داليکنه داردو سرچينوپرمټ ليکل شوې ده
حضرت اصحاب بابا د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو جليل القدر صحابي و دهغه نوم حضرت سنان ابن محبق هذلي او ٤٥ هجري کال کې مړ شو ى دى دپېښور د داودزۍ سيمې چغرمټۍ کلي کې يې قبر دى .
دپښتونخوا دسيمې زياتره مسلمان او عقيدتمند(باورمن ) خلک يې قبر ته په ډيرې مينې ورځي او د پښتونخوا دنورو نامتو بزرگانو د قبرونو په پرتله يې زيارت کوونکي ډير دي عام خلک له دې څخه ناخبره دي مونږ په دې کرښو کې کوشش کوو چې د حضرت اصحاب بابا رضي الله عنه پر ژوند رڼا واچوو . د يادونې وړ خبره داده چې نن ورځ کومې سيمې او هېوادونه په جغرافيوى او طبيعي ډول ايران، افغانستان ، پښتونخوا ، پنجاب ، سند او بلوچستان په نومونو مشهور دي داسلام دخپريدو په خاطر د مسلمانانو د راتگ پر مهال ددې سيمو او هېوادو نو نومونه ايران ، مکران ، کرمان ، سيستان ، تخارستان ، کابل ، زابل ، خراسان ، زرنج ، کندز ، توران او سند و په دوى کې دپېښور لرغونى او پخوانى نوم ١٢٠٠ تر ميلاد دمخه وه او کله چې ٥٦ تر ميلاد مخکې په دې سيمو د بوداييزم ددين دود او رواج وو او خلک يې بت پرستان وو او بيا ديو څو نورو سيمو په يو ځاى کېدو سره دغه ټوله سيمه دبدميه په نوم مشهوره شوه د(تاريخ فرشته) دلومړي جلد د ١٨ مخ پربسنټ د(بد ميه) سيمې اوږدوالى دباجوړ څخه د کلات دپخواني مقام( قندابيل) پورى وو او پلنوالى يې د(کويټې) څخه د(سند )تر سيند پورې وو .
دابن کثير دکامل تاريخ ددريم جلد ٣٥ مخ دروايت پر اساس دايران کرمان او سيستان سيمې دهجرت پر٢٤ دحضرت عمر رضى الله عنه دخلافت پر مهال فتح شوي دى د هجرت پر٢٢ ايران په بشپړ ډول د مسلمانانو له خوا فتح شو نو دحضرت عبدالله ابن عامر ابن ربيع (رضي الله عنه) په مشرۍ يو په بل پسې کرمان ، مکران او سيستان فتح شوي يو څه مهال وروسته کله چې دهغو سيمو خلکو بغاوت او سرکښي وکړه .
نو په ٢٣ هجرى کال کې حضرت سهيل ابن عبدى او حضرت عبدالله ابن عبدالله عقيان رضي الله عنهم په مشرۍ ددوهم ځل لپاره مکران فتح شو د حضرت عاصم ابن عمر او حضرت عبداله ابن عمير په مشرى سيستان فتح شو او دحضرت حکم ابن عمر تعلبي په مشر دمکران سيمى فتح شوي ددغو فتحو وروسته دحضرت عمر رضي الله عنه په امر پر نورو سيمو پرمختگ ودرول شو .
په ٢٤ هجرى کال کله چې حضرت عثمان رضى الله عنه خليفه شو نو په ٢٥ هجرى کال کې دحضرت عبدالله ابن عامر ابن کريز په مشرۍ کابل فتح شو خو د اسلامى لښکرو په بيرته تګ هلته بيا بغاوت وشو په ٢٨ هجرى کال کې حضرت عبدالرحمن بن سمره ابن حبيب قريشى په مشرۍ کې کابل ددوهم ځل لپاره فتح شو .
په يو کتاب کې چې نوم يې( افغانستان يک نگاه اجمالي بتاريخ ان ) په اساس په کابل کې داسلامي لارښوونو زده کړو لپاره حضرت عبدالرحمن ابن تميم او جبير وټاکل شو يو څه وخت وروسته دواړو صحابه شهيدان شول دهغوى دواړو قبرونه په کابل کې دى چې د( شهداى صالحين) په نامه ياديږي ددې څخه وروسته ٢٩ هجرى کال کې دحضرت عبدالله ابن عامر په ځاى ابو موسى اشعرى دټولو ختيزو هېوادونو مشر او حاکم وټاکل شو .
نوموړى عبدالله ابن تميم د سيستان والي وټاکه . چې ددې په مشرۍ کابل ددريم ځل لپاره فتح شو تاريخ کابل ابن کثير دريم جلد ٧٧ مخ .
