شعرونه
يتيم افغانستان
ژوندون ګران دی مرګ ارزان دی په دې چم کې
څه به نه وايم
بې څه نه دي شته سلګيوکې خبرې
دوه رنګه مه جوړيږه
ياشه کافر يامسلمان دوه رنګه مه جوړيږه ياشه انګليس او يا افغان دوه رنګه مه جوړيږه
دپرديو سرنوشت
نشته ټانګ نه بې پيل
د اوښکو غمي:عرفان الله (عرفاني)
ماټومبلي په ګريوان غمي د اوښکو هم په زمکه هم اسمان غمي د اوښکو د اشناغم خو مې دومره زورور دی چې خواره دي په بيابان غمي د اوښکو خزانونو پسرلي شهيدان کړي زرغون شوي په بوستان غمي د اوښکو دهجران توره جونګړه کې مې ژوند دی ځي له سترګو مې باران غمي د اوښکو دشهيد دا کرا
تيارو سره جنګ: محمد نعيم (افغان)
څولمر مخي دي له شپوسره په جنګ دي دا سپين ستوري له تيارو سره په جنګ دي پريوسف يې درس دمينې دی ويلی له زندان او زولنو سره په جنګ دي له اورونو دې ډار نه لري ازره ! ستابچي له سرو لمبو سره په جنګ دي په ولجه کې يې ياغي سرونه راوړل نابللو ميلمنو سره په جنګ دي دايمان زرينې وړ
زما هنر:عرفان الله (عرفاني)
اوس مې هم يو لاس کې توره بل کې ډال دی دامې فن دامې هنر دامې کمال دی له فطرته مې نفرت له غلامۍ ده ماپه سرو وينو ګټلی استقلال دی په ما پاتې ځواب ځکه دچانشته ماحل کړی دهرچا دمينې سوال دی لامې غشی دغليم په ټټر خښ دی ما مات کړی دهر عصر هر دجال دی ډير سر مسته
توبه ګارې سترګې: محمدهارون (انګار)
زه به مې څنګه کړم ويدې دا ناقرارې سترګې په شبګيرو باندې اخته شولې بيمارې سترګې مابه ويل چې دابه هيڅکله مينې نشي ماته بزرګې ښکاريدې دا توبه ګارې سترګې په ديدنونو نه مړيږي وږې تږې شولې له ډيرو ډيرو مودو پاتې دي نهارې سترګې
پخې عقيدې : نعيم افغان
زمونږ دي له پخوا نه ارادې پخې پاکې او سپېڅلې عقيدې پخې ډار له سرو اورونو بې بها ګڼو يون مو په سکروټوکړلې پښې پخې دلته يرغلګرو جنګ راوړی دی بيا ورځنې هيرې دي توبې پخې
داستاد عبدالعزيز غيرت يوښکلی غزل
يمه دکلي خو په ښار کې هم ملګري لرم کنړ ،لغمان او ننګرهار کې هم ملګري لرم دغه ښايسته ښايسته کابل مې له ملګرو ډک دى هاخوا په خوست او کندهار کې هم ملګري لرم الله دې هيڅوک په ژوندون کې بې ملګرو نه کړي بغلان ،کندوز او په تخار کې هم ملګري لرم هلته غزني ،لوګر،پکتيا او پکتيکا ډاګو کې ديخوا وردګ او ميدان ښار کې هم ملګري لرم جوزجان ،فارياب ،بادغيس ،هرات او په فراه ،نيمرو
د ارواښاد ملنګ جان لس شعرونه
راليږونکی : مهاجر وزيري ۱ نه به وي دغه د نيا نه به يا را ن تل نه به وي هر محل کې سرود ونه نه به نا ست وي په کرسو کې ما لد ا را ن تل نه به وي د غه د نيا نه د ا خبرې د هرچا په سر به جو ړه واو ېلا شي ده زمونږه خو شحا لي له عقله لرې زنده سر به همګي وا ړه تا لا شي که ته څومره پخپل ز ور او زرغا وريې د چنجو به دې په و ينو مشغو لا شي نه به وي نيغو شمل
مازديګره ///مشفق حريتمل
دژوندانه بوختياوې مې ډير وخت ساعت تيرې او سياحت ته نه پريږدي خو نن دڅو يارانو سره په چکر ووتم چکرخوند راکړ اودغه شعر مې وليکه چې څنګه به وي؟ دستړي ژوندسکون او اطمينانه مازديګره دلبره مازديګره او جانانه مازديګره ستا وصل کې دټولې ورځ ستړياشي رانه هيره راحته مازديګره او درمانه مازديګره ځواني لرې مستي لرې ځوانان
ناز اوسلام ///جانان خدرخېل
په ډير احتياط د محبت په لاره ګام اخلو مونږه ديو نيم ښکلي نوم په احترام اخلو اول يې ګورو چې وفا اخلاص لري او کنه ؟ داسې خو نه چې دهر چا ناز او سلام اخلو چېرته په سلو کې يوه ته مونږه هم وګورو کنه د ډيروغلچکو سترګو انعام اخلو څوک چې دعشق او رښتينې مينې قدر کوي په درنو ټکو بيا دهغو خلکو نام اخلو
غزل ///اتليار واکمن
عشق اسان دی دکمال خبره نه ده
غزل//سعيد رحيمي
په دې پوهه شه چې دهرڅه ترديد نشي په هوښياروعاقلانو تنقيد نشي افلاطون که افلاطون دی پخپل ځای دی خوپه شعر کې به همسيال دلبيد نشي چې په دين او په مذهب سره جدا وي بيا بيعت دداسې پير او مريد نشي ګناهونو يې چې زړونه وي تور کړي دهغوی نه بيا دخير څه توريد نشي چې په خوله دې يوه او په زړه بله
