شعرونه
ګلبدین ته
د وینځو وینځه، له تورو توره څه دې لېدلي، پنجاب له شکوره په ډيورند کرښه، پاس کې پنجاب ته غچ دې ټول واخیست، له خپله وروره +++ نوم دې پنجاب کې، که حکمتیاردی وطن کې نوم دې، بیا راکټیار دی هرڅه دې خرڅ کړل، په پنجابیانو لقب دې ځکه، کباړ لوټمار دی +++ خلک اګا دي، چې تیزاب پاش يی په کور دننه، یو لوی بدماش يي حرفه دې جنګ دی، وژل تروړل دي د شرمښانو، پړانګ له قماش يی +++ د خره سپرلۍ نه، راځه راکوز شه اورمېږ دې مات شه، مات دې اوربوز شه ح
د جنایتونو عشر!
که د نړۍ سيندونه او سمندرونه د ليکلو رنګ شي؛ د دنيا ځنګلونه، ونې او بوټې قلمونه شي؛ د بشريت تېر شوي او اوسني نسلونه کاتبان شي او زمونږ په وطن ( افغانستان ) کې د مجاهد او طالب په لاس ترسره شوي جنايتونه وليکي بيا به هم دا ليست نيمګړی وي او د جنايتونو عشر به هم نه وي بيان شوی! سوات- سمبټ چم د ۱۳۷۳ کال د لړم ۱۵ «د بلې سیاري خلک» سرلوڅ مرادزی
اصیل باتور او ماهر مزدور
سوړجنګ ختم شوی لا نه دی جنجال یې سلسله لری غرنی هېواد زموږ کله سېلاب کله زلزله لری انسان اوانسایت دواړه باتور اومزدور ګرځېدلی له ډېر جنګ داستخدام شووجګړه ماروڅخه ګیله لری له صدر ریګن تر دونالد ترمپ یوڅلوېشت کاله پوره شول فرمان دجهاد د صدر ریګن له لور تر دونالد ترمپه فاصله لری خلیل زاد د دموکراسی په نوم عصاء په لاس کې نیولې ده کټوی دکمونیزم خوار شه نوځکه قطر کې قل قله لری باتور اوماشوم ،خادیست منکر او مټکور دې راټول شوی روغه جوړه به وشی که د پټو دراوزو تر شا
اسره
ولسونه مو په تمه خیراتو ته دي پراته د بل لمن نېولی تل اسرو ته دي پراته د کار انګیزه مړه ده د تعلیم لیوالتیا نشته زړو، تاریخ وهلو سنتو ته دي پراته د بلې دنیا عشق يي ژوند په دې دنیا تبا کړ د حورو او غلمانو ژر ورتلو ته دي پراته د ژوند موخه او عشق يی له یوه سره بایللی له ژوند يي لاس وینځلی اسویلو ته دي پراته غیبت او تربګني ده د تسپو سره جومات کې په زړونو کې خیرن دی خو لمونځو ته دي پراته په ټوله شپه ویده دي او د خوب مړښت يي نشته غرمې پورې خوب وړي او کټو
د سولې ښېګڼه
سبا ته د افغان حکومت د سولې پلاوی قطر ته ځي، د دوحۍ سولې غونډه کې طالب ته زما دا پیغام دی: د سولې ښېګڼه جګړې ناخوالو څخه پند واخله چټک ګامونو په اوربند واخله که ورور وژنه وي همدومره بس دی سولې ښېګڼو څخه خوند واخله دښمني ختمه کړه د کلي د کور د قام، ټبر سره پیوند واخله پرانیستې غیږي د ملت ته راځه لاس د پردو له جوړغویمنډ واخله وخت ځي په بېړه چا ته نه دریږي ګام په دې لاره کې ګړند واخله په جهنم دې ځانته ژوند بدل کړ یو څه خوندونه دې له ژوند وا
سوله
