لمريزهجري کال چې دافغانستان ، ايران او دمنځنۍ اسيا په هېوادونو کې رسمي بڼه لري او په نورې نړۍ کې زيږديز کال رسمي دى
لمريز هجري کال د وري ( حمل ) له لومړۍ نيټې سره پيل کيږي چې د زيږديز کال د مارچ له ٢١ سره سمون خوري
بيا د غوايي ( ثور) لومړۍ نيټه د اپريل له ٢٢ نيټې سره برابره وي
د مى ٢١ دغبرگولي ( جوزا) له لومړۍ نيټې سره برابره وي
د جون ٢٢ د چنگاښ(سرطان) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
دجولاى ٢٤ دزمري (اسد ) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
داگست ٢٤د وږي( سنبلې) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
دسيپټمبر٢٤دتلې( ميزان ) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
داکتوبر٢٤ دلړم (عقرب) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
دنومبر ٢٣ د ليندۍ (قوس) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
دسمبر٢٣ د مرغومي (جدي) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
دجنوري ٢١ دسلواعې( دلوې) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
دفبروري ٢٠ دکب (حوت ) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
دا مهال په گردې نړۍ کې د کليزې په شمير يوکال پر درې نومونه رسميت لري ،يوه يې زيږديز( ميلادي _ عيسوي ) بلل کيږي
لمريز کال ١٢ مياشتې او ٤ فصله دى
هرفصل يې بيا ٣ مياشتې دى
پسرلى ، اوړى، منى اوژمى
لومړى فصل ( موسم)
پسرلى
ورى ( حمل )
غوايي ( ثور)
غبرگولى( جوزا)
دويم فصل( موسم)
اوړى
چنگاښ( سرطان)
زمرى( اسد)
وږى (سنبله )
دريم فصل( موسم)
منى
تله ( ميزان )
لړم (عقرب)
ليندۍ( قوس)
څلورم فصل ( موسم)
ژمى
مرغومي (جدي)
سلواعه ( دلوه )
کب ( حوت)
دبزگرۍ په حساب کال دوه فصله دى پسرلى او منى
بزگر په ځمکه کې تخم په پسرلي وکري او په مني يې حاصل ترلاسه کړي دبيلگې په لومړى غنم وکري له حاصل وروسته ورپسې سمدستي جوار وکري او په ژمي کې يې ځمکه هسې ( خاره) پرته وي اوپسرلي ته سترگې پرلاره وي
ښوونيز(تعليمي ) کال نهه مياشتې دى
دا کال په گرمو سيمو کې د وږى ( سنبلې ) پر(١٥) پيل او د غبرگولي( جوزا) پر(١٥) پاى ته رسي او د اوړي (٣) مياشتى رخصت وي
(داکال دوه لمريزکلونه نيسي ځکه چې له سنبلې تر کب به پورې مياشتې په يوکال کې وي او بيا دغبرگولې تر (١٥) پورې په بل کال کې وي نوځکه يې دسوبتيا پرکتاب يا ترقي تعليم پرکتاب داسې ليک وي ١٣٩٣-١٣٩٤ ښوونيز کال
او د يخو سيمو کې بيا ښوونيز کال د وري ( حمل ) پرلومړى نيټه پيل کيږي او ليندۍ( قوس) پر (٣٠) پاى ته رسي او د ژمي (٣) مياشتې رخصت وي
په دې ښوونيز کال کې زده کوونکي دکالنې ازموينې څخه خلاص کړل شي او د بل نوى ښوونيز کال په سوچ اخته شي
ددريم يې سپوږ ميز ( قمري) هجري بلل کيږي
جنوري،فبروري ، مارچ، اپريل ،مى، جون ،جولاى ،اگست ،سيپټمبر ،اکتوبر ،نومبراو دسمبر زيږديز کال د مياشتو نومونه دي
محرم الحرام ، صفرالمظفر، ربيع الاول ، ربيع الثاني ،جمادي لاول ، جمادي الثاني يا(جمادي الاخره ) رجب المرجب ،شعبان المعظم ،رمضان المبارک ،شوال المکرم ،ذوالقعده ، او ذو الحجه
داد سپوږ ميز کال د مياشتو نومونه دي
ورى ( حمل )، غوايي ( ثور )، غبرگولى ( جوزا)، چنگاښ(سرطان) ، زمرى (اسد)، وږي( سنبله) ، تله( ميزان )، لړم (عقرب)، ليندۍ (قوس) ، مرغومى (جدي)، دسلواعه ( دلوه) او کب (حوت )
