شعرونه
د مشرانو خبري
رښتیاویل ترخه اوخپل عیب د اوږومیان بل تـــه نیوله ګوته درې ښــه یي خــپــل ځان دېوانه بـــــه ده خــنـــددوده بـه دېـــوانـه دامـتـل ویلــی پخپل کــتاب کـي هــم رحـمان لـَريِ ویل کـول لــه یـوبـل نه تـوپیـرډېـر کـــول کاردی اوخـــبـــري تـشـي وي آســان که نورتل دي درته ګرم نوځان بولې سینا څنګه بـه وي پرېکـړه دټـولـني ستا پـه شان پــه هــاند ســره یــم ګـډ دلـته په ښه شان کړه که مي هم سم وي نوخوښ رانه انسان
دغه فرهنګ پېژندل په کار دی
دغه فرهنګ پېژندل په کار دی قدرت ،څوکۍ زراو زورفرهنګ باید بدل شی ددغه فرهنګ اوهنر سمېدل په کار دی ګلم جم ، الکهولیست او فاسد چې سرپرست وزیرکیږی ددغو اړیکو اوجوړجاړی پېژندل په کار دی چې دولت دشپانه او لیوه نارې وهی نو بیا د مېږو او وریو محا سبه کېدل په کار دی خیانت او فساد په خپله لاس او پښې نه لری دکار اوکار اهل کارته تفکیک کېدل په کار دی هره لوبه او هره پرېکړه امن او سکون غواړی داساسی قانون ۲۳ او ۵۱ مادو ته کتل په کار دی دپوه او ناپوه کار خپله نظام
ملا او طالب
خوشې نه ده چې برباد هسې وطن دی د ملا په نوم راګډ موږ کې دښمن دی شپې پلنګ ورځې ملنګ متل ریښتیا دی په ممبر د ورځې ناست د شپې رهزن دی په ښکاره د مدینې کعبې صفت کړي خو په شا کې لوی مخبر بیا د لندن دی شجره د پیر او غوث چې ځانته باسي خپله دېو دی په لباس د برهمن دی سپینه ږیره، سپین لباس، سپینې خبرې حقیقت کې په زړه تور په مغز خیرن دی د شیطان د عزازیل(۱) ابلیس یو نوم دی دی د دریواړو استاد په هر یو فن دی کوم اغیز چې په تبلیغ کې پر ولس ښندي د کوډ ګرو ت
نوی سیاست
طنز لوی مارغان مو په مرداریو ماړه سول اوس تاج د مارشالي غواړي اصیل کارغان مو د ځنګل لوړې ځالې او په ګوربتانو باداري غواړي داسې سوړ باد راالوتۍ دی په دې خودآباده د عصري بوټو په ځنګل هر خړ ټپوس هر څه د پک سر په زور له دولته غیر قانوني غواړي دواک لپاره هر بدل سړي لکه سپي دمردارو غوښو لپاره جنګیږي دبا ابرو غلا لپاره څوک ډبل عبدالله څوک سنګل غني غواړي د ارګ غلو واکمنو نورو غلوته ویته خوله اوچوغې سترګې دې نیولې هغوی هم یوازې دوام د ځان د سورتخت او پاچاهي غواړي
د وخت انتقام
عجیب وخت شو یو ملا بل ملا وژني هغه هم يي خاص د خدای په رضا وژني د مسجد، محراب، ممبر ویجاړي څه کړې چې ملا او مقتدي په بیا بیا وژني چې پرون يي د لمانځه په سر وژل کړل نن لمونځغاړې په لمانځه په دعا وژني د تقوا او پارسايۍ دعوه يي هیڅ ده چې پخپل لاس متقي او پارسا وژني دین یو لوبه شوه د څو فرقو ترمنځه نن به دی او دی به هغه سبا وژني زموږ ملک په یو داسې بلا واوښت چې ناشنا خلک پاڅیږي اشنا وژني ځیني وايي مکړه، پریږده، بده نه ده چې بهر بلا د کلي بلا وژن
غیرت
