په دنيا کې دانساني ژوند سره سم علم هم خپور شويدى او ددنيا ټولې ستونزې په انساني علم سره حل کيږي


مونږ په عامه اصطلاح علم په څو برخو ويشلى او څو برخې بيا ځانله څانکه څانګې لري خو په عام ډول سره چې انساني ژوند پرې سرته رسيږي په دوه برخو ويشل شويدى او دا سلسله د حضرت ادم عليه السلام څخه له پيلانو او اسونو تر الوتکو ، دلاس په وسيله دطبي ډګر په پرمختګ کې تر مايکروسکوپ او نورو مرضونو څرګندولو ماشينى آلى او په نوى ټيکنالوژۍ سره نوې پرمختګونه وشول
خو دا ټول ددوه برخو علمونو برکت دى چې نن ورځ پرې دنړۍ له يوه کنجه تر بله کنجه خبرې کيدا شي په دوه برخو علمونو کې دا مهال له دوه علمونو څخه يو علم ته چې ظاهرى يا د قال علم ورته وائي توجه ورکړل شويده که څه هم مونږ ته دحضرت آدم بابا را وروسته همدا دوه علمونه را پاتې دي
دژبې په وسيله ظاهري يا دقال علم او دويم ئې باطني ، بټ يا په عربي نړۍ کې علم الاسرا علم چې دژبې په علم سره تدريسي او کتابت په زياتوالي علم خپريږي خو باطني علم چې دراز او نياز تصوف ترې مطلب دى په باطني علم کې لومړيتوب لري الله ته دباطنې علم خاوندان ډير نږدى وي .
الله تعالى سره دراز او نياز په درلودلو سره چې په ځانګړى طريقه دتصوف مقام ته يو انسان ورسيږي پدې غوره مقام لري چې پدې علم کې هم عبادت او هم دتصوف دعلم او طريقې لوړوالې پکې ليږي
مولانا جلا الدين بلخي فرمائي : هر که را اسرار حق اموختنديه مهر کردند ودهانش دوختند .
که دقال په علم کې دژبې په وسيله چې ورته ظاهري يا تدريسي علم ويل کيږي په ژبني يا کتابي شکل سره نورو ذهنونو ته انتقاليږي نو باطني علم هم له سينو څخه سينو ته انتقاليږي بله دا چې په باطني علم او طريقت کې چې مقصد ترې تصوف دى د تابعيت درجه لوړه ده په نورو ژبني يا تدريسي علم کې يو شاګرد دخپل استاد علم په اندازه تابع وي خو د راز او نياز په علم تصوف کې يو مريد چې په کامله توګه دخپل پير اوستاد شاګرد وي جسمي ، ذهني ، روحي او ذهني توکه متابعت ته د زړه له خلاصه دوام ورکوي اهل تصوف ته چې الله تعالى دومره لوړ مقام ورکړى ددې ستر لامل د زړه له تله دخپل پير او استاد تابعدادي ده چې سينه په سينه په جسمي او روحي توګه انسان دالله او دالله دنازولو تابعداري کوي .
کوم انسان چې دراز او نياز له مخې دتصوف لوړ مقام ترلاسه کړي له زړه نه يې په حقيقي توګه ليکنه او بعض اوځي دالله درضا لپاره دالله دبندګانو سره مينه او دخپل پير مرشد تابعيت کوي مولانا جلال الدين بلخي پدې اړه فرمائي
ميرود از سينه ها په سينه ها
ميبرد از دل بعض وکينه ها
په عام ډول سره چې فکر وکړو دژبې تا تدريس ظاهري علم په علمي مراکز ومدرسو کې او دراز نياز دتصوف علم دمشايغو په تصوفي او عرفاني مرکزونو کې ترلاسه کيږي
دظاهري يا قال دعلم په نسبت باطني يا دحال علم چې دتصوف په اصولو ، ادابو او طريقه ترلاسه کيږي يو څه شکل دى ځکه تدريسى علم هر طالب العلم ترلاسه کولاى شي خو تصوف دخپلې طريقې ، تابعيت او اوصولو په مراعت کولو چې ذهني ، روحي او قلبي لارى سره برابر وي دپوره تابعيت وروسته ترلاسه کيږي .
امام محمد غزالي په خپل کتاب احياء العلوم دين کې په علم المکاشفه او علم المعالمه پوره بحث کړيدى چې تدريسى يا معالمه علم سره يوازې ظاهري پو هه څومره چې تدريس وشي ترلاسه کيږي خو علم المکاشفه چې له تصوفه سرچينه اخلي دخپل کشف له مخې زړونو ته لار کوي امام قرطبي په خپل تفسير قرطبي کې فرمائي چې تدريسى علم البيان يواځې په عام ولس کې پيژندل کيږي خو علم العيان دعام ولس ترڅنګ دمشايخو ، صوفيانو او روحاني مرکزونو سره د پيژندګلوي لوړ مقام لري چې په حقيقت کې داد راز او نياز دتصوف برکت دى