سوله مینه ده وروري ده
سوله زغم دی خواخوږي ده
سوله نوم د درناوۍ دی
سوله ژوند دی زندګي ده
هر ښېګڼه شي له سولې
هر ګټنه شي له سولې
سوله کر دی د ګلونو
د سمسورو تاند باغونو
د شینکیو چمنونو
سوله کر دی د نیالونو
میوجاتو د ډولونو
د غلو د درمندونو
ابیاري ده د دښتونو
د سپېرو خړو ډاګونو
سوله نوم د پسرلي دی
بیا د زاڼو کتارونو
د زرکانو او سیسیو
د تنځرو اتڼونو
د مرغانو غري ګوري
په درو کې په رغونو
د بلبلو په غږ ویښ شي
له سهار درنو خوبونو
سوله بیا د منګو شور دی
مازیګر په ګودرونو
بیا د نجونو لښکر سم شي
ګودر خوا ته په ټوپونو
بیا چې کډې د کوچیانو
ځي په لوړو ایلبندونو
سوله نوم د ابادۍ دی
زیږنده د نووښتونو
کفاره ده د وختونو
ضایع شویو فرصتونو
که وي سوله ملک کې ټینګه
شي فرصت د خدمتونو
سیند به وتړو په دښتو
کار به واخلو له بندونو
د پیسو محتاج به نه یوو
د هېواد په معدنونو
هم په ګېډه به ماړه شو
هم به خلاص شو له پورونو
سوله روح سوله الهام دی
سوله ژوند دی د ولسونو
د زلمو مټو ته زور دی
انرژي ده د نسلونو
د افغان په دسترخوان کې
ننداره د نعمتونو
د ځوان نسل برخلیک ته
یو ډالۍ ده د بختونو
سوله برم د هېواد دی
د تاریخ د عظمتونو
د نړۍ پر دریځ باندې
یو صحنه د عزتونو
موږ به بیا ژوندی ملت شو
د نړۍ له ملتونو
موږ به بیا غلبه وکړو
په زخمونو په ټپونو
که له ژونده لذت اخلو
سوله نوم دی د خوندونو
سرلوڅ مرادزی