ګرځي دي کوڅو کې اوس تر څنګ غاړه په غاړه
تور کړل خپل مخونه عبدالله او کرزي دواړه
لوبه د توطیو او دسیسو تر انجام نه رسي
لږ قدرې ابرو که وه توطیو کې ترینه لاړه
مړه شول امیدونه ارزوګانې په ګور خښې شوې
بخت مو راکوټه شو د تقدیر خونه ویجاړه
لاړو د غني پلان، کرزي او عبدالله شنډ کړ
پاتې له اوبه شوه دښته بیا مو شاړه واړه
ما خو په وارونو خپله غاړه خلاصه کړې ده
ولسه چې ډاکوانو پسې تلې اوس ژاړه ژاړه
پېښې د ځنځير غوندې یو بل سره تړلې دي
تل د حوادثو ترمنځ ټینګه ده ریښتاړه
ما وی پنجشیریانو ته له غرو سمې ته کیوځۍ
ګرانه ده هر وخت پر هندوکش د غره ختاړه (۱)
ځي په ګړنګونو څوک په دود چې د ړندو درومي
غورځي پښې پر سر به جیګو غرو له سخته ناړه
ښه ده اوس کرزی ته، که ځان خپله چیری ځوړند کړي
وایم عبدالله ته، ته هم مرګ له خدایه غواړه
یادونه:
(۱ ) ختاړه: زینه، د ختلو لار (ختل + اړه)، اړه پښتو ژبه کې یو روستاړی دی چې ځیني ویینو(لغتونو) سره یوځای کیږي او نوي ویینونه جوړوي، لکه بوساړه(بوس+اړه)، بوتاړه یا بوتاړ، مجسمه (بوت+اړه)، لتاړ(لت + اړ)، پایمال او نور
د ۲۰۲۱ کال د سیپټمبر ۹ مه
سرلوڅ مرادزی
شعرونه