د اسمان د بام بلې باندې ولاړ یم
لاندې باندې ترې پراخه دنیا وینم
ټول جهان راته نقطې په څېر ښکاریږي
د انسان چې زه د فکر لویا وینم
+++
خلک وايی چې اسرار دي پاس اسمان کې
خو د پوهې توان يي نشته په انسان کې
نو بیا خلک څنګه پوه شول چې اسرار شته؟
چې د پوهې توان يي نه ګوري په ځان کې
+++
ملا وايي د جنت ځای پاس اسمان دی
د دوزخ بیا لاندې ځمکه کې مکان دی
زه چې ګورم دواړه بل ځای کې هیڅ نشته
د جنت او دوزخ دواړو ځای انسان دی
+++
چې قصې کړې شپه او ورځ د دوزخونو
په دوزخ کې د کړاو او عذابونو
څه پوهیږي؟ زه پوښتنه له ملا کړم
تا کوم وخت پکې تېرکړی له وختونو؟
+++
توره لوبه د جهاد په ختمېدو شوه
د امید ډېوه مو بیا په بلېدو شوه
غلبه په توره شپه، د سهر وینم
په کنډو د غره، لمر سترګه په ختو شوه
مرادزی