نن مې د ملګرو ملتونو هغه را پور ولوست، چې په افغانستان کې یې د فقر د زیاتېدو په اړه خبر داری ور کړی وو او ویلي یې و چې که د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت په همدې شکل داوم کړي، تر ۲۰۲۲م کال پورې به ۹۷سلنه خلک له فقر سره مخ شي، چې دا خپله یوه انساني فاجعه منځ ته راوړي. اوس که خدای مه کړه داسې اقتصادي فاجعه راتلونکي وي؛ د هغې مسول به څوک وي او ملت او خدای ته به څوک ځواب ویونکي وي؟ آیا یوازې طالب د دې فاجعې مسول دی که نه غني هم ور سره شریک دی؟
غني چې کله هېواد پرېښود، د ده سر ته خطر متوجه وو او دا باید ومنو، جنګ یې چې ونه کړ، هغه د ده خبره انساني فاجعه په رښتیا سره راتله، ښه بېلګه یې د ناامنو ولایاتو نه هغه بې ځایه شوې کورنۍ دي، کنه د امنیتي ځواکنو په مېړانه هېچا هم شک نه درلود، مثال یې هلمند ولایت یادولای شو ،چې طالبانو هر څومره کوښښ وکړ، هغه یې له افغان امنيتي ځواکونو ونه شوای نیولای.بالاخره چې خبره د معاملې شوه ‎، ټول ولایتونه یې په څور ورځو کې ونیول. اوس بحث په دې نه کوم چې هغه کومه معامله وه، چې ټول افغانستان یې پرته له جنګ نه ونیو.
راځو د دې بحراني حالت مسول ته، لومړی خو طالب د دې هر څه مسول دی، که خدای مه کړه په افغانانو هره بده ورځ راځي، مسول یې طالب دی، ځکه چې طالب هغه جمهوریت ړنګ کړ، چې کم و زیات یو مېلیون یوازې دولتي مامورینو په کې کار کاوه او حلال معاش یې ترې اخیست، په لکونو نور داسې کسان وو، چې په خارجي موسساتو، داخلي شرکتونو کې په کار بار مصروف و او خپلو اولادونو ته یې یوه نمړۍ حلاله روزي ګټله، پاتې نور یې په شخصي وړو او غټو کارونو بوخت وو، ځینو یې شاقه کارونه کول، لنډه دا چې یوه کراچي وان هم کولای شوای چې د ورځې تر پېنځه سوه افغانیو کار وکړي او کور پرې وچلوي؛ خو د طالبانو په راتګ همدا اوس هغه ټول که په ټپه نه وي ولاړ، ۹۵ سلنه خو یې درېدلي دي.
دویم، غني هم دلته ګرم دی، که څه هم چې ده ډېره غټه قرباني ورکړه، د درې لکه اردو، پولیس او امنیت سره سره یې پرته له جنګ او خون رېزۍ یې هېواد طالب ته تسلیم کړ، د ده هغه قرباني به ملت هېره نه کړي او په تاریخ کې به یې نوم په زرینو کرښو ولیکل شي. ان شاءالله ؛ خو د هغې سره سره بیا هم که خدای مه کړه، فقر او بې چاره ګي اوج ته رسېږي او انساني فاجعه را منځ ته کېږي، غني ور سره شریک دی، ځکه چې ده ( محمداشرف غني بابا ) باید لومړی استعفی ورکړې وای او بیا تللی وای، وروسته له هغې که هر بده پېښه کېدای بیا به یې غني مسول نه وو، هغه وخت به بیا وجدان، ملت او الله پاک ته ملامت نه وو. په هر حال اوس څه کول په کار دي، چې د راتلونکي بحراني حالت څخه هېواد وژغورو. اوس هر سړی طالب ته ګوته نیسي، او مسول یې هم دی، دی. طالبان د فعلآ لپاره باید له اروپايي ټولنې سره اړیکې ونیسي، د انساني همدردۍ له مخې دې همکاري ترې وغواړي. دویم د سیمې له هېوادونو په ځانکړې توګه له اسلامي هېوادونو، که څه هم چې موږ خو همدغو اسلامي هېوادو تباه کړي یو؛ خو چې مجبور شوې هندو ته به هم ماما وایې، له ټولې نړۍ دې د انساني همدردۍ له مخې مرستې وغواړي، نه داسې کومکونه لکه دولتونو ته چې ورکول کېږي. په دې شکل طالبان کولای شي چې تر یو حده دا بحراني حالت را کنترول کړي، کنه ډېر ډارن خلک به یې پر وړاندې پورته شي، ځکه چې بې وزلي، لوږه، هغه هم د اولاد، سړی هر کار ته مجبوروي. او کله چې د فعلآ لپاره وضعیت را کنترول شو، بیا غني ته هم لازمه ده چې خپل هېواد ته راشي، ښه په قدر او عزت کې استعفی ور کړي، چې ان شاءالله له برکته به یې لومړی هغه کنګل شوې پیسې چې په نړیوالو بانکونو کې دي، افغانانو ته ور کړل شي او ډېری هېوادونه به امارت په رسمیت وپېژني وروسته له هغې مو که له نړیوالو سره ښې اړیکې جوړې کړې، مادي او معنوي مرستې یې ترلاسه کولای شو، کنه وضعیت مو ښه مدیریت نه کړ، یو بل به داسې سره وخورو لکه د ګور چینجي.
وسلام