حاتـم طائي که هـم کـورله مـړې راوړي وبـې نـه بامم هیڅکله مـېـړاني مـي دا غـواړي غـیـرت پسـول دی دمېـړه داعـجبه نه ده ګــوره سـپــی لاخــپـل څـښـتن لـه پــردی داړي مـنـت زغـمي د نـــورو کلـه هـمتـوالـي وبه نه وینې بـازان په ښـکـار کـي کاړي واړي مېړانه د یاقوتوسرّه دانه په ځان کي پټه ارزښـت ئې دی اوچـت پـه دغــه قـیـمت ویاړي بې همته وي سرټیتی وغوښت ته د پردو مـېـړه مـني داکله که پـردي هـم وي ســرتاړي
د خدای (ج) عظمت
په عظمت کې یې ورک شوی افلاطون دی دا جهان یې لوی کتاب او لوی قانون دی دا ځمکه د همدې کتاب یو باب دی چې فضا یې د لامبو یو ستر دریاب دی د اغاز او د انجام نه څوک خبر دي؟ ډېر پوهان پدغه لار کې کور او کر دي چا لیدلی خپل اواز په کوم زمان دی بې زمانه په کوم ځای کې کوم مکان دی؟ د خپل عقل جسم ورک و له سقراطه نه یې مخې ته لیدی شو نه یې شاته پښتورګي او زړه درې پروفیسوران دي بې له زده کړې خپل مسلک کې ماهران دي بې د مغز له ښوونې رهبران
دوه مسافرین
یو خیاط او موچي د ښه ژوند کولو لپاره له کلي نه ښار ته سفر وکړ. دې دوو نفرو له یو بله ډېر فرق درلود. یوه به شپېلک وهلو. بل به ورته ویل، کیدای شي غږ دې چوپ کړې. زما ماغزه دې خراب کړل. خو هغه به ورته ویل آرام شه ملګریه. خوشالي او سندرې به زموږ سفر لنډ کړي. سندرې زموږ سفر نه لنډوي خو نور یې هم سختوي! ته ستومانه یې، واخله لږ اوبه وچکه. اوبه به دې حالت ښه کړي. دا اوبه خو سړې نه دي. دا خو ډیرې خرابې اوبه وې. وروسته له یو دوو ورځو دوی یوه واړه کلي ته ورسېدل او ویې غوښتل چې خپل بخت و آزمايي.
مارشال
ته مارشال هغه مارشال دوستم مارشال شو اوس دې شخه لکۍ ګرځي ډم مارشال شو خدای پوهیږی د بې وسو ښاریه ده دې وطن کې غم مدغم شو غم مارشال شو شیخ فریده ته خبر شوې او که نه شوې هغه ړوند هغه ګونګی لړم مارشال شو اهلیت یی صدقه کړ له سیاسته ټوکې نه دی مجبوریت وو سم مارشال شو پښتانه دې پیڅې بره ساتي جنګ ته قلم مات کړه کتاب سوځه بم مارشال شو میمه حق یی دی چې ارتې تڼئ ګرځي د بې واکو واکداري شوه هم مارشال شو
د کوچنيانو لپاره د پښتو الفبې تورو منظومه
. د پښتو ژبې د نړۍ والې ورځې په مناسبت د کوچنيانو لپاره د پښتو الفبې د تورو منظومه د مور د سترګو توره ځه! (الف) او (ب) زده کړه بلا دې واخلم (پ) او (ت) ورسره (ټ) زده کړه بيکه دې واخله هله ژر کوه ناوخته شوله مکتب ته لاړ شه! (ث) او (ج)، (چ) (ح) او (خ) زده کړه کتاب دې پرانيزه! (څ) (ځ)، (د) (ډ) او (ذ) ووايه معلم ته کېنه! (ر) او (ړ)، (ز) (ژ) او (ږ) زده کړه د زړګي سره (س) او (ش) هم پښتو (ښ) حفظ کړه هم په ښه توګه (ص) او (ض) هم (ط) او (ظ) زده کړه
زما دزړه درد
په نیمه شپه می غیږ ته راسه چی دی په تورو زلفو ووهم لاسونه. په نیمه شپه می خواته راسه چی دی دتورو ستر ګوواخلمه خوندونه. په نیمه شپه می دیدن وکه چی می د سوی زړه پوره سی ارمانونه. په نیمه شپه راباندی راسه دا زمجنون به درته غلی ولاړ یمه. ستر ګی دی مه راړوه یاره نور می دسوی زړګی مه اخله ازارونه.
