلو ټولو ملي او نړیوالو چارو کې د بل هیڅ اورګان او مرجع د کنټرول او تسلط لاندې نه وي او په خپلو ټولو ملي او نړیوالو چارو کې باید په بشپړه توګه ازاد او مستقل وي. خو د نړیوالو حقوقو له نظره حاکمیت نسبي دی، نه مطلق، ځکه که حاکمیت مطلق وي، نو نه به له نورو هېوادونو سره د برابرۍ خبره کېدای شي او نه به نړیوال حقوق بیا شتون ولري، نو حاکمیت له پوره سیاسي او حقوقي خپلواکۍ څخه په دننه او بهر په نړیوالو اړیکو د عمل ازادۍ د مطلقیت معنی نه لري، څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه، د حقوقو له نظره حاکمیت نسبي دی، نو نن ورځ هم د بشر حقوقو پرنسیپونو او د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوالو حقوقو ته په پاملرنې، په داخلي او بهر کې د دولتونو حاکمیت محدود شوی دی. دا په دې معنی نه ده چې د هېوادونو خپلواکۍ او استقلالیت ته کوم زیان رسېدلی دی، بلکې برعکس دا د احترام، د حقوقو د برابرښت، خپلواکۍ او د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا معنی لري. (نړیوال عمومي حقوق، پوهاند دوکتور ودیر صافی ۴۲ صفحه)
حاکمیت په دوه ډوله دی:
لومړی کورنی او داخلي حاکمیت: ټول هغه قدرت چې یو دولت یې پخپلو اتباعو، د خپل هېواد په اوسېدونکو خارجیانو او به بحرونو کې په خپل قلمرو لري، داخلي حاکمیت بلل کېږي.
دویم: یو هېواد د نړیوالو چارو په اړه هم په مستقیمه توګه وکولای شي، چې له هېوادنو سره معاهدې او نړیوال قراردادونه لاسلیک کړي، په مستقله توګه د ډیپلوماتیکو اړیکو رامنځته کول، د جنګ او متارکې اعلان، د سیاسي او قونسلي مامورینو ګومارنې او د نورو هېوادونو استازو منل او داسې نورې کړنې، خپلو ملي ګټو ته په کتو، په ازادانه ډول ترسره کولو ته بهرنی حاکمیت ویل کېږي. یانې اړینه ده چې یو دولت له هېواده دباندې هم د بل دولت یا قدرت پورې یا تحت الحمایه نه وي. (حقوقو اساسي عمومی، عبدالوحید نیاز ۱۰۴‌مه صفحه) هغه دولتونه چې حاکمیت یې په نړیوالو چارو کې په بل هېواد پورې تړلی وي او یا د بل هېواد په ګټه وي، نو له همدې امله دغسې هېوادونو ته خپلواک دولتونه نه ویل کېږي. د نړیوالو حقوقو په خپلواکو شخصیتونو کې نه حسابېږي او نړیوالۍ حقوقي معاملې نه شي ترسره کولای. (نړیوال عمومي حقوق، پوهاند دوکتور ودیر صافی ۴۵ صفحه). Gettle نومې یو حقوقپوه د بهرني حاکمیت پر ځای د خپلواکۍ اصطلاح کارولې ده، له دې خپلواکۍ څخه یې موخه د دولت د عمل او ارادې ازادي ده، چې په بهرنیو اړیکو کې نورو دولتونو سره اړیکو ته داخلېږي. (اساسي حقوق او نړیوالې مؤسسې، پروفیسور ډاکتر طاهر هاشمي ۲۰۴‌مه صحفه)
۳- د حکومتونو وېش د استقلالیت له نظره
۱- مستقل حکومتونه: هغه حکومتونو ته ویل کېږي چې د نړیوالو اړیکو او داخلي چارو له پلوه د بل حکومت یا دولت اطاعت نه کوي او کولای شي، چې په ازادانه توګه درې ګونې قواوې په خپله خاوره کې خپلې چارې ترسره کړي.
۲- ناقص الاستقلاله حکومتونه: هغه کمزوري حکومتونو ته ویل کېږي، چې د یوې معاهدې یا پرته له معاهدې څخه د یو بل قوي حکومت اطاعت کوي. ناقص الاستقلاله حکومتونه به دوه ډولو وېشل کېږي.
