......................................
سهار ماښام شي او مرغان
له ښاخو والوزي او د ځالو په لور
اوچت پرواز وکړي
ولې؟
هغه یی کور دی
بل ځای نه شي تللای
او بلې خوا ته
معاش خوره انسان
سهار له کوره وځي
یو په شپږ بل په اوه او بل په اته
ټول د غرمي د ډوډی وخت لری
حاضري او هم رخصت هر ورځ
سهار- ماښام چی کار کړی
ماښام - سهار په کور کی
بیا
بله ورځ سهار – ماښام کار کړی
او انتظار باسي چی میاشت به کله ختمیږي
خو سهار- ماښام نه ختمیږي
نور خپل ژوند کوي
هر وخت چی غواړي کور ته
یا هم کار ته ځی
خو
هغه به هیڅ کله
سهار – ماښام پری نږدي
همدا یی ژوند دی
او که دا پریږدي
سرطان شي یا فلج شي
او یا به مړ شي
او دنیا به پریږدي
***
نور هم دا نه غواړي
هغوې چی ستا کار ته
ضرورت لري
چی ته بل وکړې
آزاد شې او پر او بال ولرې
پرواز وکړې هر ځای ولاړ شې
او تا ته وایی
تر څو ژوندی یی همدا کار کوه
سهار- ماښام کوه، معاش واخله
او خدای ددې لپاره پیدا کړې یی
او همدا کوه
تر څو په دنیا یې
***
له دې ژوند ووځه
انسان شه، د خپل قدر وکړه
نور دې سهار- ماښام په تمه
مه اوسه
یو بل قانون جوړ که د ځان لپاره
د خوشحالې او نیکمرغې لپاره
سهار – ماښام مه کوه
که غواړي ژوند وکړې
خو بیا به چرت وهې
چی داڅه وایی
دا لیونی دی
دا ممکن نه دی
زه به یی څنګه کوم
خو داسې وکړه
او همداسې وکړه
که ښه ژوند غواړې
پای

سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
دسامبر ۱۸، ۲۰۲۰ کال