بیا یو لوی پښتون د قام په تړ، ترور شو
د دښمن توطیه کې سرو وینو کې سور شو
غږ د مړینې يي توپان دی زلزله ده
لرو بر افغان يي ټول په مړینه بور شو
که پلمه د مرګ يي هر څوک بله شمېري
شهادت يي په ریښتیا سره منظور شو
که پنجاب ځان بې پرې بولي قضیه کې
پښتون بیا ځلې دعوې لره مجبور شو
هر یو کاڼی چې پښتون پر کور وریږي
د ویشتون امر يي پنجاب په لاس صدور شو
په پنجاب کې به نن جشن خوشالي وي
چې یو غږ د لروبر، له مخې دور شو
د حسین منصور حلاج پخوا یو نوم وو
اوس عثمان کاکړ زموږ د وخت منصور شو
نن به کوم کور د پښتون په ژړا نه وي
چې یو مشر يي جلا، تل له حضور شو
که کاکړ يي له منځ یووړ، لار يي هست ده
مرګ يي قوم لره یو ویاړ شو یو غرور شو
پښتونخوا کې به يي تشه ابدي وي
خوا، بغل پرې سخت کمزوری د منظور شو(۱)
چې پنجاب له خپل وحشته په شا نه ځي
د پښتون پاڅون اوس خامخا ضرور شو
یادونه:
(۱ ) د PTM مشر منظور احمد پښتین ته اشاره ده
د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۱ مه
سرلوڅ مرادزی