اول: خراج ورکوونکي حکومتونه: د دغه نوعه حکومتونو جوړښت، په مختلفو دورو کې مختلف ډولونه درلودل، ولې اصولاً خراج ورکوونکي حکومتونه د نړیوال حقوقي شخصیت څخه محروم وي او د هغې خاوره د خراج اخیستونکي حکومت جز ګڼل کېږي.
دوهم: تحت الحمایه حکومتونه: هغه کمزوري او ناتوانه حکومتونه دي، چې د یوې معاهدې په نتیجه کې د یو قوي حکومت تحت الحمایګي مني. د تحت الحمایګۍ په ترتیب حامي حکومت په ښکاره ژمنه کوي، چې د بهرنیو په مقابل کې ورڅخه دفاع کوي، ځینې ځمکې پخپل ځان پسې تړي. (د اساسي حقوقو عمومي اصول، پوهندوی بشارت الله شینواری ۹۹‌مه صفحه)
له پورتني بحث څخه څرنګندېږي، چې هغه هېواد خپلواک ګڼل کېږي، چې په کورنیو او بهرنیو چارو کې د هیڅ بهرني هېواد په اجازې پورې تړلی نه وي. اوس به د تاریخ پاڼو کې ولټوو چې د امان الله خان واک ته رسېدو پرمهال افغانستان دغسې یو حیثیت درلود که نه؟ که هغه مهال افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې خپلواکې پرېکړې کولای شوې، د خپلو ملي ګټو لپاره یې له نورو هېوادونو سره اړیکې ټینګولای شوې نو بیا دا خبره سمه ده، چې امان الله خان خپلواکي نه ده ترلاسه کړې او که هغه مهال افغانستان په بهرنیو اړیکو کې د انګریزانو په اجازې پورې تړلی و نو بیا دغه ادعا هیڅ بنسټ نه لري، چې امان الله خان د خپلواکۍ اتل نه دی.
تاریخي واقعیتونه
۱- د ګندمک تړون
په ۱۸۷۹ز کال کې د افغانستان او انګلستان ترمنځ افغانانو لپاره له شرمه ډک یو تړون لاسلیک شوی، چې د ګندمک تړون په نامه یادېږي. دا تړون د امیر محمد یعقوب خان او د انګریزانو لوی قوماندان جمبرلین او د دوی سیاسي استازي سرلیوس کیوناری له لوري لاسلیک شوی دی. یاد تړون (۱۰) مادې درلودې، چې درېیمه او څلورمه ماده به یې زمونږ د بحث موضوع وي.
درېیمه ماده: درېیمې مادې لاندېنۍ څلور جملې درلودې:
۱- دافغانستان امیر اړ دی، چې وروسته له دې له نورو هېوادونو سره خپل معاملات له انګلستان سره د مذاکرې په اساس او د هغو په لېوالتیا ترسره کړي.
۲- د افغانستان امیر حق نه لري، چې له نورو هېوادونو سره هیڅ ډول اړیکې وساتي او د انګریز دولت له مشورې پرته له کول بل هېواد سره د جګړې اعلان وکړي.
۳- د دې شرط په مقابل کې د برتانیې دولت حاضر دی، نوموړی امیر د پردیو د تېریو په مقابل کې د پېسو، وسلو او عسکرو په وسیله، په هر ډول چې د برتانیا دولت وغواړي حمایه کړي او هر وخت چې یې مناسب وبولي، مرسته به یې وکړي.
۴- که د برتانیې عسکر د کوم ضرورت په وخت کې د امنیت برقرارۍ او د خارجي تېریو د دفاع لپاره د افغانستان خاورې ته داخلېږي، د سولې او امنیت له برقرارۍ وروسته به فوراً هېواد ته بېرته ستنېږي.
