ښاغليه !

يوه زه د موضوع پر تعبير پوهيږم او تعبيرولاى يې شم ‏

زه د همدغه اوسني اساسي قانون په رڼا کې د رياستي نظام پلوى يم ، چې ډير واک ولسمشر سره ‏دى ، او دا هم قانوني کړنه ده چې ولسمشر به خپل لومړى او دويم مرستيال ټاکي دا ورته اساسي ‏قانون صلا حيت ورکړى دى ، زه( په ملي انديا فکر ) کې کېداى شي همدې ته ورته د ټکيټ ‏کمپايني ملاتړ وکړم ، خو لږصبر چې رسمي کمپاين پيل شي . ‏
ماته تر دې دمه ، دحکمتيار ، نور رحمان ليوال ، او ولسمشر غني ټکټونه سره ورته ښکاري ‏
حکمتيار دهمدغه رياستي ( مرکزي حکومت ) ملاتړى دى او د خپل نوى اساسي قانون مسوده ‏رامنځته کول غواړي
نور الرحمان ليوال خو کمپيوټر پوه اودپښتو ژبې د ودې او پر مختگ لپاره يې ډير کار کړى دى دا ‏کمپيوټر همدغه نورالرحمان ليوال پښتون کړى معنا د کمپيوټر پښتو الفبا نورالرحمان ليوال ور جوړ ‏کړى خو دومره ملاتړ نه لري چې پرې واک ته ورسي ‏
‏ ‏
اتمر خو خپله خبره د قانوني پر خوله څرگنده کړه د نومليکنې پر مهال د اساسي قانون بدلون ته يې د ‏اصلاحاتو نوم ورکړ زه يې د تگلارې مخالف يم ‏
پاتې شوه د لومړيتوب خبره هر تن ځان ته موخه او هدف لري بيا دا موخه او هدف د ټولنې او ‏گوند له مخې توپير کوي ‏
دبيلگې په توگه که زه د يوې ټولنې يا د يو گوند په چوکاټ کې دکوم کانديد ملاتړ کوم نو بيا ‏لومړيتوب دگوند او ټولنې له خوا برابره تگلاره وي چې په کې په ښکاره ويل شوي چې مونږ د ‏گوند يا ټولنې په استازيتوب ستا ملاتړ کوو خو تاسې به راسره دا شرايط يا لومړيتوب منئ ‏
يوه شخصي اند دى
‏ يا فکر دى ‏
داځل که ولسمشر پښتو ته په رسمي چوکاټ کې د لومړيتوب ژمنه ونه کړي رايه نه ورکووو ‏
دا ‏پيغام مو نيغه په نېغه ورسوئ ‏
با خبر لومړي په رسمي چوکاټ کې (پښتو ته لومړيتوب) بيا رايه. ‏
دا زما شخصي فکر دى ‏
له اشرف غني څخه هم دى ، له کرزي څخه هم وو ، د هرپښتون لوړپوړي چارواکي څخه دى ‏

