فضل قادر انډيوال

Profile Photo

فضل قادر انډيوال د پتنگ زوى د غلام گل لمسى او د عبدالقادر کړوسى دى . د 1353 کال دحوت (کب ) د مياشتې په اوولسمه نېټه د شنبې پر سهار د ننگرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د حصارک په لوى کلي کې زېږېدلى دى ،خپله لومړنۍ زده کړه يې د جلال اباد د ميا عمر نمبر اول ،دويم او عبدالوکيل ښوونځيو کې کړې ،بيا د نورو د ډېرو افغانانو په څېر يې د کوزې پښتونخو ا پېښور ته هجرت کړى او دلته يې د ابو عبيده بن جراح په مدرسه کې يو کال زده کړه کړې او بيا د پېښور د صدر په لويې ديني مدرسې جامعه امدادالعلوم الاسلاميه کې خپلې ديني زده کړې بشپړې کړي او 1997 کې پگړۍ تړلې ده . د مدرسې په مهال کې يې شعر ليکنې ته لاس واچوه او ورسره ورسره يې دپېښور يواځينۍ پښتو ورځپاڼې وحدت او د حزب اسلامي د گوند اړوند ارگان شهادت سره يې قلمي اړيکې ټينگې کړې او د همدغې اړيکو له لارې يې مطبوعاتو ته لار ومونده له ،چې د سهار ورځپاڼې سره يې د خبريال او سمونکي په توگه کار پيل کړ او د نژدې يو کال څخه وروسته د پېښور څخه دويمې پښتو ورځپاڼې خبرونه سره د خبرونو په څانگه کې يې د کار بهير گړندى وساته او نژدې شپږ کاله يې ورسره تېر کړل ،چې هم د خبريال په صفت خپلې مطبوعاتي دندې ته ادامه ورکوي ،خو د پښتون پوسټ ورځپاڼې سره ،چې د 2008 د اکتوبر په دولسمه يې گڼه نوې خپره شوه د خبرونو د څانگې د مشر په توگه کار کوي ،د نوموړي ادبي ،سياسي ،تولنيزي ،فرهنگي ،ليکنې د ورځپاڼې سرليکنې هم په بېلابېلو خپرې شوي ،همدارنگه يې د سهار په ورځپاڼه کې د ځوانانو هېنداره مخ چلولى او په کې به يې د ځوان غږ په نامه کالم ليکه او د خبرونه په ورځپاڼه کې يې د تړون کالم ليکلى ،چې ادبي ،سياسي او فرهنگي موضوعگانې په کې د وخت د شرايطو په پام کې نيولو سره څېړلي دي .


د تخلص ټاکل

 په ادبي ډگر کې زياتره ليکوال د ځان لپاره د تخلص نوم غوره کوي ، چې په ادبي بنډارونو کې په دغه خپل ټاکلي تخلص ياديږي .د وخت په تېريدو سره دغه نوم دومره عام شي،چې په ځينو وختونو کې په اصلي نوم بيا څوک نه پيژندل کيږي. د نړۍ د ادبيانو او ليکوالو سربيره افغان اديبان ،پوهان ،او سياستوال د خپل ار (اصل) نوم سربيره تخلص هم ږدي. دا وه لنډکۍ سريزه اوس به راشو د تخلص معنا ته او يو ځل به دغه ويى (لفظ) او کلمې ته لږځير شو. تخلص عربي کلمه ده ،چې په صرفي مصادرو کې د تفعل باب مصدر دى ، لغوي مانا ي

11.01.2021 فضل قادر انډيوال

په پښتو کې د عربي کليمو ليکلار

دا خبره څرگنده ده چې ژبې په يو بل ځانگړې اغيز لري او بيا په تېره ‏پښتو د عربي ژبې ځانگړى اغيز خپل کړى دى، د عربي ډېرې کليمې ‏په پښتو کې ځاى شوي او کارول کيږي او داسې هم گڼل کيږي چې ‏دغه عربي کلمې د پښتو خپلې شوي دي. په پښتو کې د عربي کلمو ‏کارول په دوو ډولو ويشل شوي دي. يوه ډول مفغن او بل نامفغن :١_ ‏هغه عربي توري چې په مفغن کيدو سره يې ارمعنا بدلون مومي نو ‏دغه کلمې بايد په اصلي بڼه وليکل شي. لکه قاضي، حاکم، الصلوة، ‏محکمه…. ٢_هغه کلمې چې په مفغن کيدو يا بدلون سره يې اصلي ‏معنا ب