سوله مینه ده وروري ده سوله زغم دی خواخوږي ده سوله نوم د درناوۍ دی سوله ژوند دی زندګي ده هر ښېګڼه شي له سولې هر ګټنه شي له سولې سوله کر دی د ګلونو د سمسورو تاند باغونو د شینکیو چمنونو سوله کر دی د نیالونو میوجاتو د ډولونو د غلو د درمندونو ابیاري ده د دښتونو د سپېرو خړو ډاګونو سوله نوم د پسرلي دی بیا د زاڼو کتارونو د زرکانو او سیسیو د تنځرو اتڼونو د مرغانو غري ګوري په درو کې په رغونو د بلبلو په غږ ویښ شي له سهار
د دود ناخواله
چې په ځوانۍ يي رانه شور واخیست ما وی چې ټول بدن مې اور واخیست زه يي عالم منځ کې تنها پرېښودم ما یې په ټول عالم کې تور واخیست زړه یې له نورو پړسېدلی شین وو د بل په ټس کې له ما زور واخیست ما ویلی زه به د جفا پور اخلم هغې له ما د وفا پور واخیست څوک د هوس او څوک د مینې لېوال ما خوند له دې هغې له نور واخیست ځواني د څو مستو شېبو یو څرک وو ما نیم په تور نیم په پیغور واخیست په هره موړګه او تاوکښ کې د ژوند پر مخ مې سوک له هر یو لور واخیست د دود ن
د پنجاب بړیڅي
چې ګلو د پنجابي په تالي روږد شو(۱ ) ګیله نه شي د خټکو له اورنګه بیا د پیر او د حضرت نومونو څنګ کې بې انصافي ده چې نوم نه اخلې له فرنګه خلیلي که د ضیا په مدحه پریوت (۲) په دې کار د رباني شمله شوه دنګه پنجابي جهاد په نوم چې شول ښاغلي د دوی څه که د افغان خونه شوه ړنګه جنګ او وینه تویول د دوی حرفه ده بې داړلو تمه نشته له پلنګه غنیمت، شهوت منځپانګه د جهاد شوه په جهاد د مجاهد غوا شوله لنګه د هغو به د جهاد ثمره څه وي خپل پرتوګ چې بدلوي پنجاب په لنګ
کلیواله مینه
یوه ورځ خو مخ ښکاره کانده له بام پټ زه دېوال خوا کې ولاړ یم هر ماښام پټ که د خولې سلام مو نه سره رسیږي نو د باد په لاس خو ولیږه سلام پټ په میینو د دېدن رخه ښه نه ده دا سپین مخ به دې یوه ورځ کاندې ایام پټ بندي خوښ یم، بې له تا ازادۍ څه کړم راته کېده چیرته تورو زلفو دام پټ ما یو راز د ژوندانه در ته ساتلی د ریبار په لاس در لیږم دا پیغام پټ که نور خلک له دشنامه څخه بد وړي پر ما ښه لګي په مینه کې دشنام پټ په ظاهر صورت که روغ خلکو ته ښکارم ډاکټران
رنګ باران
زموږ دښمن نه تورپنجابي دی نه مودښمن سور روسي دی پر موږ د انساني رنګونو باران دی نه موهمدا دښمن ژیړ امرکایي دی هیڅ دښمن نه لرو په دې دنیا کې زموږ بې رنګي زموږ دښمن ازلي دی ټول انساني رنګونه مو خوښ دي مګریرغل ګر تل ببر پر افغاني دی دواک وږي پر چیچو غاړه هر رنګ راوړي مورپلورنکی زموږ دښمن اصلي دی یو لاس د پيازي نیولی بل د شیرچائي هغو ته دا اکت د رنګ دوستي دی له بېسواده که دبا سواده ګیله وکړو ملامت نه الوانی نه زنګالی نه لاجوردي دی هر څه مو د
د تاریخ پند