د ګندمک معاهدې د درېمې مادې له اولې او دویمې جملې څخه څرګندېږي، چې د بهرني سیاست په چارو کې افغانستان خپل معاملاتي اهلیت د درېیمګړو هېوادونو سره د انګلستان په ګټه کاملاً له لاسه ورکړی و. د همدې مادې پر اساس افغانستان خپله سیاسي خپلواکي یا حاکمیت چې مخکې مو ورڅخه یادونه وکړه، له لاسه ورکړه، افغانستان د یو پورټکټوراټ (تر ساتنې لاندې) دولت په توګه نه شوای کولای، چې د هیڅ کوم بهرني هېواد سره اړیکې وساتي. د دویمې جملې سره سم افغانستان حتی نه شو کولای، د انګلستان له اجازې پرته د خپلې خاروې د دفاع لپاره وسله پورته کړي. (درېیمه ماده لا اوږد حقوقي بحث ته اړتیا لري، چې د لیکنې د اوږدېدو له امله ترې ډډه کوو.)
څلورمه ماده: د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو مناسبات لا ټینګ شي او د افغانستان پولې د پردیو له تېریو وژغورل شي، د انګریز دولت لازم ګڼي، چې خپل دایمي استازی افغانستان ته واستوي. دغه استازی به د خپلې رتبې مطابق، یو ټولګی عسکر هم له ځانه سره ولري او هم د برتانیې دولت حق لري، چې د اړتیا پرمهال خپل ځانګړي استازي د افغانستان پولو ته واستوي. د افغانستان امیر حق لري، چې خپل استازی د هند ویسرای دربار یا نورو هندي مقاماتو ته واستوي. (د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، اکاډمېسن محمد ابراهیم عطایي ۱۲۵‌ صفحه)
په دې کې هیڅ شک او شبهه نشته، چې دغو دواړو استازو مساوي واکونه نه درلودل، په کابل کې د انګریز استازي د افغاني پولو د ساتلو او څارنې دنده پر غاړه درلوده، په کابل کې یې ټول سیاسي واکونه درلودل او د ګندمک تړون پلي کېدا یې څارله، خو افغاني استازي بیا دغسې واکونه نه درلودل.
همدا راز د همدې مادې په اساس د برتانیې دولت حق لري، چې د ضرورت په وخت کې خپل ځانګړي استازي د افغانستان پولو ته واستوي. لیکونکي په دې باور دي، چې دا انګلستان ته د لاسوهنې یو امتیاز و، چې د افغانستان له خوا ورکړل شوی و، په داسې حال کې دا د افغانستان داخلي واکونو له جملې څخه و. (د افغانستان د بهرنیو اړیکو تاریخ، سلطان شاه صفاري، ۱۱۶‌مه صفحه)
۲- د امیر عبدالرحمن خان واک ته رسېدل
امیر عبدالرحمن خان پخپله لیکي، چې کله یې له روسیې څخه د افغانستان په لوري حرکت وکړ، په لاره کې یې له انګلستان دولت سره ځینې لیکونه تبادله شول. امیر د خپل لیک ځواب په (۱۲۹۷) کال د رجب په میاشت کې د برتانیې دولت استازي ګرېفن له لوري په لاندېني متن ترلاسه کړی، چې لنډیز یې په دې ډول دی: (لومړی په دې اړه چې د کابل حکمران به له بهرنیو هېوادونو سره څه ډول اړیکې لري؟ انګلیسي دولت اجازه نه ورکوي، چې بهرني هېوادونه دې په افغانستان کې د لاسوهنې حق ولري، څرګنده ده چې د کابل حکمران له انګلیسي دولت پرته، له هیڅ بهرني هېواد سره د سیاسي اړیکو ټینګولو حق نه لري...
د افغانستان د پولو په اړه کومې خبرې چې له امیر محمد یعقوب خان سره شوي دي، د انګلیس دولت په دې اړه تاسو سره هیڅ نوعه خبرو ته چمتو نه دی...)