د زيږديز کال سرچينه د حضرت عسى (عليه السلام) له زيږيدو څخه اخستل شوى
دهجري سپوږ ميږ کال سرچينه له مکې مکرمې څخه مدينې منورې ته د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم له هجرت څخه اخيستل شوى
چې پيل يې حضرت عمر (رضي الله عنه) کړې دى
دلمريز کال سرچينه هم هجرت څخه اخستل شوى
بله داچې لمريز او زيږديز کال بدلون نه لري هره مياشت يې بل کال ته په همدغه وخت راځي
سپوږ ميز کال بدلون مومي چې بل کال ته لس ورځې وړاندې راځي بل کال ته روژه لس ورځې وړاندې راځي
د تخلص ټاکل
په ادبي ډگر کې زياتره ليکوال د ځان لپاره د تخلص نوم غوره کوي ، چې په ادبي بنډارونو کې په دغه خپل ټاکلي تخلص ياديږي .د وخت په تېريدو سره دغه نوم دومره عام شي،چې په ځينو وختونو کې په اصلي نوم بيا څوک نه پيژندل کيږي. د نړۍ د ادبيانو او ليکوالو سربيره افغان اديبان ،پوهان ،او سياستوال د خپل ار (اصل) نوم سربيره تخلص هم ږدي. دا وه لنډکۍ سريزه اوس به راشو د تخلص معنا ته او يو ځل به دغه ويى (لفظ) او کلمې ته لږځير شو. تخلص عربي کلمه ده ،چې په صرفي مصادرو کې د تفعل باب مصدر دى ، لغوي مانا يې خالص کول او ځانگړي کول دي. په اصطلاح کې پورته نغوته ورته وشوه په او سمهال کې چې زمونږ ځوان کول د استعداد خاوند کيږي او طبعآ د ځان لپاره تخلص غوره کوي ،نو بايد ښه فکر وکړي، چې د نوښت له مخې ښکلى او تلپاتى تخلص ومومي او له ده څخه وړاندې د بل چا نه وي ، ځکه، چې تخلص په دې دلا لت کوي، چې دغه نوم د همدغه دى، چا چې د ځان لپاره غوره کړى دى اوس به د تخلص يو څو ډولونه دروپيژنو
١. مرکب تخلص : لکه رشيد افغان ،علي صبا ،اباسين يوسفزى او داسې نور..
٢. قومي تخلص : چې تخلص خپل قوم پورې وتړي لکه مومند ،شينوارى .داودزى ،خوږياڼى .
٣. سيمه ييز تخلص: د دغه تخلص نسبت يوې سيمې ته کيږي لکه کوټوال ،حصارشاهيوال ،رودوال ، مزينه وال ،حصارک وال ، خوستوال ، پکتياوال .
٤. کورنى تخلص : دغه تخلص په يوې کورنۍ پورې ځانگړى وي، چې بيا په دغه کورنۍ کې چې څومره د استعداد خاوندان راځي نو نسبت يې همدغه کورنۍ ته کيږي لکه :د مجديدي ،گيلاني ،او جيلاني ، چې د مجددي نسبت مجددالف ثاني او د گيلاني يا جيلاني نسبت شيخ عبدالقادر جيلاني ته کيږي .
٥. پلار ته نسبت : ځينې خلک د خپل پلار نوم د ځان لپاره تخلص وگرځوي او يواځې د زوى کلمه ورزياته کاندي، لکه گلاب زوى او سرورزوى او کله د پلار نيمگړى نوم د ځان لپاره تخلص غوره کړي لکه : صميم د صميم الله او نظامي د نظام الله څخه اخيستل شوى دى
٦. د خپل نوم جز: ځينې وگړي د خپل اصلي نوم يوجزياپوره برخه د ځان لپاره تخلص گرځوي لکه : افسر علي افسر ،عابد الله عابد ،سيد صابر شاه صابر او نجم الدين نجم .
٧. ځينې بيا د خپل پلار تخلص ځان لپاره غوره کوي لکه : ډاکټر خوشحال تسل، چې د خپل پلار محمد عارف تسل څخه يې تسل غوره کړي.
٨. ځينې ليکوال د ځان لپاره تخلص په خپله غوره کوي .چې بيا يې عام وگړي په خپل غوره کړي تخلص پيژني ،چي دغه وگړي د فلانۍ کورنۍ څخه شمېرل کيږي .لکه :رفيع ،زيار ،صميم ،شپون که له دوي څخه وروسته په دغه ادبي کورنيو کې هر څومره د استعداد ځوانان ډگر ته راځي ،نو په همدغه تخلص به ياديږي ،چې دې ډول تخلص ته شخصي تخلص هم ويل کيږي .