اختر ته
ته اختر یی مونږ پوهیږو بختوره ته لمانځلی محمد یی منوره د لمانځلو شوق کې نه یو خو جنابه اوس چې راغلې ستړی مه شې زوروره هر کور کې د شهید ستاینه کیږي زوې یتیم دی مور یی کونډه لور اوتره غم ځپلې دلته ټولې کورنۍ دي نیغ تیریږه له دې کلي له دې دره ستا مقام د طالب کور دی بختوره بیا د ارګ ماڼۍ ته ورشه معتبره ټول د وینو په بوي مست زمونږ غټان دي په هر حال کې خرمستي غواړي اکثره هر کلی درته هغو وایی اختره چې لري سینه کې زړه لکه ډبره لویه خدایه نور په
د اختر ډالۍ
د اسمان د عرش ماڼۍ په لوی انګړ کې یو عآلم دی چې اخته په عیش عشرت دی هیڅ تشبیه مثال يي ځمکې پر سر نشته یو جلا شانته درباراو سلطنت دی چې څه هلته عرضه کیږي او خبرېږو دلته، هلته یو عجیب شان تفاوت دی د شرابو منګوټي هلته تشیږي ډیسکوګانې، نڅاګانې دي کنسرت دی هغه نجونې چې انګړ منځ کې نڅیږي د انګړ عالم يي وړي په حسرت دی هره نجونه يی په سن د بلاغت ده لا د ځینو سن يي کم تر بلاغت دی قد د نجونو يي تر اووم اسمان رسیږي لا تر اووم اسمانه پورته يي قامت دی
مارشالي
لواطت په جایزه کې چې مارشال شي خدای دې مل د هغه ملک په داسې حال شي چې د خپل کلي او قام عزت برباد کړي داسې کس به د هېواد څه عزتپال شي؟ د تعلیم او د تربيي تپوس یي مه کړه پادوان د خرو اسونو چې جنرال شی بل هنر او بل کمال په غم کې نه وي ټولوژنه، جنایت يی چې کمال شي د هغو خلکو په ناسته پاڅه مه ځه ګلم جم يي چې ښایست، ښکلا جمال شي ډار او وېره له هغې ورځ پکار ده چې واکمن په برخلیک مو خردجال شي که د پېښو بد بهیر مخه ډب نه شي ښای دې ځینې بدتر مو هم احو
داعش او طالب
مالومیږي چې داعش ته طالب واوښت نور طالب له حمایته، صاحب واوښت خو د لوبې محتوي بدله نه ده محتوي د دواړه یو ده قالب واوښت تنګ میدان د لوبې لوی باندې بدل شو نندارچیانو ته بدلون يي جالب واوښت نور قومونه په مزې او نندارې کړي ټول تاوان پکې افغان ته غالب واوښت نوې لوبه به زړې ځینې اوږده وي زوړ غاصب پکې په نوي غاصب واوښت د چنګیز او اتیلا دوران به بیا شي چې داعش ته شرایط مناسب واوښت د فلک لوبه بیخي خونړۍ ښکاري برخلیک د ګوډ تیمور په کاتب واوښت د د
دپښتــوژبــه خــوږه لــکه شـکـري
لـهـجې ئــې دي زړه وړونــکـــــي اودلـــبــري ګوره «په» او«پر» سره ګـډنه کـــې* هم«چي»او«کـي»بېل لــه ځـانــه ځـــای لـــري «لــه» او«د» دادوه ټــوټـــکـــي دي* یولــور بــل ایضافي ښيي ویینه وي کـــَرَي په لیکنه کې سم پام غواړي داټول* پـه لـهـجــوکــي بـیــا رازرازوي دا خــبـري واوره سمه پښتومه لیکه ناسمه* ئې لــوستو نکی؟ کړه پښتو لیکنه دلبري
غل نسل
طنز وطن مو په پوري وهلو سل کاله تر شا کړ چا مو ویاله چا موسیند د یو بل پسې غلاکړ دادکوم بدمخي جادوګر دښمن نخښه وه هر لوی خاین یې راته دلته مجاهد او ملا کړ دهر ملنګ یې د وزارت او ریاست پټکی تر سر وتړله د تعلیم پر ځای یی القاب ورته مجاهد او اغا کړ امریکا دخپل ټکس په پیسوښه تجارت وکړ خلکو ته یې هر امریکایي سکه بچی اولیا کړ چا دبرق پیسې وځغلولې چا د روغتونو ددوا اساسي قانون دپاک وطن چور او پلور رواکړ غله چارواکي ټول ډالري میلیاردران سول هر یو ځان ته
(له.....نه امان غواړو)
یا الله د ستا په ذات به له شیطان نه امان غواړو د احمد په شفاعت به له کُفران نه امان غواړو ملاېکې که جنیات دي ټوله ستا په ثنا سر دي له آدمه تر دې دم له بد انسانه امان غواړو بیلینونه مخلوقات دې پیدا کړي پورته ښکته ځمکه ،بحر کې له بدو هم آسمان نه امان غواړو رنګارنګه نعمتونه مثالونه د جنت دي چاته لږ او چاته ډیر ،له امتحانه امان غواړو هیوادونه، ولسونه ، په زرهاوو ژبې و خاورې بلوڅخوا او پښتونخوا ته له ایران نه امان غواړو چې انګریز و په انډیا کې او تزار په ترک