09.01.2021 فضل قادر انډيوال

ولسمشر په ننګرهار کې له ميرمنو سره وکتل

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له یو شمېر ښځو سره وکتل. په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار هم حضور درلود، په پیل کې د ننګرهار ولایت د ښځو په استازیتوب پوهاند ذاکره بابکرخېل خبرې وکړې او جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې وویل، د سولې په برخه کې ستاسو د هلو ځلو ستاینه کوو، ځکه جګړې تر بل هر قشر د افغانستان

07.01.2021 فضل قادر انډيوال

پاکستان د ښوونيزو (تعليمي) ادارو د پرانستو پريکړه وکړه

د  پاکستان د ښوونيزو چارو (تعليم) مرکزي وزير شفقت محمود يوې خبري غونډې ته ويلي دي چې د پاکستان مرکزي حکومت په دريو پړاوونو کې د ټولو ښوونيزو (تعليمي) ادارو د پرانستو پريکړه کړې   شفقت  محمود زياته وي د نهم ،لسم،يولسم اودولسم ټولګي به د جنوري له اتلسمې نېټې څخه، ابتدايه تر اتم ټولګي پورې به د جنوري له پنځه ويشتمې نېټې ، پوهنتـونونه او د لوړو زده کړو ادارې به د فبرورۍ له لومړۍ نېټې پيل شي  د ښوونيزو چارو د وزير پر خبره د بورډ ازموينې به د مى او جون په مياشتو کې ترسره شي

04.01.2021 فضل قادر انډيوال

روح الله خانزاده د کندهار والي وټاکل شو

د سيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې د خبرپاڼې له مخې روح الله خان زاده د عبدالمجید خان زوی، د ‏سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۳۹۹/۱۰/۱۳ نيټې د ۲۸۱۴ ګڼې حکم په منظورۍ، د حيات الله حيات پر ځای، د کندهار ولايت نوي والي په توګه وګومارل شو.

02.01.2021 فضل قادر انډيوال

د لمريز او زيږديز کال ترمنځ پرتله ‏

لمريزهجري  کال چې دافغانستان ، ايران او دمنځنۍ اسيا په هېوادونو کې ‏رسمي بڼه لري او په نورې نړۍ کې زيږديز کال رسمي دى ‏ لمريز هجري کال د وري ( حمل ) له لومړۍ نيټې سره پيل کيږي چې د زيږديز ‏کال د مارچ له ٢١ سره سمون خوري ‏ بيا د غوايي ( ثور) لومړۍ نيټه د اپريل له ٢٢ نيټې سره برابره وي د مى ٢١ دغبرگولي ( جوزا) له لومړۍ نيټې سره برابره وي ‏ د جون ٢٢ د چنگاښ(سرطان) له لومړۍ نيټې سره برابره ده ‏ دجولاى ٢٤ دزمري (اسد ) له لومړۍ نيټې سره برابره ده ‏ دا

31.12.2020 فضل قادر انډيوال

د نارنج گل مشاعرې پېښليک ته يوه کتنه 

هسې خو گران افغانستان داسيا په زړه کې يو داسې هېواد دى چې په ځانگړي تاريخ لرلو سره څوک ترې سترگې نه شي پټولى .دا په دې دليل چې د افغانستان ځينې ولايتونه داسې فرهنگې دودونه لري چې دهېواد زياتره ليکوالان ، شاعران او پياوړي اديبان يې په ځانگړو مراسمو لمانځي لکه د بلخ دگل سرخ ميله ، دپروان دارغوان ميله ، د کاپيسا په تگاب کې د انارو دگل ميله او د ننگرهار دنارنج گل ميله او گڼې مشاعرې چې زمونږ دفرهنگي غنا، بډاينې او ودې لپاره خاص او ځانگړې ارزښت لري او يو تاريخي مقام يې په برخه وي . له دې جم