زما ، يا زمونږ گيله له پښتنو لوړو پوړو چارواکو څخه ده چې دوى دې صبرکول غواړي او دا ‏عادي موضوع گڼي خودا اړينه او ضروري موضوع ده زما مخاطبين پښتانه دي ‏
‏(دا چی ته د افغانستان د ریاست جمهوري د نوماندانو څخه په لومړیتوب کی صرف پښتو غواړي دا ‏داسي معنا ورکوی چی ته زمونږ ټاکنو ته , زمونږ نوماندانو , زمونږ سیاست ته او زمونږ حالت ته ‏یو نوع توهین کوي . دا د افغانستان په سیاست, حکومت او تاکنو باندی یو نوع ملنډی وهل دي)‏
زه پر ټاکنو ، نوماندانو ملنډې نه ووهم زه ترې د پښتواوپښتنو اصلي ، قانوني او حقوقي حق غواړم ‏
دا غوښتنه زما حق دى‏
په پاى کې ‏
تا دا منلې چې (دا زه منم چی پښتو ژبي سېمې نظر نورو ژبو ته ډير نفوس لري
زه د پښتو د ادبياتو د زده کړي خلاف نه يم چی څوک يې زده نکړي ,زمونږ ملی او رسمي ژبه ده ‏بايد چی زده يې کړو.) ‏
دا چې تاومنله چې پښتو زمونږ ملي او رسمي ژبه ده باید چی زده یی کړو ‏
خبره په زده کړه نه خلاصيږي اساسي د اختلاف ټکى همدغه دى ‏
‏ چې ژبه ملي ژبه وي نو بيا داسې وي چې د هېواد ټول رسمي اسناد ، رسمي خبرې ، په نړيوالو ‏غونډو کې د خپل هېواد استازيتوب به پر ملي ژبه وي
بيلگې په ډول دايران ملي ژبه فارسي ده نو په ملگرو ملتونو په غونډه کې د ايران ولسمشر حسن ‏روحاني پر فارسي خبر وکړى ‏
د چين ولسمشر پر چيني خبرې وکړي ‏
په پاکستان کې اردو ملي ژبه ده ‏
دبهرنيو چارو وزير يې په ملګرو ملتونو کې پر اردو خبرې وکړي ‏
‏ د افغانستان په اوسني قانون کې پښتو او دري رسمي ژبې دي د همدغه قانون له مخې ملي يوه هم نه ‏ده پښتو او دري رسمي ژبې دي بيا پوښتنه همدا ده دري ته په رسمياتو ډيره پاملرنه کيږي او پښتو ‏ته نه ، دا پښتون ستر او لوى اکثريت قوم سره ظلم دى ‏
همدغه ظلم دى نن د پښتو ژبژغونې غورځنگ پيل شوي چې په رسمي ادارو کې د پښتو او دري ‏انډول او موازنه غواړي ‏
ځکه ستا پر خبره پښتو ژبي سېمې نظر نورو ژبو ته ډير نفوس لري ‏
نورې ډيرې خبرې نشته ‏
اوس په رسمي ادارو کې پښتو = دري غواړو ‏
دري ترې مخکې يا پښتو تر پاتې نه غواړو ‏
اوس په رسمي ادارو کې پښتو = دري غواړو ‏

‏يو ملگري ته لنډ ځواب 
ما له معاش پورته د پښتو دود ونې ته کار کړى او په راتلوونکي کې به يې هم کوم 
ته باپد په ټول افغانستان کې پښتو او پښتنو حالاتو ته ښه ځير شي
زه له ماشومتوبه په دې لارې روان يم ، اراښاد عبدالرحمان يمال ،سره به پښتو ليکل کول 
ډاکټر زيار ، وزير محمد گل مومند، با چاخان فخر افغان او نور 

، دا مبارزه اوسنى نه ده او نه دپښتو دادبياتو د محصل کار دى ، د پښتو ژبې او پښتنو د حالاتو د ښه کېدا لپاره له سياسي گوندونو سره ادبي نا سياسي گوندونو ، ټولنو کار کړى
، همدا پرون يا هغه بل پرون په کابل کې د با چاخان فخر افغان او د ځوى يې ولي خان په ياد غونډه وه دا څه لپاره ؟ 
، با چاخان فخر افغان لومړى کس وو چې په چارسده کې ښوونځي په پښتو کړل چې بيا انگريزانو پرې بند کړل ،
ځوان يې لږ پښتو ، پښتنو په اړه معلومات ترلاسه کړه دا مبارزين وپيژنه
يوازې د يون او پدام پر خلاف مه کيږه پدام په خپله خبره کې رښتنى دى ، زه افغان نه يم ، افغان = پښتون دى او مونږ هم په همدې اند يو. 
خو څه وکړو هېواد پالنې لپاره په اوسني قانون کې ټولو قومونوته افغان نوم ورکړل شوى 
د پښتنو په تاريخ کې پښتون افغان دى او افغان پښتون دى اوس همدا خبره غوره گڼو ټول قومونه د افغان په چوکاټ يا تعريف کې راگډ کړو ، 
کابل د پښتنو ټابوبي دى 
کابل د پښتو ستر مرکزدى نه تاجکو ازبکو ،
دا گذشت مونږ پښتننو کړى 
، بيا ټول افغانستان د پښتنو لوى کور دى
فارسي دايران ژبه ده 
دا هم يو تپل شوى خبره ده چې دافغانستان ژبه دري ده ،
دري او فارسي يوه ژبه ده 
دا خبره ناسمه ده فارسي بيله ده او دري بيله
، افغانستان کې ورته دري وايي او په ايران او تاجکستان کې ورته فارسي ،
لږ سم سياسي پښتون شه
دري او فارسي يوه ژبه ده اوکه بيلابيلې دوه ژبې ؟ ‏
ژبپوهان پر دې اند دى چې دري او فارسي په ار او اصل کې يوه ژبه ده ‏
چې په افغانستان کې ورته دري او په ايران او تاجکستان کې ورته فارسي وايي ‏
‏ دعربي ژبې په لرغونو متنوکې هم دري ته فارسي ژبه ويل شوي ده ‏
نورې ډيرې خبرې او دلاييل په دې (دري = فارسي) ليکنه کې ‏ دو واژۀ دری و فارسی از گذشته‌های بسیار دور هماره، در کنار هم در وصف یک زبان واحد به کار رفته‌اند. در اغلب منابع ‏کهن عربی از قرن سوم به این سو این دو واژه به صورت «الفارسية الدرية» صفت و موصوف ثبت شده است