د تاریخ بې شرمه لوبه تکراریږي پښتنو کې چې سر پورته شي سر وژني که وژنه له پردی شي یا له خپله دواړه یو شان انسانیت برابر وژني که پردو په لاس وژنه ترخه ښکاري بیا د خپل دلبند وژنه، زړه سر وژني یونانیانو کوچنی زوی، لوی سکندر کړ خو پښتون د خپل قوم هر سکندر وژني یهودانو خپل مشران پیغمبران کړل زموږ قوم کې چې رهبر شی، رهبر وژني داوود څه وو خوار شپونکی د یو رمې وو پیغمبر شو چې جالوت (۱) په سنګر وژني اوس یهوه (۲) سره تر څنګ د عرش له دریځه لاندې هر فلسط
څوک په خوله د ملا نه کوي!؟
طنز په نوي اساسي قانون کې غل هغه دی چې غلا نه کوي ښه مسلمان هغه دی چې په خوله د طالب ملا نه کوي حرام او حلال کارونه سره ګډ سوي دي دې وطن کې ښه جهاد هغه دی چې مسلمان یې في سبیل الله نه کوي ښه کارونه په دې ملګ کې لکه د دوبي وریځ په اسمانو ګرځي داسې بدکړه ان مادر زاده او اصلي شیطان او هېولا نه کوي عوام وژنه شکول اولوټ روان دی هر چیري چلیږي لکه هوا داسې کارونه چې بسلمانان کوي ان هغه د اسلام بنګولا نه کوي هغه چې وي د دې وطن د دښمن ته لاس په نامه ولاړ غلام
د مینې قلنگ
لیلا له مانه دوربل څڼو گلونه غواړی د پښتنی غیرت درانه درانه خویونه غواړې د مخ کعبې ته دوریښمو محملونه غواړې دوصل شپې ته دسرکووینو خالونه غواړې شرم افسوس دی د اغیارو کهنه پوش یمه زه د بل په جام باندې نسکوره پروت بی هوش یمه زه کاروان د بوی او قا فله ېی ده درنگ غوښتلې زړه د فولاد و او جونگړه ېی د جنگ غوښتلې طاقت د غره او مفکوره یې ده د ننگ غو ښتلې سرسام د مینې او نشه یې ده د بنگ غو ښتلې زه په امید کی پردو سوی سړی نه گورم په انتظار کی د بادار جامی زړی ت
پږېږدئ وینې وژاړي
پرېږدئ شاړې دښتې او دا غرونه وینې وژاړيدنګې دنګې ونې قامتونه وینې وژاړي سوله یرغمل د اهریمن په لاس بې پته شوهپرېږدئ چې مین او ربابونه وینې وژاړي بیا یې د "هیبت" په پار په ځان بمونه وتړلپرېږدئ کونډې بورې ړنګ ښارونه وینې وژاړي بیا طالب د کفر او الحاد په حلوا وپړسېدپرېږدئ چې د وږو پرهارونه وینې وژاړي دلته هر یعقوب یې په خپل زوی پسې ړوند شوی دیپرېږدئ چې یوسف او ګرېوانونه وینې وژاړي وېره که تقدیر دی چې د چښلو توان نه لريپرېږدئ "کریم ن
سولې ، پیمان سره یم
نه کوم تنظیم نه کومې ډلې نه سازمان سره یم ساده پښتون یم زه خپل ګران افغانستان سره یم دلته تاجک اوزبیک ، ایماق که هزاره اوسیږي زه د ترکمن ، نورستانی زه هر افغان سره یم د بیلو لارو نظریـــو له تـــربګنی خلاف یم چې دملي کټو پاسبان وي هغه ځوان سره یم تنها یو والی ، پیوستون دا فاصلې لنډوي زه د هوښیاره با تدبیر، عاقل انسان سره ملي احساس وطنپالـــنه د بـــري لاره ده د ګران وطن د سوکالۍ د ارمغان سره یم نن که اغیار د بل په لمسه کربلا جوړوي
د ارواښاد سلیمان لایق سره وداعیه