٩. ځينې خلک بيا د خپلو قوميزو ،سيمه ييزو ،کورنيزو او شخصي تخلصونو څخه سرغړونه وکړي او د ځانونه لپاره نوي تخلصونه غوره غوره کاندي، چې دوى ته بيا هم دغه ازادي شته، چې د ځان لپاره نوى تخلص غوره کړي خو بايد دومره فکر وکړي چي د بل چا په تخلصونو باندي تېرې ونه کړي او له نوښته کار واخلي .
١٠. يو بل صورت هم شته چې زه يې يادښت اړمن او لازمي بولم او دغه ناجايز صورت دى، چې هر څوک بايد ترې ځان وژغوري .هغه دا چې ځينې خلک د ځينو مشهورو اشخاصو تخلص د ځانونو لپاره غوره کوي او يا په ځينو ورځپاڼو او جريدو کې چې يې د چا تخلص خوښ شي ،نو د ځان لپاره يي وټاکي چې دغه ښه کار نه دى او زه يي ښه نه انگيرم ،ځکه په دې سره د ځينو مشهورو اشخاصو څخه ناوړه گټه پورته کيږي او د هغوى مشهورو او غيرو مشهورو شخصيت باندې هم يو ډول ناوړه اغيزې شيندي . او په بهر کې به عام لوستوال دا گومان کوي، چې دغه شخص د فلانۍ مشهورې کورنۍ څخه دى او په اصل کې به له هغې څخه نه وي اوسمهال د نورو تخلص کيښودل که مشهور وي او که نه ،خو په ځان باندي کيښودل يي زيات دي او دغه دود زمونږ په اوسني ځوان کول کې ډير زيات عام شوي او په يو تخلص دومره ليکوالان ليدل کيږي چې خپل اصلي نوم ورسره ياد نه شي نو څوک يې نه پېژني. زه به يې د بيلگې په ډول د يو څو ليکوالو نومونه راواخلم او هيله من يم چي څوک راڅخه خپه نه شي .
سيار: فضل الرحمن سيار ،فياض الرحمن سيار،اسماعيل سيار ،عطا الحق سيار ، وجيهه سيار ،ساکب سيار ، نصير سيار همدرد : رييس خان همدرد ، تلاوت شاه همدرد، شفيق همدرد، شادمحمد همدرد، شاه محمد همدرد، شيرمحمد همدرد، شيرشاه همدرد،محمد عارف همدرد، همايون همدرد
سباوون : وحيدالله سباوون، قاضي سيد اختيارسباوون، اجمل سباوون ، حميد سباوون ...
همکار : گل ملا همکار، ابراهيم همکار، نورالله همکار...
عادل: نورمحمد عادل، نيازمحمد عادل ،لياقت عادل....
مطمين: مولانا عبدالشکور مطمين ،عبدالحى مطمين ،نظر محمد مطمين ..
عابد: بازمحمد عابد ، امتياز احمد عابد ، مطيع الله عابد او بيا مطيع الله عابد ،زمرک عابد .عبدالمقيم عابد فضل سبحان عابد....
ما د زيار په نامه تخلص يوازې د ډاکټر مجاور احمد زيار پيژندو، چې د ډير پخوا راهيسې يې دغه نوم د ځان لپاره غوره کړي و . خو اوس د ډاکټر عبدالخالق زيار او جان اغا زيار په نامه نور ليکوال دلته په پښتونخوا کي شته چې زما په اند کيدى شي ،چې دغه تخلص يې د ډاکټر مجاور احمد زيار څخه اخيستى وي ،ځکه چي نه ورسره د خپلولۍ څه رشته لري او حتا چې د سيمې يې هم نه دي ،زمونږ ليکوا ل او شاعران او بيا په ځانگړي ډول د استعداد خاوندانو ته ښايي، چې د خيال او شعري نوښت سره سره په خپلو تخلصونو کې هم ښکلى او اساسي نوښت وکړي.د مثال په ډول که تاسو (په څله کې گلابونه) نومي کتاب وګورئ ، هغوى ځوانانو د شعري نوښت سره يې په تخلص کې هم ښايسته په زړه پورې نوښت کړى، چې د ستاينې وړ دي .لکه :اند ، پرتم، پرهر، څار، ځواب، رودوال ، او خوښ، دغه پورتني گرد جايز صورتونه دي چي ليکوال يا د استعداد خاوند کولى شي،چې په دې رڼا کې د ځان لپاره تخلص غوره کړي . په پاى کې هغه کسانو ته وړانديز کوم . د کومو کسانو چې مشران وي او يا يې کورنۍ د پخوا راهيسي يو تخلص غوره کړي وي او دنورو سره هم نامي وي،نو کشران دې هغه تخلصونه ،چې تري پټ کړي يې وي بدل کړي او مشران دې پرې پاتې شې .