امیر وایي له یوې اونۍ وروسته مې ورته لنډ ځواب ولیکه، خو له افغانستان څخه مې د کندهار بېلول ونه منل. (یانې نور موارد یې منلي دي.) (تاج التواریخ، لومړی او دویم ټوک، نهم څپرکی ۱۶۳‌مه صفحه او لیکلی سند ۱۶۵‌صفحه، لیکوال امیر عبدالرحمن خان ،ژباړن: عبدالقیوم زاهد مشواڼی،)
بل ځای لیکي: (عثماني دولت او ایران له پخوا هڅه کوله، چې په خپلو کې سره کلک ملګري شي، خو څرنګه چې افغانستان له انګلیس دولت سره تړون کړی دی، چې د نوموړي دولت له خبرتیا او خوښۍ پرته به له هیڅ بهرني هېواد سره سیاسي خبرې اترې نه کوي، نو نه شي کولای چې د عثماني دولت او ایران سره خبرې اترې وکړي، که څه هم افغانستان د عثماني دولت او ایران موخې خپلې موخې ګڼي. (تاج التواریخ، لومړی او دویم ټوک، نهم څپرکی ۴۴۹‌مه ۱۶۵‌صفحه، لیکوال امیر عبدالرحمن خان ،ژباړن: عبدالقیوم زاهد مشواڼی،)
د افغانستان پر معاصر تاریخ یو لنډه کتنه نومې کتاب لیکوال د امیر عبدالرحمن خان واک ته رسېدو په اړه لیکي: (عبدالرحمن خان د ۱۸۸۰ز کال د جولای په دوه ویشتمه د افغانستان تحت ترلاسه کړ، خو انګریز هغه مهال د قدرت ترلاسه کولو اجازه ورکړه، چې په ده یې د ګندمک معاهده ومنله. له دې سره دا ژمنې هم ترې واخیستل شوې، چې له دې وروسته به د انګریز په لاس او قبضه کې وي. امیر عبدالرحمن خان صادقانه ومنله چې له انګریز پرته به له هیچا سره اړیکې نه ساتي. ده د انګریز د خوشحالۍ او هغوی ته د خپل رښتینولۍ ښودلو لپاره په مختلفو پلمو او طریقو هغه مبارزان لمنځه یوړل، چې له انګریزانو سره جنګېدلي و. لکه جنرال محمد جان خان وردګ، میربچه خان، دورېش خان بابا قشقار، ملا مشک عالم، نایب سالار محمد شاه خان غلجایي او نور. (یاد کتاب ۱۳۲‌مه صفحه)
همدا راز حبیب الله رفیع لیکي: انګریزانو په ۱۸۸۰ز کال کې یو ځل بیا ماتې وخوړه، بیا یې د تحت الحمایګۍ حربې او پردې ته لاس وغځاوه. امیر عبدالرحمن خان ورسره داسې هوکړه وکړه، چې افغانستان به په کورنیو چارو کې بشپړه خپلواکي او په بهرنۍ کچه به د انګریزانو له لارې د نړۍ سره راشه درشه کوي. (د افغانستان لنډکی تاریخ، حبیب الله رفیع، ۴۷ صفحه)
دا خو ثابته شوه، چې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پرمهال د نا‌استقلاله حکومتونو دویم ډول تحت الحمایه حکومت بڼه درلوده، او بهرنی حاکمیت یې نه درلود.
۴- د امیر حبیب الله خان تړونونه
اول: د ۱۹۰۵ تړون
په دې تړون کې امیر حبیب الله خان له انګریزانو سره په کورنیو او بهرنیو چارو کې د خپل پلار امیر عبدالرحمن خان ژمنې او تړونونه تایید او منلي دي. د تړون د متن لنډیز په دې ډول دی:
(بسم الله الرحمن الرحیم اعلیحضرت سراج المللة والدین امیر حبیب الله خان د افغانستان د مملکت او د هغه د توابعو مستقل پاچا له یوې خوا....
امیر حبیب الله په دې وسیله مني، چې د ژمنلیک په جزوي او کلي مسایلو او کورنیو او بهرنیو چارو کې چې امیر عبدالرحمن خان له انګریز دولت سره منعقد کړي دي، زه هم هغه ټول منم، عمل پرې کوم او مخالفت به ورڅخه نه کوم.) (د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، اکاډمېسن محمد ابراهیم عطایي ۱۴۷‌ صفحه) که څه هم دلته افغانستان خپلواک لوري په توګه یاد شوی دی، خو د تړون متن په اساس هماغه د نا‌استقلاله حکومتونو دویم ډول تحت الحمایه حکومت منلو ژمنه ترې اخیستل شوې ده. دلته یې مستقلوالی کورنیو چارو لپاره کارول شوی، نه د بشپړ خپلواک هېواد په توګه.