په دې ډول په ٢٩ هجري کې دمکران سيمه يو ځل بيا حضرت عبيدالله ابن معمر او دکرمان سيمه حضرت عبدالرحمن ابن حبيس په لاسونو فتح شوه دسيستان حکومت حضرت ربيع ابن زياد حزني او دکرناب حکومت حضرت مجاشع اين مسعود دکرمان دسيمې څخه افغاني سيستان ته د جهاد لپاره راغى او اوسنى کلات ، غلزي (غلجي ) او د دومندي دسيمو له فتحې وروسته يې دخوست سيمه فتحه کړه .
له دې څخه وروسته د حضرت ربيع په مشرۍ د افغانى سيستان داوسني افغانستان جنوبي برخي د پاکستان اوسني قبايلى سيمې او د بلوچستان شمال او شمال لويديځى برخې فتحه شوى .
يو څه وخت وروسته کله چې حضرت ربيع ابن زياد د خراسان حاکم او والى دليدو لپاره خراسان ته ولاړ نو د هغه ځاى خلکو بغاوت وکړ او ځايى مسلمان مشران يې له خپلو سيمو څخه وايستل کله چې حاکم اعلى حضرت عبدالله ابن عامر خبر شو نو حضرت عبدالله ابن سمره ابن حبيب قريشى يې دهغو سيمو والى وټاکه لکه څنګه چې حضرت عبدالله يو باتجربه ا دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم نژدى صحابى و هغه مخکې په ٢٨ هجرى کال کې کابل فتحه کړى و نوموړى لومړى زرنج ښار ، بيا يې زابل ، برمل او دکى غره تار منځ سيمې يعنې دافغانستان جنوب او دپاکستان شمال او جنوبي وزيرستان او کويټى يو څه سيمې فتحه کړى .
بيا ميداني سيمو ته ننوت بنو،ډيره اسماعيل خان ،اوکوهاټ ته ولاړ،له دغه سيموڅخه چې راخلاص شو،نو د غزنپ له لارې بيرته لاړ دکابل ،غزني او کندهار دباغي (سرکښې) سيمې يې فتحې او ونيولې او پلازمينې زرنج ته بيرته راغى په دې بڼه يې د پښتونخوا چنوبي سيمې او د بلوچستان ايالت پورې تړلې سيمې ، قبايلي سيمې ،او د افغانستان جنوبي سيمې يې پر لومري ځل د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ديو جليل القدرصحابي رضي الله عليه عنه حضرت عبدالله ابن سمره پر مشرۍ دهجرت پر ٢٦ کال فتحه شوې وې دا د حضرت عثمان (رضي الله عليه عنه) بن غفان د خلافت مهال وه
دهجرت په ٢٥ کال کې حضرت علي (رضي الله عليه عنه) خليفه وټاکل شو نو د حضرت علي د خلافت پرمهال حضرت ابي ابن کاس عنبري پرمشرۍ دسيستان سارا(صحرا) بيا فتحه شوه او حضرت ثابت ابن عورا پر مشرۍ دافغانستان جنوبي سيمې او کلات هم فتحه شو اودهجرت پر ٤٠ کال کې د حضرت علي (رضي الله عليه عنه) دشهادت څخه وروسته حضرت معاويه امير شو نود هجرت پر ٤٢ کال کې حضرت حارث ابن مره خبري علي (رضي الله عليه عنه) دبلوچستان پر کلات سخت بريد وکړپه دې بريد کې هغه له نورو ملگرو سره شهيد شوله شهادت څخه يې وروسته حضرت عبدالله ابن سوارعبري علي (رضي الله عليه عنه) دهغوي سيمو د فتحه کولو لپاره وټاکل شو او له ٤٠٠٠ملگروسره راغى او بيايې مکران فتحه کړل
څومياشتې يې دلته تېرې کړې اود کلات پاتې سيمې يې هم فتحه کړې او بيا دمشق ته لاړ اوديوڅه مهال وروسته بيرته کلات ته راغى
دتاريخي يعقوبي اول ټوک ٣٢٢ مخ پربنسټ ديوشمير ترک قوم پرلاسوديوشمير ملگرو سره شهيدکړاى شو ددوى ټولو قبرونه په کلات کې دي
له بله لوري څخه حضرت عبدالرحمان بن سمره ( رضې الله عليه عنه) چې کله د کابل له فتحې خلاص شو نو يو زړه ور بهادراو جليل القدر صحابي حضرت مهلب ابن ابي صقره ته يې د مجاهدينو يو لوى لښکر وروسپاره نوموړي د کابل ،ننگرهار له لارې راغى اودلته يې د خېبر دره فتحه کړه او پېښورته راغى اودغه سيمې يې فتحه کړې ،ددغو سيمو له نيول کېدو څخه وروسته داټک له لارې ملتان اود پنجاب شمال او جنوبي سيمې ونيولې اوبيا يې د سند شمالي او بلوچستان د کويټې سيمې فتحه کړې او د کلات پر مقام دترک قوم دکافرو جگړه وشوه او دغه ځاى (کلات ) هم فتحه شو