١انډيوال صيب تعصب وطن ورانوی ژبه مهمه ندی مهم وطن ته خدمت کول دی .‏
‏٢ څومره دتعصب، ژبى، او قوم پرست په اور سوزيږو، دالله پر ځمکه دالله دقانون حاکميت غواړو ‏
‏٣ تقوا بهتر دی تر هر څه څوک چه عمری عدالت جوړوی هغه بهتر دی ‏
ټولو ته يولنډ ځواب زه تعصب نه کوم او نه د دري په گډون نورو ژبوته په سپکه گورم خو پښتون ‏که اسلامي نظام غواړي نو پر پښتودې د وينا او ليکنې له لارې غږ وکړى چې زه اسلامي نظام ‏غواړم يا عمري عدالت غواړم ‏
تقوى غوره ده ،
‏ نه داسې چې ( تقوا بهتر دی) دا جمله ناسمه ده
‏ سمه داسې (تقوا بهتره ده ) يا غوره ده ‏
خپگان په دې دى چې ځينې پښتون لا تر دې دمه ښځه او سړى نه پيژني
‏ معنا ( مونث او مذکر) نه پيژني
‏ بيا دري ، عربي او انگليسي ژبې له گرامر ، محارو، متلونو ټولو سره زده کوي ‏
خو پښتو نه زده کوي
که يې رسمي ، ليکني ، گرامري حق غواړو نو بيا راته وايي چې تعصب کوى
‏ نورې ژبې زده کول که لوى کمال دى ‏
خپله ژبه هيرول بي کمالي ده
‏ د ژبې د رسميت حق غوښتل ، دليکنۍ د حق غوښته ، پرپښتو د وينا کولو د حق غوښتنه په ‏ټولو پښتنو ملايانو ، اخواندانو او نيمچه پښتنو باندى داسې اړين دى لکه دلمانځه لپاره اودس اړين ‏دى ،
انډيوال صيب تعصب وطن ورانوی ژبه مهمه ندی مهم وطن ته خدمت کول دی
د يوبل ملگري ته ځواب 
ښاغليه  !‏
له ټولو څخه تاسې بايد پښتو وينا او ليک ته ډيره پاملرنه وکړئ پر تاسې دا کار ضروري او اړين ‏دى ځکه تاسې په اداري کارونو کې ډير کار کړى او خوله او قلم مو پر دري عادت دى ، لږيې پر ‏پښتو هم عادت کړئ
‏ پښتو او دري دواړو د افغانستان د خلکو ژبې دي نو گيله دا ده چې پښتانه پر دري ډير ټينگار کوي ‏، زمونږ پښتون مولوي صاحب خو ملامت نه دى خپله ديني زده کړه لږه يا ډيره يې په دري يا ‏عربي کړى د دغو دواړو ژبو په گرامري وصولو پوهيږي ‏
‏ د عربي فنونو ډير کتابونه په دري ( فارسي ) ليکل شوي او ډير يې په عربي ليکل شوي ، بيا د ‏کتاب پر غاړو يې حاشيې پر دري دي
‏ نو که نن ملا صاحب ته ووايم پښتو وليکه نو ورته دري پښتو ښکاري
‏ لږه پاملرنه دې پښتو ژبې ته وکړئ
‏ د پښتو او دري مثال داسې دى چې په يوکور کې يوه مشر ورور او کشر ورور وي او دا مشر په ‏هرڅه پوهيږي خو ډيره پاملرنه کشر ورور ته کيږي نو ايا دا مشر ورور به احتجاج نه کوي زه له ‏څه څخه کم يم چې ماته خپل حق نه راکوئ ‏
‏ پښتو ژبه په افغانستان کې مشره ده او دري کشره
‏ نور مو الله پوهه کړه

