وايی هغه ټولنې چې د خپل تاریخه زده کړه نه کوي، بیا بیا تجربو ته اړوځي. خو که په ټولنه کې بیا څه پوه قشر او په اصطلاح روشنفکران له خپل تېر تاریخه لازم درس نه اخلي، ګنا يي څو چنده ده او غمیزه لا درنیږي. که ډېر وړاندې لاړ نه شو او د غازي امان الله خان په وړاندې کورنیو او بهرنیو توطیو ته هم سر ورښکاره نه کړو، نو د ۱۹۹۲ کال او د نويمې لسیزې توطيه او د نظام د نشتوالي غمیزه خو ښای تازه او د ډېرو یاده او یا يی خپله په دې غمیزه کې ژوند تېر کړی وي، له هغې لازم درسونه باید مو اخیستي وي.
په نوییمه لسیزه؛ که هېواد کې د روسیې، اسلام اباد او امریکا خونړۍ لوبه یوخوا وبولو، په کور دننه د افغان سیاسي لوبغاړو خونړۍ ونډه تر سیمه یزې او نړیوالې لوبې خورا بده او بدتره ده. دلته د کورنیو لوبغاړو په منځ کې د ملامت او سلامت خبره بل وخت ته پریږدو او دا خبره اوس ټولو ته ښکاره هم ده؛ خو د افغانانو پتوګه موږ د هېواد ملي ګټو او نظام سره څه ترسره کړل؟
نن بیا افغاني ټولنه، حکومت، نظام او مقابل کې يی د طالبانو په نوم د نظام مخالف ځواکونه که یو اړخ ګڼل کیږي؛ بلخوا يی بهرني پروني لوبغاړي لکه اسلام اباد، امریکا او روسیه د نوییمې لسیزې پشان؛ خو په بېل چاپریال، بېلو غوښتنو او بېلو دریځونو سره د بل اړخ پتوګه بللی شو.
د یوه بهرني اړخ پتوګه که روسي په تېرو دوه لسیزو کې افغانانو سره دښمني په یوه بڼه وښوده، پاکستان او د هغه ملاتړو، امریکا او انګریز بیا دا دښمني په لا بده او ناوړه توګه مخې ته یووړه!
د پرونۍ او اوسنۍ غمیزې ډېر اړخونه سره ورته دي، له دې کبله پوهېدل يی ډېر ګران نه ښکاري.
طالبانو سره د اوربند، سولې او په نظام کې د دوی د ونډې د خبرو په مهال موږ په کور دننه او هم له بهر د دې څو اصطلاحګانو سره زیات مخامیږو:
۱ ــ موقت حکومت یا سرپرست حکومت
۲ ــ د کابل اداره
۳ ــ د سولې په تړاو د مرکزي حکومت د ارادې نشتوالی
دا دریواړه اصطلاحوې چې د مرکزي واکمنۍ په وړاندې د تخریب په موخه په کور دننه او یا بهرکې کاریږي، صادر شوي اصطلاحات دي او له بهر دیکته کیږي.
د پاکستان لوموړي وزیر عمران خان د ایکسپریس تریبیون پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې د روان کال د وري په ۵ مه، اسلام اباد کې خبریالانو ته په وینا کې وايي« د افغان سولې بهیر به هغه وخت بریالی شي چې په افغانستان کې یو بې طرفه موقت حکومت شتون ولري»
همدا خبره څه مهال وړاندې د ISI پخواني مشر اسد دراني هم تکرار کړه. هغه د ولسمشر غني سره دښمني هم پټه نه کړه. «به ګزارش خبرګزاری مقاومت، رئیس پیشین آیاسآی(اسد درانی) میگوید که طالبان هیچ تمایلی برای مذاکرات با رئیس جمهور غنی ندارد بلکه این گروه میخواهد با عبدالله عبدالله و محمد محقق به عنوان فرزندان این سرزمین، مذاکره کنند. غنی پس از توافق صلح هیچ نقشی بر آینده این کشور ندارد بلکه فرد تحمیل شده در حکومت افغانستان است»
په کوردننه ګلبدین هم وخت په وخت د موقت حکومت چغه وهي اود جهادي مافیا په لاس د پخوانیو او اوسنیو غمیزو د پټولو او د نویو غمیزو لکه ګډوډي، د نظام نشتون او کورنۍ جګړې د تکرار لپاره يي کاري نسخه بولي.
ځیني نور ښاغلي چې په موجوده حکومت او اداره کې د طالبانو د غوړ ګډون شپې شمېري او په دې اند دي چې دوی ته به هم غوړه ونډه ورسیږي، مرکزی حکومت ته لا مخکې تر مخکې د کابل اداره وايي او په دې توګه غواړي چې اسلام اباد او طالبان په غوږ ووهي چې خپلو معاملو کې دوی هېر نه کړي. په دې ډله کې په فرانسه د افغان پروفیسر، په کابل د یوه تلوزیون د پوهاند خاوند، امریکا میشت شاعر او نورو ښاغلو برخه هم درنه ده.
چې کاڼي اخلي ځان پرې ولي ملامت څوک دی!
هغه ښاغلي هم چې د سولې په اړه د مرکزي حکومت د ارادې د نشتوالي بولالې تکراروي، د طالبانو د راتګ له وږم سره سم خپلې پزې جګې نیسي، غاړه او مرۍ تازه کوي او غوږونه بوڅوي چې د واک په ویش کې بې برخې پاتې نه شي.
د سولې په اړه یوازې مرکزي حکومت اراده لري، نور ټول که طالب دی او یا د هغه کورني او بهرني رنګا رنګ ملاتړې، سوله تخریبوي او په یوه یا بله بڼه يي مخه نیسي. یوازې که د اوربند پرځای د «اورکم» امریکايي او طالبي ګډه طرحه وڅېړو، څرګندیږي چې ایا«اورکم» اندازه کېدای شي؟ ایا د څو لسیزو جګړې وروسته افغانان یوازې د «اورکم» مستحق دي؟
د «اورکم» معنی دا ده، د ۵۰۰ افغانانو پرځای ۴۰۰ افغانان په یو وخت وژل، د ۵۰ ښوونځيو پرځای د ۲۰ ښوونځيو ویجاړول، یا ۲۰ کلینیکونو پرځای ۱۰ کلینیکونو له منځه وړل؟ او همداسې د دې لړۍ غځول! دا خپله د سولې په وړاندې ښکاره او بربنډه توطیه ده!
لکه چې وايي (پېشو د خدای لپاره موږک نه نیسي)، یعنې ځان لپاره يي نیسي؛ دوی هم دا تبصرې، سیاسي او رسنیزې نخرې یوازې د خپلو ځانګړو او ځاني موخو لپاره کوي.
هر څونه چې مرکزي حکومت غښتلی کیږي، همدارنګه هر څونه چې اوربند او سولې ته نږدې کیږو، د حکومت او سولې رنګارنګ دښمنان هم خپلو تبلیغاتو او توطیو ته زور ورکوي.
په دې عادلانه هلو ځلو او هڅو کې بری د افغان حکومت او افغان ملت دی!
د ۲۰۲۰ کال د سیپټمبر ۹ مه
سرلوڅ مرادزی