کله ټپي شوم
کله معیوب او کله مړ شوم
خو ته
کله رهبر شوې
کله رئیس کله جمهور رئیس شوې
کله پاچا او یا هم امپراتور شوې
خو زه تپي شومه، معیوب شوم
یا هم چی مړ شومه
دا ستا لپاره
.....................
او اوس
نه مې څوک پیژني
او نه مې څوک اوس هم نوم اخلي
نه کوم منصب، رتبه یا ځای لرمه
خو تاریخونه ستا له نومه
ډک دي
او افتخار دې ګني خلک
د وطن او ملت
خو زه به څه کوم
او ماشومان به می اوس څه کوي
آیا...
دوې څوک پیژني
آیا ته یا څوک پوهیږي
هغوي چیري دی اوس
ډیر د افسوس ځای دی
پای
سمیع الله خالد سهاک
دسامبر ۲۷، ۲۰۲۰ کال
مونتری، کالیفورنیا