د سيستم بايد ملاتړ وشي ،نه له شخصيت څخه
زما اند انډيوال:
‏ جمهوري رياست ( ولسمشري) د افغانستان غوڅ اکثريت ، نړيواله ټولنې ، د يونس قانوني ، ‏عبدالله عبدالله او مسعود پلويانواونورو دا منلى چې د پښتون ټبر (قوم) به وي ‏
‏ نو د دې لپاره په اساسي قانون کې رياستي نظام منل شوى چې ډير واک او صلاحيت له ولسمشر ‏سره وي ، لکه يونس قانوني وايي چې مونږ سره غوڅ اکثريت نشته نو ولسمشري نه رارسيږي نو ‏په اساسي قانون کې بدلون غواړو.‏
‏ صدراعظم دې وي ، يا دريم مرستيال دې زمونږڅخه وي. ‏
‏ دا خبره احمد ولي مسعود هم وکړه ، نبيل هم وکړه او اتمر هم وکړه اتمر ورته داساسي قانون ‏اصلاحاتو نوم ورکړ او احمد ولي مسعود ورته داساسي قانون د بدلون نوم ‏
‏ اساسي خبره همدا رياستي نظام کې چې ولسمشر ته ډير واک ورکړى دوى ترې په تنگ دى ‏
له ولسمشره واک اخيستل غواړي نو لاره يې همدا رياستي نظام پر پارلماني بدلولول دي
‏ والي د ټاکلو واک له ولسمشر دى دا واک هم ترې اخلي
‏ حکمتيار هم د رياستي نظام ملاتړ کړى خو خپل نوى اساسي قانون دود ول غواړي او ورسره پر ‏ولسمشر د څار يوه شورا هم غواړي .همدې ته ورته شورا اتمر هم غواړي ،
اشرف غني همدااوسنى اساسي قانون پلى کول غواړي
‏ که د اوسني اساسي قانون په رڼا کې سمې رڼې ټاکنې وشي نو غوڅ اکثريت به د هغه چا وي چې ‏رياستي نظام غواړي او ولسمشرډير واک ولري ‏
اشرف غني خپل شعار دولت جوړول غورکړى او دا د ولسمشرۍ پر واک کيږي چې څنگه دولت ‏جوړکړي ؟

د قرآن يوه عادي نسخه!!!!»‏
‏«د قرآن يوه عادي نسخه!!!!», د الله نه وويريږه انډيوال صيب، ددي پر ځاي کيداي شواي چي ‏ويلي دي واي : د قرآن يوه بله نسخه!!! د قرآن هيڅ نسخه عادي نده!‏
ښاغلى حزب الله حبيبزى صاحب !‏
فضل قادرانډيوال ‏: 
ار خبره داده چې فکر کوم ته د (عادي) د کلمي پر معنا نه يې پوهه شوي ‏
عادي په پښتو ، دري ،اردو او عربي ژبو کې گډه يا مشترکه کلمه ده ‏
چې معنايې عادت ، يا عام دى (عادتا او عاماتا )‏
لکه يو سړى وايي چې احمد پر لمونځ عادى دى ، معنا يې دا شوه لمونځ کول يې عادت دى ، ‏يا عام لمونځ کوي ‏
رشیده طلیب څه موده وړاندې ویلي وو، په کانګرېس کې د لوړې پر وخت به د قرآن شریف پر ‏هغه نسخه لاس ږدي چې یو وخت د امریکا له پخواني ولسمشر تامس جېفرسن سره و. ‏
خو رشیده طلیب ببا رسنیو ته ویلي ، د( قرآن د هغې تاریخي نسخې) پر ځای یې له ځان سره ‏له کوره د( قرآن یوه عادي نسخه) را وړې ده.‏