دویم: د ۱۹۰۷ز کال د روسیې او انګریزانو په ګډون تړون
د عبدالرحمن خان ژمنو باندې ټینګار راغلی او افغانستان انګلستان نفوذ ته پرېښودل شوی. (د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، اکاډمېسن محمد ابراهیم عطایي ۱۵۰‌ صفحه)
۵- د امان الله خان واکمنۍ ته رسېدل
واک ته له رسېدو سره سم یعنې د پلار د مړینې په اوومه ورځ په لومړۍ وینا کې ژمنه وکړه، چې افغانستان به د نړۍ نورو هېوادونو په څېر په کورنیو او بهرنیو چارو کې خپلواک وي. (افغانستان در مسیر تاریخ ۷۵۲ صفحه)
۳/۳/۱۹۱۹ کې د برتانوي هند د ویسرای لارد چلمسفورد په نامه لیک ولېږه، چې وروستۍ جملې یې داسې وې: نه باید له هغه ملګري څخه پټه وي، چې د افغانستان مستقل او ازاد حکومت ځان تیار بولي.... په ځینې تاریخي کتابونو کې داسې متن راغلی دی: ... دا خبره باید زیاته کړم، چې خپلواک او مستقل افغانستان هره ګړۍ او موسم کې چمتو دی، چې د دوستۍ د ټولو قاعدو په پام کې نیولو سره هر ډول د دوستۍ او تجارتي تړون او قرارداد او نور چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي، د مساوي او برابرو حقوقو له ساتلو سره د انګلستان له عالیه حکومت سره لاسلیک کړي. همدې جملو انګریزان اندېښمن کړل.
په ۱۳/۳/۱۹۱۹ نېټه امان الله خان په دربار کې اعلان وکړ: زه ځان او خپل هېواد د کورنیو او بهرنیو چارو له اړخه کاملاً ازاد او خپلواک اعلانوم، تر دې وروسته به زما هېواد لکه د نړۍ نور هېوادونه او قدرتونه ازاد وي. هیڅ بهرني قدرت ته به اجازه ور نه کړم، چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، که دغسې وکړي، سر به یې په توره غوڅ کړم (لوڅه توره یې پورته کړه) بیا یې د انګریز استازي ته اشاره وکړه او وې ویل: ته پوه شوې؟
همداراز راځي چې د انګلستان استازي باندې یې ټینګار وکړ، چې دا خبر خپل حکومت ته ورسوي. (افغانستان در پنج قرن اخیر، میر محمد صدیق فرهنګ، ناشر انجینر احسان الله مایار، ۳۳۶‌مه صفحه)
بخارا او ایران ته یې سفیران مقرر کړل او شوروي اتحاد سره یې اړیکې ونیولې. ۱۹۱۹ د مۍ په میاشت کې یې د جهاد اعلان وکړ. په شرق، کندهار او پکتیا محاذونو کې یې له انګریزانو سره نښتې وکړې. محمدنادر خان د اپریل په ۲۴‌مه په ګردېز کې اعلان وکړ، چې افغانستان د خپلواکۍ اخیستلو مبارزه یې پېل کړې ده.
د راولپینډۍ معاهدې څخه وروسته د محمود طرزي به مشرۍ له انګریزانو سره څو وارې خبرې وشوې، چې د افغاني لوري لویې غوښتنې پر برتانیه د خپلواکۍ منل او اعلانول و، انګریزانو د خپلواکۍ له اعلانولو سره مخالفت ښوده.
په ۲۸/۲/۱۹۲۱ نېټه یې له روسیې سره د دوستۍ تړون لاسلیک کړ. انګریزانو بیا په خپلو شرایطو دا هم ور زیات کړل، چې له دوی سره له دوستۍ وروسته به له روسیې سره تړون باطلوي، چې افغاني ډیپلوماتانو ورپورې وخندل.
