ولسونه مو په تمه خیراتو ته دي پراته
د بل لمن نېولی تل اسرو ته دي پراته
د کار انګیزه مړه ده د تعلیم لیوالتیا نشته
زړو، تاریخ وهلو سنتو ته دي پراته
د بلې دنیا عشق يي ژوند په دې دنیا تبا کړ
د حورو او غلمانو ژر ورتلو ته دي پراته
د ژوند موخه او عشق يی له یوه سره بایللی
له ژوند يي لاس وینځلی اسویلو ته دي پراته
غیبت او تربګني ده د تسپو سره جومات کې
په زړونو کې خیرن دی خو لمونځو ته دي پراته
په ټوله شپه ویده دي او د خوب مړښت يي نشته
غرمې پورې خوب وړي او کټو ته دي پراته
سپینږیري له یوې مخې دعوو کې سره ښکېل دي
ځوانان سره یو بل ته مرچلو ته دي پراته
میرمنې د ملا په خوله په کور کې کلابند دی
خو نجونو ته چړیان يي جوماتو ته دي پراته
زیارت کې منجاور تر اوسه هم د ولس طبیب دی
په کوډو روږدې شوي تعویذو ته دي پراته
زیارت قصاب خانه بوله، جومات فتوه خانه
مرګي د فرخندې ته چې فتوو ته دي پراته
ولسونه د بدلون او د سمون سره جوړ نه دي
جومات کې د ملا صیب منترو ته دي پراته
ماران او لړمان دي، بلاګانې او پیریان دي
حجرو کې د دېوانو بیا قصو ته دي پراته
نړۍ ټوله په ژوند کې په مزو او په چړچو ده
یوازې زموږ خلک د مرګي شپو ته دي پراته
وطن پوره مامور دی څه کمی د کوم شي نشته
د پوهي له کمي خلک دوزخو ته دي پراته
سیندونه د اوبو ټول په عبث له وطن وځي
ډاګونه ټول په تمه بارانو ته دي پراته
د بند پرځای رجوع کاندې لمانځه د استثقا ته
پلان د ابیارۍ پرځای، سجدو ته دي پراته
تبا به شي جارو به شي یو ورځې که وییښ نشي
توپان په لار کې اوسي زلزلو ته دي پراته
سرلوڅ مرادزی