د خدای ج د ذات پېژندل
په خپل عقل انسان کله شي کولی چې پرې ذات د پاک الله یې پېژندلی د ده فهم دی عاجز د دغه کاره رڼایي د لمر ړانده نه شي لیدلی په قدرت یې یو څه پوهه حاصلیږي نور د دغه حد نه وړاندې نه شي تللی حیوان کله پېژندلی شي انسان کاڼي بوټي ترېنه هم دي ناتوان د انسان په حقیقت کله خبر دي ناتوان د دغه کاره ځناور دي موجودیت یې قدرتونو کې څرګند دی (اشنا) دا زموږ له پاره غوره پند دی
د مولانا د مثنویي معنوي د دومثنویانو په پښتو ژباړه
مثنوي: مـن زقـر آن مـغـزبگـرفتم پوست را بادگران بگذاشتم ژباړه ماله قرآن څخه دی مغز اخستی پوټکی مي دی نوروله پرې ایښی مثنوی بیت من بیت نیست اقلیم است هزل من هزل نیست تعلیم است ژباړه بیـت مـي بیـت مـه بوله جـهـان دی کنځامي کنځا نه د زده کړي یو امکان دی
کرونا
د کرونا په اړه ډېر شول تعبیرونه هېوادونه لري بېل بېل دریځونه د علمي تحلیل پر ځای ورو رواجیږي له سیاست ځینې خړوبه تحلیلونه که دعوه په یو او بل د کرونا وشي د کرونا پرځای به نور شي جنجالونه پکار دادی چې ویروس څېړنه وشي په څېړنه تمرکز شي ټول فکرونه د واکسین او د درمل چاره پکار ده په دې لار کې سره ګډ شي پلانونه د کرونا وبا ګواښیږي ټول جهان ته توپیر نه لري کرونا ته هېوادونه نه ختیځ او نه لوېدیځ ورته توپیر کړي قتلوي د لروبر واړه ولسونه د عربو د
یاغیتوب
یاغیتوب که وخت سره تلل غواړی نو زاړه دودونه مات کړه سجدو ته چې يي پروت وی نورهغه بوتونه مات کړه یاغی شه توپاني شه د رواج له بنده وځه د دود د زندانه ټولې کړکۍ، ورونه مات کړه بوتان دې په پېړیو وپالل مرستې لپاره یو بوت مرسته ونه کړه اوس دا پټ رازونه مات کړه سجده او اقامت دې هم ملا پسې عبث شو ملا دې پردی وخوت، د پردو سرونه مات کړه د حورو او غلمانو په امید دې ځوانې لاړه راویښ شه جنت دا دی، خیال پلو فکرونه مات کړه د نورو د کومک خبره، کټ د نیمو شپو وي
ومنئ
ع.شریف زاد ومنی چې بلا راغلې! دلته کرو نا راغلې ، ډیره ستره بلا راغلې،په کور،ښار او هېواد راغلې دامصیبت روغتون کې درمل کیږی نه په کلوروکین او کونین یې علاج کیږی نه طبیب او روغتیاپال پرې پوهیږی نه د مبارزې او جګړې کاریې سمیږی نه په زغرده دا هیڅ ستړې کیږی نه رحم او حیا نه لری هېڅ شرمیږی نه وایئ چې دووهان له ښار راغلی ،نا ببره په ګواښ راغلی ،ظالمه ډیر په قارراغلی بند یې مکتبونه پوهنتونونه او کالجونه کړل سپورتې لوبغالی ،پارکونه اوښارونه کړل و یې تړل
دابوالمعانی بیدل د دوو بیتو په پښتوشعر ژباړه
بیت: مختلف شدهیچکس گرچه مذهب بیگانه نیست باغبان رادرچمن هرگل به رنگ دیگراست په پښتوشعرژباړه: که څېرڅېردي هیڅ چاله مذهب هم پردی نه دی ملیارله په چمن کي هرګل ئې په بل رنګ دی بل بیت ئې: اختلاف خلق بیدل درلیباس افتاده است ورنه یک رنگ است خون درپیکرطاؤس وزاغ ژباړه: توپیردخلکو ئې په ننداره کي سوبیدله يوشان تې رنګ دوینوپه ځان کي دطاوس اودکارګه
کرونا که الهي عذاب؟
له کــوره مه ووځئ وبـــــاء خپره ده ساتنه وکـــــړئ لــــه خپل ځان ځنې لاســــونه ونيسئ ســــرونــو باندې کاڼي را اوري لـــــه آسمــــان ځنې د کــــرونــــا په نوم د خدای قهر دی را نــــازل شوی ټول جهان بانــــدې عذاب وي عـــام استثناء نـه وي په کې يو شان يې بـــولئ زوړ او ځوان باندې هيله ده دا خبـــره مـــه کــــوئ، چې هـــر څه پېښېږي د تقديـر په اساس ښايي وي ستاسو تقديـر، ستاسو تدبير وران به يې کړئ د وران تدبير په ا ساس خدای فــــر