30.12.2020 فضل قادر انډيوال

درى شعرونه

غزل   پاتې شه باران دى اوس به څه کيږي غلى مې جانان دى اوس به څه کيږي داخو مې داستادمينې ټس شولو څېرې مې گريوان دى اوس به څه کيږي نن راته دې بياچالمسولى دى دغه مې خپگان دى اوس به څه کيږي ماخويې نازونه پرلېيمو وړي داخو ډير ناځوان دى اوس به څه کيږي داد انډيوال خبره گرانه شوله سخت خويې گوزران دى اوس به څه کيږي   د پسرلي موسم   دپسرلي ښکلى موسم کې ووم روان هرې خوا کې خوشا

29.12.2020 فضل قادر انډيوال

قوم پرست  او  قومپال

پرست د فارسې کلمه ده معنا يې پرستش (عبادت ) ده ،لکه اتش پرست ، ‏خداپرست ‏د اورعبادت او د خداى عبادت ‏اوس راځو قوم پرست ښکاره معنا يې د قوم عبادت ده ‏ستونزه داده چې پر دې سيمه( هند، افغانستان )  فارسي له اړتيا پرته ‏واکمني کړى ‏خوکوم خلک چې داکلمه (قوم پرست ) کاروي ترې دا معنا نه اخلي ،دوي دا( پرست)   د(پال)  پر معنا کاروي  لکه قوم پرست معنا قوم پال ، هېواد ‏پرست  معنا هېواد پال ، وطن پرست  معنا وطن پال ‏په عربي ژبه کې د(رب) معنا  ده ، پالونکى ‏عربي ژبې  پوهان وايي

28.12.2020 فضل قادر انډيوال

د رحمان بابا په کلام کې دعرفان رڼا ته يوه ځغلنده کتنه

رحمان بابا دپښتو يو متصوف ملي شاعر دى په شعرونو کې دانسان د لارښوونې لپاره ډير څه ويلي دي دپيغمبر او  الله په پاکو سپيڅلو حقيقي مينه کې د پتنگ غوندې ستي ستي شوى دى ټول شعرونه يې صوفيانه رنگ لري رحمان بابا ته د پښتو په ډگر کې ډير پرمختگ ور په برخه شوي دى او د پښتو شعر او ادب کې يو لوړ مقام او ځاى لري دشعر رنگ او صورت يې په ډيره ساه انشاء او سوز انځور دى نو پوهيږو چې په شعر کې معنوي حقيقت او سوز خوښوي او ساده جمال ( ښکلا) ورته ښه ښکاره کيږي دگل پاچا الفت ادبي بحثونه ) .صديق الله رښتين ويلي

26.12.2020 فضل قادر انډيوال

د ښاغلي علي خان تجريد ‏

جره ، مجرد ، او تجريد ، دا عربي کلمې دي او د يواځې او تنها معنا لري.پښتانه وايي چې احمد تجريد شوى،  معنا ورسره خلکو خپلې اړيکې پرې کړي او يواځې شوى ‏.د افغانستان په اصطلاح کې مجرد  ناواده کړي ته وايي  چې  ميرمن يا ښځه نه لري يواځى گڼل ‏کيږي ‏.د تجريد معنا  تصوراتولپاره او عادي يواځې لپاره پرخپل  خپل ځاى هم  کاريږي.‏ شاعر تل له يواځيتوب شکايت کوي ، او په يواځيتوب کې ښه آو بد تصورات هم پيدا کيږي ‏.تجريد  ښاغلي علي محمد خان اپريدي د خپل شعري جونگ ( ټولگې) ته نوم غوره کړى دى  