د ( قرآن د هغې تاریخي نسخې) او (د قرآن یوه عادي نسخه) ترمنځ پرتله ‏
د ټولو مسلمانانو دا ايمان دى چې د قران يوه نسخه ده او تر قيامته پورې به دقران کريم همدا ‏يوه نسخه وي د کومې نسخې پاڼې به ډير وي ، د کومې به کمې وي ‏
د عادت له مخې هر مسلمان داپرځان لازم او اړين بولي چې د قران کريم يوه نسخه يا دوه نسخې ‏په خپل کور کې ولري، دا يې د يو مسلمان په ډول دهر مسلمان عادت گرځيدلى دى او عام کار ‏هم دى ‏
خو رشیده طليب دفلسطين د مسلمانې کورنۍ څخه ده نو هغې د( قرآن هغه تاریخي نسخه ) نه ‏ده موندلى يا يې نه ده ترلاسه کړى
‏ نو له خپله کوره يې دعادت يا په عام ډول د خپل کور څخه د قران کريم يوه عامه نسخه ‏روړې وه ‏
‏ عادي د اهانت يعنې سپکاوي په معنا نه دى ‏ 
بله دا چې دا پرتله په دې ځاى کې دقران د تاريخي او د کور دعادي نسخې سره شوې او د کوم ‏بل کتاب لکه تاريخ ، جغرافيه ، انجيل يا تورات سره نه ده شوې چې خداى مه کړه ماهغه کتاب ‏پر قران کريم لوړ گڼلى وي اويا نعوذو باالله قران کريم مې پرې ټيټ گڼلى وي ‏
د لغت پر معنا ځان پوهول په کار دي ‏

دا څه معنا؟

‏(کميسيون پيگيری قضايای غصب زمين)‏
دځمکنيوونکو قضايي څېړنيز کميسون ‏
يا
دځمکنيوونکو قضايي څارن کميسون ‏
‏ ‏يا ‏‎ ‎
دځمکنيوونکو قضايي د څار کميسون ‏
‏ ‏
اصلا خبره د پيگيري ‏ده
چې بايد مانا يې ترلاسه کړاى شي ‏
پيگيري په پښتو کې يو پر بل پسې مانا دى ‏
پاى پښه او گير يې نيول ‏
د يو چا پسې سمدستي گام پر گام تگ ته پيگيري وايي يا د يو کس پوره او ژور څار ته هم ‏‏پيگيري وايي ‏
دري ژبي وايي پايگيريش کن مانا يې ويې څاره يا څارن يې وسه يا ښه وگوره چې چيرته ځي ‏

پرله پسې شمارې ياگڼې ته هم پيگيري وايي ‏
‏(کميسيون پيگيری قضايای غصب زمين)‏
دځمکنيوونکو قضايي څېړنيز کميسون ‏
دځمکنيوونکو قضايي څارن کميسون ‏

دځمکنيوونکو قضايي د څار کميسون ‏
خو غوره يې دلاندې دى‏
‏ د ځمکنيوونکو قضايي څېړنيز کميسون ‏
ځمکنيوونکو غصب زمين يا اسم فاعل غاصب زمين ‏
مانا چې يوداسې قضايي کميسون چې د ځمکو د نيوونکو ( دځمکې د غاصبانو قضيې ښه ‏وڅيړي يايې ‏ښه څار پرې وکړي ، يا پرې ښه څارن وي ‏