پرست د فارسې کلمه ده معنا يې پرستش (عبادت ) ده ،لکه اتش پرست ، ‏خداپرست ‏
د اورعبادت او د خداى عبادت ‏
اوس راځو قوم پرست ښکاره معنا يې د قوم عبادت ده ‏
ستونزه داده چې پر دې سيمه( هند، افغانستان )  فارسي له اړتيا پرته ‏واکمني کړى ‏
خوکوم خلک چې داکلمه (قوم پرست ) کاروي ترې دا معنا نه اخلي ،
دوي دا( پرست)   د(پال)  پر معنا کاروي  لکه قوم پرست معنا قوم پال ، هېواد ‏پرست  معنا هېواد پال ، وطن پرست  معنا وطن پال ‏
په عربي ژبه کې د(رب) معنا  ده ، پالونکى ‏
عربي ژبې  پوهان وايي  چې د (رب) دوې معناوې دي ‏
يوې حقيقي او بله يې مجازي ‏
درب  حقيقي معنا ‏
‏ رب يعنې حقيقي پالونکي  الله تعالى دى چې ټولو مخلوقاتو او کايناتو ‏حقيقي پالونکي دى ‏
دويم رب مجازي پالونکى  ‏
هغه د ماشوم مور پلار ، د يتيم بل ساتونکي او پالونکى ،  سپين ږيري  ‏پالونکى زامن وي ‏
‏ قوم پرست ته په انگليسي کې نيشنليزم ، يا ناسوناليزم وايي  په پښتو ‏کې ورته قومپال ،ټولنپال وايي  ‏
مانا يې د خپل  قوم ، يا ملت د حق د ترلاسه کېدا مبارزه ده ‏
ايزم داړخ يا پلوۍ معنا لري  نيشنليزم معنا قوم پلوه   ، نه قوم عبادته ‏
قوم پرست ته قوم دعبادت معنا ورکول دا گناه دفارسي ژبې ده  نه دپښتو ‏يا بلې ژبې ‏
يوه بله خبره
‏ چې ژبه يواځې د پوهلو او پوهاوي وسيله ده اوبس ‏
دا خبره دې سمه ده منم يې  خو انگليسي ژبه ، فرانسوي ژبه اونورې ‏
خو پښتو ژبه له دې سره سره چې د پوهاوي راپوهاوي ژبه ده ، نورې ‏ډيرې ځانگړتياوې هم لري  معنا پښتو يوازې د پوهلو او پوهاوي وسيله ‏نه ده بلکې يوځانگړى قانون هم لري ‏
که يو ناسم کار دى وکړ درته ويل کيږي ډير بې پښتو کار دى وکړ ‏
خو دا درته  نه ويل کيږي  چې دپښتو له ژبې پرته دې دا کار وکړ ‏

پاتې شوه دا خبره  ‏

‏ نبي اکرم (صلی الله عليه وسلم) فرمايي: لَيسَ مِنّاَ مَن دَعاَ اِلي عَصَبِيَّةِ وَلَيسَ ‏مِنّاَ مَن قاَتَلَ عَصَبِيَّةً وَلَس َ مِنّاَ مَن ماَتَ عَلي عَصَبَيَّةِ (ابوداود). ژباړه: هغه ‏څوک له مونږ څخه ندي چې خلک قوميت (قبیله، ژبه، سمت، رنګ‎…‎‏ ) ته ‏رابولي او هغه څوک له مونږ څخه نه دي چې په دغه منظور جګړه کوي او هغه ‏څوک له مونږ څخه ندي چې په همدې مفکوره مړ شي.‏
دا حديث سم دى  خبره پرې نه کيږي،  خو ځينې خلک پرې نه پوهيږي ‏
که چير ته ستا قوم  د يوبل قوم سره جگړه ،اختلاف يا د حق غوښتنې پر ‏سره لانجه شي او ته ښه پوهيږي  دا زما قوم  سل پر سلو کې پر ناحقه دى  ‏او بيا هم د خپل قوم پلوي کوي ، ورته جگړه کوې دا کار ناروا دى ‏
د خپل  قوم  داسې حق چې ته پرې پوهيږي چې  سل پر سلو کې زما قوم ‏پر حقه دى  نو دې ته تعصب نه وايي  دا د خپل حق غوښتنه ده او دا لازمي ‏او واجب ده ‏