25.12.2020 فضل قادر انډيوال

د پيرسفيدشاه همدرد ترلارښوونې لاندې دوحدت ورځپاڼه

دمهاجرت شېبې وې ،ډيرکوچنى ووم ، ايله مې ښې او چپ لاس پيژانده ،خوله پښتوادب ،سياست، او کلتورسره مې مينه ډيره زياته وه ،دمدرسې د ‏درسونو بوج مې هم ‏راترغاړې وه ، خوپه دې ډگر کې مې له وحدت ورځپاڼې ‏سره لوالتيا پيدا شوه  وحدت يواځينۍ ‏پښتو ورځپاڼه وه چې د جهادي ‏مشرانو،سياستوالو خبرونه ،ليکنې او شعرونه يې  خپرول گڼ ‏لوستوال يې ‏هم لرلوحدت ورځپاڼه دپيرسفيدشاه همدرد پرزياراو هلوځلو په لومړي وخت کې ‏اردو (الوحدت)پرنوم ‏خپريدله چې په منځ کې (پښتو) شعرونه هم ‏ترسترگوکېدل پرافغانستان چې روسانو تېرې

24.12.2020 فضل قادر انډيوال

پښتو دپښتنو مورنۍ ژبه ده 

دا مهال په گردې نړۍ او په افغانستان او پاکستان کې په ميلونونو پښتانه ژوند کوي خو ژبه ېې دقانون له مخې له رسمي چوکاټه بهر ده که په افغانستان کې داساسي قانون د ١٦ مادې له مخې په نوم رسمي ده خو په عمل او کارنده برخه کې بيخي رسمي نه ده دافغانستان ټول دولتي کچ پر دري ژبه دى په يوازې او انفرادي ډول دې کار ته چې (پښتو) دې په بنسټيز ډول د اساسي قانون له مخې په ار بڼه رسمي شي نو دا کار ډله ايز ډول وي نو گټه کوي گډ غږ حکومت او ولس ته ژر رسي نو دچې اوس مهال (د ژبژغورنې ملي غورځنگ) دفبرورۍ پر ٢١ د هېواد

23.12.2020 فضل قادر انډيوال

پښتو ژبې ته ژوند غواړم

له ځينو نيوکو کوونکو سره ناندرې    بسم الله الرحمان الرحيم  ډالۍ هر هغه پښتون ته چې په دولتي او رسمي ادارو کې د پښتو ژبې د رښت (حق) غوښتنې لپاره هر اړخېز پرځنگ (مبارزه)  کوي   د پېل خبرې گرانو لوستوالو ! پر فيسبوک مې وخت پر وخت د پښتو ژبې د ودې ، پرمختگ او  پر ځانگړي ډول دافغانستان په دولتي اروگانونو کې د لومړي ځاى د ټاکنې لپاره مبارزه پيل کړې وه چې د ډيرو انديالو (همفکره) له خوا وستايل شوه نو له ښه مرغه يا له بده مرغه ځينو بيازما مبارزه

22.12.2020 فضل قادر انډيوال

د پښتو د ليکدود ستونزه حل غواړي

د پښتود ليکدود  يو او کره کېدولپاره  څه کول په کار دي ؟؟؟؟؟؟؟؟ داخبره اوس څرگنده ده ،چې هره ژ‌به ځانگړي ارونه ،پښويه (گرامر)له مخې پرمختگ کوي دا،چې پښتوژبه دنړيوالوژبوپه کتارکې څلويښتم ځاى لري اونن سبا په ټولې نړۍ کې په ميلونونوويونکي لري اودامهال په لسگونوويبپاڼې،په لسگونوورځپاڼې ،راډيي اوتلويزوني کانالونه يې خپرونې کوي خوتردې دمه يې دگډ ليکدود ستونزه نه ده حل شوې، پښتوژ‌به دامهال گڼ ژ‌بپوهان لري ،چې هر يويې دخپل ليد لورې له مخې دپښتوليکدود ليکي اوخپل هغه کره بولي اودبل ناکره ،دپښتوژ

21.12.2020 فضل قادر انډيوال

دوه خاطرې 

يوه خاطره  په تصور مې ځان پاچا کړو چې مې سر پورته کړ ملنگ د د نياوومه   ليک: خيال ‏( انډيوال)  دولسمشرۍ له سوگنده وروسته دريځوال ويل ‏ اوس ولسمشر ته بلنه ورکړل کيږي چې خپله  وينا وکړي  ‏ولسمشر له تشريفاتي خبرو وروسته ويل چې په لومړي گام کې به ډاکټر ‏نجيب قبر په عصري بڼه جوړ او د امنيت د ساتنې لپاره به ورته د کورنيو او ‏دفاع  وزارتونو يوه پوځي  قطعه وټاکل شي ‏که څه  هم مې ورسره سياسي تاويلي ما ويلي درلودل خو د گران هېواد ‏