باران اوري /// سيداحسان الله ((الهام))
دتا لــنـــدي دربـى دى بــــاران اوري په غروکي مــي لالـى دى بـــاران اوري بياراوړې خـــوړله پاسه ماتې څـانـګي شــړپى دى او شــرنګى دى بارن اوري شنه يخ ده بيـاله تيکي تــوره ايسـتې تري تـــم وچ لـــرګى دى بـــارن اوري څاڅوکي دي څک څک سندرې وايي دخــــوني بام ســـورى دى بـــاران اوري دښــارو ګـــړي تنــګ دي لــه چيــکـړو خوشحال بزګـــرسـړى دى بـاران اوري هيـڅ غــم دلنـــدېــدو ور
غزل///سيد احسان الله الهام
مين زړګي ته مي خپه يمه له كاره ووت لكه مات شوى شوخ بنګړى له شرنګهاره ووت زه ملامت يم كه مي زړه دى ملامت راباندي ماله رخساره صبراوه دى له روزګاره ووت څنګه به چاته صفت وكړم دنامرده زړګي چي داوربل په مينه تورمخ له دياره ووت خيركړې لاس به يې دچاترګريوانه ورسي له ګناه ډك غافل زړګى مي له حصاره ووت پوهيږم نفس به يې ژركندې ته وغورځوي دتوروشپوپه لورمي زړه له سپين سهاره
اې آسمانه راته ګوره ///سيد احسان الله الهام
ترتالاندي ځورېـږواې اسمـانه راته ګوره اورونوکي سوځېږواې اسمانه راته ګوره سپېڅلى سپين ايمان مودغليم دسترګوخاردى ناحق پـه دارځـړېـږواې اسمانه راته ګـوره غربي ياغي طوفان موراته کلى کور وران کـړى په غـرونوکي اوسـېـږو اې آسـمــانـه راته ګـوره يامــروپه بمـبــارونــو يـادتـورټوپک خــوراک شو يابندپـه بندغـوڅېـږواې اسمانه راته ګوره
غزل/// رياض خوږمن جراح
چې دسر قيمت ته ګرانه تيار نه يې لار دې نيسه ځه ورځه خريدار نه يې لا موسکا دې په درشل دلبو اوسي ورګډ شوی لا دعشق په بازار نه يې بې احساسه ژوندون مه کوه دنيا کې څه هدف ته يې راغلی اوزګارنه يې چې په لار دشملورو زلمو نه ځې ترهغې پورې ټيکری يې دستار نه يې شازلميو يې په وينو سېراب کړی
د ارواښاد ملنګ جان يو شعر
نه به ځمکې ته کوز ستورې د ا سما ن شي نه پښتون به د بل چا شي غلا ما ن هر همجنس د خپل همجنس سره جو ړ يږي چير ته ګل چيرته بلبل چير ته زا غا ن پښتا نه د خپلې خا ورې پتنګا ن دي پتنګ نه کوي د شمعي ځنې څنګ نه و ير يږي له غليمه سر با زا ن دي خدای ورکړې خزا نه د نا م و نګ په جګړو کې ا ز
دپنجشنبې ماسپښين شعري ټولګه کې غوره بيتونه///شريف الله نيکمل
دپنجشنبي ماسپښين د تکړه شاعر ښاغي محمد عليم ((بسمل)) دويمه شعري ټولګه ده چې تازه دسالنګ خپرندويه ټولنې لخوا چاپ شوی ده دښاغلي بسمل په شعر که څوک خبري او بحث کوي نو ډير څه به پرې وليکي خو ما دلته د پنجشنبې په ماسپښين کې غوره او په زړه پورې بيتونو دراټولولو هڅه کړی چې تاسو سره يي شريکوم هيله ده دخوښئ وړ مو وګرځي .مننه کوم انسان چې ليونی شي ،شي روان غرونو ته خيږي زه بسمل ليونی نه يم خو اُحد ته مې زړه کيږي
په دې وطن کې
څومره چې د مينې پروا نې په دې وطن کې دي هومره د با زا نوا شيا نې په دې وطن کې دي هومره به د ښمنه ستا د و ينو څا څکي و څا څي څومره چې د ا و ښکو د ردا نې په دې وطن کې دي چا د ترهګرچا د مذ هب په نوم ځپلی دی هرظا لم موند لې بها نې په دې وطن کې دي څومره د غېرت لا خزا نې په دې وطن کې دي څوک يې خزا نې څوک يې مذ هب څوک يې کلتو لوټي هرچا بيا نخښه نشا نې په دې وطن کې دي نوره به لا موج وهي نشه په دې سرونوکې ډ کې د غرورلا پېما نې پ
سوله به راولمه /// فضل جان((سليم))
لاس مې په هيچا ندی بر سوله به راولمه کړمه له کلي نه سفر سوله به راولمه اينځر يې هم دی قتل کړې چنار هم قتلوي وار کړي په لمنځې او نښتر سوله به راولمه ما که هرڅومره زهر وپاشل دشر په فصل بيا يې هم ورک نه شولو کر سوله به راولمه چې بې وسۍ له ګريوان ونيومه برناحقه په خپل قصور نه يم خبر سوله به راولمه
ټوله شپه ويښ يم ////جانان خدرخيل
لکه ستوری داسمان ټوله شپه ويښ يم ستا په غم کې ستا جانان ټوله شپه ويښ يم ستا په ياد کې ياره تړمې تړمې اوښکې څڅومه په ګريوان ټوله شپه ويښ يم خورم قسم درته چې ګرانه هير مې نه يې يادومه دې قربان ټوله شپه ويښ يم ته نو څه زما له حال څخه خبريږې؟ چې زه څنګه يم پريشان ټوله شپه ويښ يم شبګيرو مې زندګي کړله خرابه