په ۱۹۱۹ز کال د انګلستان نائب السطنه جلسفورد ته لیک واستوه او د (۱۹۰۵) مه نېټه هوکړه لیک د تجدید غوښتنه یې وکړه او د انګلیس ځواب ته منتظر نه شو او عملاً یې خپل خارجي سیاسی پيل کړ له روسیې سره یې اړیکې ټینګې کړې.(افغانستان در مسیر تاریخ لومړی جلد ۷۵۷صفحه) (افغانستان در پنج قرن اخیر، ۳۳۶صفحه)
په ۲۲/۱۱/۱۹۲۱ نېټه په ۱۴ مادو کې تړون لاسلیک شو، یانې افغانستان دوه لویو قدرتونو (شوروي او انګریزانو) په رسمیت وپېژانده. (افغانستان در مسیر تاریخ ۷۸۳ صفحه)
سید محمد باقر مصباح زاده چې له امان الله خان سره په فکري لحاظ چندان جوړ هم نه دی، د خپلواکۍ جګړې په اړه لیکي: په ۱۹۱۹ز کال کې د امان الله خان په لارښوونه د استقلال (د افغان او انګلیس درېیمه جګړه) پیل شو. د همدې کال د اګست په ۱۸‌مه نېټه برتانیې دولت مذاکرې ته حاضر، چې له امله یې افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده. (تاریخ سیاسي مختصر افغانستان، سید محمد باقر مصباح زاده، ۹۵ صفحه)
استاد حبیب الله رفیع لیکي: ځوان او روڼ اندي شهزاده امان الله خان د خپل هېواد بشپړه خپلواکي اعلان کړه او انګریزانو ته یې خبر ورکړ، چې افغانستان نور خپلواک دی او د انګریزانو د غلامۍ ژغ یې له غاړې څخه ایستلی دی. انګریزانو له دې اعلان سره سم د افغانستان پولو ته نظامي سوقیات پیل کړل او په درېیو محاذونو کې جنګ پیل شو. امان الله خان د جګړې او ازادۍ اعلان ترڅنګ سیاسي اقدام هم وکړ او د افغانستان د ازادۍ خبر رسولو لپاره یې یو سیاسي هئیت د نړۍ ازادو هېوادونو ته واستاوه. د روسیې کمونستي رژیم سره یې د متقابلې رسمیت پېژندنې اعلان وکړ. د جګړې په ډګر کې یې انګریزانو ته ماتې ورکړه او هغوی هم مجبور شول، چې افغانستان په رسمیت وپېژني. (د افغانستان لنډکی تاریخ، حبیب الله رفیع، ۴۹‌مه صفحه)
افغانستان در پنج قرن اخیر کتاب لیکوال د امان الله خان ازادي اخیستلو ته د (استقلال تام کشور) نوم ورکړی دی. له تام څخه موخه کورنۍ او بهرنۍ خپلواکي ده.
بل ځای لیکی: (اما طرف افغانی که معلوم میشد، هدایات صریح و روشن یاخود داشت از اغاز کاربرد و نکته بطور خاص اصرار ورزید: نخست، تصدیق استقلال کامل افغانستان از جمله ازادی مناسبات با کشور‌های خارجی دوم، تعدیل خط دیورند به نحوی که سرحد ازاد کلا و منطقه وزیرستان خصوصاً به افغانستان سپرده شود.) (افغانستان در پنج قرن اخیر، ۳۴۰‌صفحه)
بل ځای لیکي: (عجب این نیست که حکومت افغانستان این شرایط را که بشکل غیر مستقیم به مغلوب شدن آن در جنګ دلالت میکرد، پذیرفت ام عجب آنست ،که باوصف این پذیرش موفق شد، تا متارکه رابه مردم خود و تاحدی بمردم جهان به منزله پیروزی ارایه نموده و در پایان کار منظور اصلی خود راکه استقلال تام افغانستان بود از سیاست مداران کهنه کار انګلیس انتزاع کند.) پورتنی ماخذ، ۳۳۹‌مه ماده
همدازار ګڼو برتانوي، اروپایي او نورو سیاستپوهانو او تاریخ‌لیکوونکو هم تایید کړې، چې امان الله خان له برتانویانو خپلواکي اخیستې ده. د بېلګې په ډول د (Stephen tanner) په خپل کتاب (Afghanistan a military history from Alexander the great to the fall of the Taliban له سکندر څخه د طالبانو تر زواله د افغانستان پوځي تاریخ) کې لیکي:
(In May 1919, Amanullah launched a jihad, now known as the third Anglo- War…
Within a month, both sides realized there was a little to be gained by the war, and Amanullah agreed to meet Lord Chelmsford in Rawalpindi. There Amanullah was stripped of his financial subsidy, refused the right of arms shipments from India, but he won from the weary British a basic right which Afghanistan had previously been denied. Attached to the treaty was a letter declaring Afghanistan “free and independent in its internal and external affairs.” Britain relinquished control of Afghan foreign policy. Because of this treaty, 1919 is generally regarded as the year of birth of the modern Afghan nation.)