19.12.2020 فضل قادر انډيوال

له ځينو نيوکو کوونکو سره ناندرې 

ښاغليه ! يوه زه د موضوع پر تعبير پوهيږم او تعبيرولاى يې شم ‏ زه د همدغه اوسني اساسي قانون په رڼا کې د رياستي نظام پلوى يم ، چې ډير واک ولسمشر سره ‏دى ، او دا هم قانوني کړنه ده چې ولسمشر به خپل لومړى او دويم مرستيال ټاکي دا ورته اساسي ‏قانون صلا حيت ورکړى دى ، زه( په ملي انديا فکر ) کې کېداى شي همدې ته ورته د ټکيټ ‏کمپايني ملاتړ وکړم ، خو لږصبر چې رسمي کمپاين پيل شي . ‏ماته تر دې دمه ، دحکمتيار ، نور رحمان ليوال ، او ولسمشر غني ټکټونه سره ورته ښکاري ‏حکمتيار دهمدغه رياس

18.12.2020 فضل قادر انډيوال

د کواټ حاجي بهادر بابا

دکواټ  په تاريخي ښار کې گڼ شمير مذهبي(ديني) شخصيتونه  دفن شوي دي چې دهغه  له جملې څخه  يو هم د حاجي بهادر بابا شخصيت دى نوموړى يو ديني عالم ، دتصوف  لارښوونکى ،د مدرسې مدرس ،دشرک بدعت او نورو خورافاتو سخت دښمن تېر شوي دى خپل اصلى نوم يې حضرت سيد عبدالله چې په حاجي بهادر کواټي باندې مشهور دى دپيدايښت نيټه يې دقمري کال له مخې نهه سوه څلور اتيايم يا نهه سوه اته اتيايم ښودل شوې ده خو د ائينه تصوف نومي کتاب د يوسل شپيتم مخ کې د پيدايښت نيټه درجب المرجب  شاړسم نهه سوه يو نهه اتيا قمري کال ددوشنبې (

16.12.2020 فضل قادر انډيوال

حضرت اصحاب بابا رضي الله عنه

  داليکنه داردو سرچينوپرمټ ليکل شوې ده حضرت اصحاب بابا د رسول الله صلى الله عليه وسلم  يو جليل القدر صحابي و دهغه نوم حضرت سنان ابن محبق هذلي او ٤٥ هجري کال کې مړ شو ى دى دپېښور د داودزۍ سيمې چغرمټۍ کلي کې يې قبر دى . دپښتونخوا دسيمې زياتره مسلمان او عقيدتمند(باورمن ) خلک يې قبر ته په ډيرې مينې ورځي او د پښتونخوا دنورو نامتو بزرگانو د قبرونو په پرتله يې زيارت کوونکي  ډير دي  عام خلک له دې څخه ناخبره دي مونږ په دې کرښو کې کوشش کوو چې د حضرت اصحاب بابا رضي الله عنه پر ژوند ر

15.12.2020 فضل قادر انډيوال

د روژې دمياشتې دليدو شرعي حيثيت

داسلام سپيڅلى دين تل خپلو پيروانو ته لارښودنه کوي چې خپلې د غم او ښادۍ ورځې په ګډه سره ونمانځي ځکه چې اسلام ديووالي دين دى نو ښايي چې دروژې او اختر ورځې هم ټول مسلمانان سره په ګډه ونمانځي په دې سره دمسلمانانو ترمينځه چې دنړۍ په هر ګوټ کې وي ديووالى بنسټيزه  جذبه پيدا کيږي او دغه کار پر  ډيرو مسلمانانو باندې ښه اغيزه کولاى  شي خو په دې شرط چې ورته عملي جامه واغوستل شي .روژه داسلام دارکانو څخه يو اهم او ارزښتناک رکن دى او دنړۍ ټول مسلمانان يې پر ځاى کوي خو يوه خبره چې ديو څو کلونو راپه دې خ

12.12.2020 فضل قادر انډيوال

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more