پيغلې تښته له دې ښاره، خپل خالق ته پناه يوسه
د لېوانو ګلې ګرځي، څيروي د خلکو زړونه

تور ابليس مورچل نيولی، سپين کالي يې دي پر غاړه
د مؤمن په وينو مست دی، لا هم وايي تکبيرونه

دلته هر څه يې تکفير کړل، لا يې زړونه ساړه نه دي
يو ځای لولي آياتونه، بل ځای سېځي قرآنونه

دلته ستا لپاره قتل، هلته ستا په ضد جنګېږي
لا به نور هم منافق شي، لا به نور زده کړي چلونه

لاس يې سره دي تر څنګلو، لا خمار د نورو وينو
لا جنت په قتل غواړي، لا به ړنګ کړي محرابونه

لا فتواوې دي د قتل، لا کيسې د ښکلو حورو
لا غلمان شا و خوا ګرځې، لا په شاخ کې کبابونه

لا جهاد جهاد نارې دي، د مؤمن په پت تېری دی
له الحاده سره سوله، لا يې ساتي هم ټانګونه

لا شملې دي چې ټيټږي، لا لمنې پورته کېږي
لا بې سپکې عقيدې شي، لا درنېږي يې جېبونه

لا د خرو په آخور څري، لا د کفر ځيره خوار دي
لا به ځان په کرايه ورکړي، لا به پلوري ايمانونه

لا به دا ملت تباه کړي، لا به تويې څه ځوانۍ کړي
لا به جوړې منډيي کړي، لا به لوټي عزتونه

لا به ډېر قلمان مات کړي، لا به څيرې کتابونه
لا به بيا تيارې خورې کړي، لا به مړه ډېر څراغونه

لا به ډېر ځوانان ځانمرګي، لا به پېغلې کړي غلامې
لا کانې به د فرعون کړي، د موسی به لقبونه

لا به ورک په خپل کفران کې، لا به ډوب په تکبر کې
لا به پلار د جهالت شي، لا به بايلوي سرونه

لا به بيا بيا دروغجن شي، لا بربنډې بې څېرې شي
لا به “نور” ورته بلا شي، لا بې مات کړي طلسمونه