ژباړه: د ۱۹۱۹ز کال د مئ میاشت کې امان الله خان جهاد پیل کړ، چې اوسمهال له انګلیس سره د درېیمې جګړې په نامه یادېږي...
د یوې میاشتې په اوږدو کې د دواړه لوري دې ته متوجه شول، چې له جګړې ډېر څه په لاس نه ورځي، نو امان الله خان دې ته تیار شو، چې له لارد چلسمفورد سره په راولپینډۍ کې لیدنه وکړي. امان الله خان مالي ملاتړ له لاسه ورکړ، له هند څخه د وسلو لېږل، منع شول، خو هغه له ستړۍ برتانیه څخه خپل بنسټیز حق، چې پخوا یې ترې انکار کړی و، ترلاسه کړ. له معاهدې سره مل په یو لیک کې د افغانستان کورنۍ او بهرنۍ خپلواکي ومنل شوه. برتانیې د افغانستان بهرنۍ سیاسي پالیسۍ څارل پرېښودل، په دې معاهدې سره په ۱۹۱۹ کې د افغان ملت د نوې زوکړې کال ګڼل کېږي.
تنیجه
یو هېواد هغه مهال خپلواک ګڼل کېږي، چې په کورنیو او بهرنیو چارو کې خپلواک او د بل هېواد تابع نه وي. هغه هېواد چې بهرنۍ چارې یې د بل چا له لوري څارل او کنټرولېږي، خپلواک نه ګڼل کېږي.
د ګندمک په تړون کې منل شوې وه، چې د افغانستان بهرنۍ چارې به د انګلیس دولت له لوري او په خوښه ترسره کېږي. څرنګه چې پورته په حوالو سره یادونه وشوه، امیر عبدالرحمن خان هم د یاد تړون موارد منلي و. امیر حبیب الله خان په ۱۹۰۵‌ او ۱۹۰۷ کلونو تړونو کې ټول هغه ژمنې او تړونونه چې امیر عبدالرحمن خان له انګریز سره لاسلیک کړې یا منلې و، ومنل. یانې د ګندمک تړون موارد او د امیر عبدالرحمن خان ژمنې چې د افغانستان بهرنۍ پالیسۍ به د انګلیس له لارښوونې سره سم ترسره کېږي، امیر حبیب الله خان هم منلي و. لومړی کس غازي امان الله خان و چې پورته یاد شوي ټولې ژمنې او تړونونه یې مات کړل او د بشپړې خپلواکۍ اعلان یې وکړ، له نورو هېوادونو سره یې اړیکې ټینګې کړې. سیاسي استازي یې تبادله کړل او لومړی ځل و چې افغانستان د نړۍ لویو قدرتونو په رسمیت وپېژانده.
نو له تاسو ښاغلو څخه هیله کوم، چې د بشپړو معلوماتو په نه درلودلو سره هیڅکله هم لویې دعوې مه کوئ. خپل ملي شخصیتونه مه ننګوئ، د یوې موضوع په اړه د پوره او کره څېړنې پرته، په یوې مقالې یا کتاب په لوستلو په پخوانیو تاریخي شخصیتونو او پېښو باندې قضاوت مه کوئ.
ما دلته له هغه تاریخي کتاب یعنې افغانستان در پنج قرن اخیر کتاب څخه ځکه حوالې ورکړې، چې د دې دعوې کوونکي چې امان الله خان خپلواکي نه ده ترلاسه کړې، د همدې کتاب یوه نیمه پاڼه اړولې وه او بشپړ کتاب یې نه و لوستی.
د علمي او خپلواک افغانستان په هیله!