د ســـــهار ماښــام ژړا می نه دریږي
دا چی بیا می په کابــل راکت آوریږي
په دې اور کی ټول ښارونه مو ویجاړ شول
شني مرغې په شنو ښاخونو کی سوځیږي
د ښکلا موسم می ورک شو له وطنه
دښمنان می زما په سوله کی ژړیږي
هم ګاوند هم می نړۍ له حال خبر دي
خو زما په دارو هیڅ څوک نه پوهیږي
غیرت منو بیا په سوله کار شروع کړئ
په جګړه مو دښمنان ټول خوشحالیږي
هر پــوله کی رڼـــا ده خـــوشحالي ده
خــو افغان لا د افغان لــه لاس کړیږي
نور نو بس کړئ وسله غورځوئ له لاسه
خــالد ستــاســو نیــکمرغو ته هوسیږي
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
دسمبر۱۷، ۲۰۲۰ کال