د ارواښاد سلیمان لایق سره وداعیه په سیندنو اوښکې څاڅي غرو ګریوان نه د تعبیرلایق يي لاړه، غرونه ژاړي وریځې ژاړي، تویوي په کاسو اوښکې په ډبرو سر وهي سیندونه ژاړي که بریښنا کې وریځې خپل دردونه سپړې په تالندو کې زموږ دردونه ژاړي کور او کلي کې د ویر صحنه خپره ده یو تن نه دی بلکې ټول ولسونه ژاړي په کوم لارو چې لایق تللی راغلی لارې ژاړي، کوڅې ژاړي، پلونه ژاړي کوم محفل کې چې یارانو سره ناست وو اوس یاران يي د محفل یادونه ژاړي د بنډار یاران چې اوس تال
عجیبه زندګی ده
راغلې د ناتو منتو ډله په ډ ېره بې با کی ده عجیبه زندګی ده په سازش مې را غو ښتې چرګه مشورتی ده عجیبه زندګی ده هدف معلوم نه دی ډېره بې رحمه سوګتی ده عجیبه زندګی ده هغه کاڼی دغه کانی لوړه نا وړه لیدری ده عجیبه زندګی ده دروغجن ،ټپوس ،کارغه او که متفکره قمری ده عجیبه زندګی ده سیاست پاتې په طاقچه کې دکرزی هم خوشالی ده عجیبه زندګی ده هاده هیاهو ده هورا ختمه بله د۴۵ هېوادونوپاچایی ده عجیبه زندګی ده ګواښ را غلی د موږک او پیشو هم جوړه حکمفر ما
د ارواښاد سلیمان لایق په یاد
نه پریږدي لایق غوندې شاعر له پرګنو سره بده تربګني ده د اسمان له پښتنو سره هسې اسمان لاپې د نیاو او عدالت وهي شرم دی اسمان ته خپلو ورانو فیصلو سره څوک به وي چې نه وي غمجن، ستړی، ماڼیجن نه وي کاڼي بوټي ژاړي د زمان دې مسخرو سره چوپه راته ټوله نن دنیا او مافیها ښکاري چوپ شو پښتو شعر اوس د لایق په چوپېدو سره تش ښکاري جومات له مقدیانو چې امام لاړه سوړ د پښتنو تود نغری شو له دېرو سره چوپه نن حجره د پښتنو خوشې عبث نه ده لاړه ادم خان ترې د رباب سویو نغمو سره
ساقي او ملا
د ساقي او ملا هومره تفاوت دی لکه ځمکې او اسمان ترمنځ چې وت دی د ساقي جنت د ځمکې پر سر نقد دی نامعلومه د ملا خیالي جنت دی د ساقي جنت کې هر وخت شراب څښی شي د ملا جنت کې څښاک بیا په قیامت دی په شرابو د ساقي خومونه ډک دي د ملا خیالي لښتو ته څه حاجت دی ساقي ویشي ډک جامونه تږو منځ کې د ملا کار د شرابو تش صفت دی د ساقي شراب مستي او خوښي ښندي د ملا شراب د خوسا ګوړو شربت دی د ساقي شراب خو نقد په کاسو رسي د ملا شراب د باټو روایت دی میخانه ده دمه ځ
اختر
ما ته اختر سره غمونه راځي د تېر دوران خواږه يادونه راځي زما په غم شهيده مور يادوم د خاطرو په زړه داغونه راځي چې ایني د خوږ ماضي ته ګورم راته په ياد ښکلي فکرونه راخي د ځوانۍ هيلو جوړول قصرونه خيال ته هغه ښايسته وختونه راځي د پښتنو هغه عالي دودونه د تاریخ پاڼو کې ذکرونه راځي مینه وروري او خواخوږي وه زياته داسې صفت کې ډېر بابونه راځي زړونه به خوښ وو د وجدان په نيرو کله اوس بیا هغه کلونه راځي اوس مې پښتو په زړه دا
دصدرۍ غټ جیبونه
طنز دلته د سایز په اندازه هر چا ته څوکۍ جوړیږي هر چا ته د غلا په اندازه جیبونه د صدرۍجوړیږي په دې بې خولې خلکو هر ډول ناولي بابولالې چلیږي دا وطن کله د ارګ دغلو د خولو په پسکۍ جوړیږي په دې پکو غټو ټپوسانو اعتبار مه کوه د ښکار دا وطن په رنګونو ، کله په رنګ بدلونکی څمڅکۍ جوړیږي د وطن ناوې ښه ډیر پسولو نه او سینګارونه غواړي افغانی خواره ناوې کله یوازې په یوه نتکۍ جوړیږي دوطن خلکوته د ښادیو ډک دستر خوان په کار دی داملا ماتۍ بی خانده ملت کله مازې په ټګۍج
نه پوهیږم
په عالم کې جوړه نن غوغا ده نه پوهېږم دا وبا دروغ ده او که رښیاده نه پوهېږم بې حسابه انسانې مرګونه او حادثې دی څه عجیبه افسانه او معما ده نه پوهېږم داڅه ډول افت دی چې په بنه د قیامت دی اخرت دی که مسته دادنیاده نه پوهېږم الهی! ستا هرکار کې لوی حکمت دی دا څه ازمېښت اوامتحان دی نه پوهېږم رڼاورځ دې رانه ورکه هره شېبه کړه توره شپه ده که ښایسته رڼا ده نه پوهېږم عاقلان د زمانې دې په کې را ګیر کړل یولورته ژړا بل لورته خندا ده نه پوهېږم زوروردې کړل کمزوره
پورته شه خپله
. پورته شه خپله نه په ماضي کې کړی چا او نه يې اوس کوي څوک پورته شه خپله د پرېوتي لا تپوس کوي څوک د بېچاره له غمه ما ليدلي مړۂ نه دي څوک د بېنواوو حق کې خپل وجدان ته پړۂ نه دي څوک؟ د اوبو وړي لاسنيوي ته فرصت نه لري څوک له خپل وجود نه د وتلو جرأت نه لري څوک مشران وايي: (پردی غم تر واورو سوړ وي) ګله! په حال د وږي څه خبر په خېټه موړ وي ګله! * * * په خپلو ګوتو خپلو سترګو نه خړ رنګ وباسه د طمع بې ننګه نظر ترې په ښه ننګ وباسه د لټۍ پښې دې پخپل لاس
د مشرانو خبري
رښتیاویل ترخه اوخپل عیب د اوږومیان بل تـــه نیوله ګوته درې ښــه یي خــپــل ځان دېوانه بـــــه ده خــنـــددوده بـه دېـــوانـه دامـتـل ویلــی پخپل کــتاب کـي هــم رحـمان لـَريِ ویل کـول لــه یـوبـل نه تـوپیـرډېـر کـــول کاردی اوخـــبـــري تـشـي وي آســان که نورتل دي درته ګرم نوځان بولې سینا څنګه بـه وي پرېکـړه دټـولـني ستا پـه شان پــه هــاند ســره یــم ګـډ دلـته په ښه شان کړه که مي هم سم وي نوخوښ رانه انسان
دغه فرهنګ پېژندل په کار دی
دغه فرهنګ پېژندل په کار دی قدرت ،څوکۍ زراو زورفرهنګ باید بدل شی ددغه فرهنګ اوهنر سمېدل په کار دی ګلم جم ، الکهولیست او فاسد چې سرپرست وزیرکیږی ددغو اړیکو اوجوړجاړی پېژندل په کار دی چې دولت دشپانه او لیوه نارې وهی نو بیا د مېږو او وریو محا سبه کېدل په کار دی خیانت او فساد په خپله لاس او پښې نه لری دکار اوکار اهل کارته تفکیک کېدل په کار دی هره لوبه او هره پرېکړه امن او سکون غواړی داساسی قانون ۲۳ او ۵۱ مادو ته کتل په کار دی دپوه او ناپوه کار خپله نظام