دتاريخي شواهدو پربنسټ حضرت مهلب ابن ابي صقره( رضي الله عليه عنه) لومړى صحابي وه چې د نومووي پر مشرۍ کې د هجرت پر ٤٤ کال دخېبر د درې له لارې مسلمانانو پېښورفتحه کړاو دلته يې داسلام توغ (بيرغ) پورته کړ اودپېښور او پنجاب څخه دفتحې په جنگ کې داسلامي لښگرگڼ صحابه کرام شهيدان شول اونن چې په ځانگړي ډول دکفارو زمانۍ ودانۍ ليدل کيږي او اصحابو کرامو قبرونه هم دلته شته په دې کې د هجرت د ٤٤ کال د اصحابو کرامو قبرونه د ځانگړې يادونې وړ دي
حضرت عبدالله سوارعبدي دهجرت په ٤٢ کال کې د کلات پرمقام له خپلو ملگرو سره شهيد شو ددغه پېښې څخه ٢ کاله وروسته دهجرت پر٤٤ کال دخراسان ستر حاکم ( حاکم اعلى ) حضرت زياد ( رضي الله عليه عنه) وټاکه نو حضرت زياد( رضي الله عليه عنه) د حضرت عبدالله ابن سوارعبري ( رضي الله عليه عنه) پاتې تگلاره حصرت سنان بن سلمه ابن محبق ( رضې الله عليه عنه) ته وسپارله
بلاذري تاريخ دهجرت پر٣٢ پربسنټ وايي چې حضرت سنان بن سلمه بن محبق ( رضي الله عليه عنه) ډير ستر عالم ،بزرگ ،او له الله څخه ويريدونکي انسان وه کله چې دهندوستان سرحد (پولې )ته ورسيده نود مکران خلک باغيان شول او بغاوت يې وکړ که څه هم له دې څخه مخې حضرت حکم ابن جبله ( رضي الله عليه عنه) دغه سيمه فتحه کړې وه نو حضرت سنان بن سلمه بن محبق يوځل بيا دغه سيمه فتحه کړه او دهغې د ابادۍ او بيارغاونې لپاره يې جدي هلې ځلې پيل کړې يو څه مهال وروسته د خراسان حاکم (والي) حضرت زياد ( رضي الله عليه عنه) چې حضرت سنان بن سلمه بن محبق ( رضي الله عليه عنه) پرځاى حضرت راشد ابن عمر ( رضي الله عليه عنه) د هغه سيمو مشروټاکه خو ديوڅو ورځو وروسته کلات څخه بيرته تگ پر مهال دمنډر او بړوچ قبيلوترمنځ غرونو دميلنامي پرنوم د يو قوم پنځوس زره لښکر سره جنگ وشو په دې جنگ کې حضرت راشد ابن عمر ( رضي الله عليه عنه) شهيد شو او د نوموړي پر ځاى بيرته حضرت سنان بن سلمه بن محبق ( رضي الله عليه عنه) د جنگ قومانده او مشري په لاس کې واخيسته او يوځل بياد همدغو سيمومشروټاکل شو نوموړي کلات او ورپورې تړلې سيمې فتحه کړې ٢ کاله يې دلته تېرکړل دامنيت دټينگښت لپاره يې ښه کارونه وکړل ، بيا د جنوبي وزيرستان او ډيره اسماعيل خان پرلوري روان شو او ددغه سيمو ددفتحې څخه وروسته کوهاټ او بنوته رهي شو دغه سيمې يې هم فتحه کړې او بياد پېښور پرلوري را روان شودپېښور مقام يې فتح کېدوڅخه وروسته يې د(بدميه) دسيمو شمال لوري ته د مټې، ميچنۍ،له لارې پېښور او قباييلي سيمو باجوړ،سوات ،او په نورو سيمو کې دبت ددين پيراوانو ديو ستر لښکر سره يې جنگ وکړاو په دې جنگ کې دخپلو ملگرو سره دهجرت په ٤٥ کال شهيد شو دبلاذزي تاريخ ٤٣٣ مخ او چچ نامه ٣٧ مخ بيا حضرت سنان بن سلمه بن محبق ( رضي الله عليه عنه) دپېښور د داودزۍ د چغرمټۍ کلي کې خاوروته وسپارل شو دتاريخي شواهدو له مخې حضرت سنان بن سلمه بن محبق ( رضي الله عليه عنه) داسې جليل القدر صحابي وه چې د اسلام د مجاهدينو مشر،دپښتونخوا سيمواو پېښورته يې داسلام رڼاراوړى د ثقه (کره)شواهدو پربسنټ يې قبر څرگند دى په دې ډول يې قبر په دې ځمکه گنج يې شهيد دى يعنې د شهيدانو خزانه ده حضرت سنان بن سلمه بن محبق ( رضي الله عليه عنه) سره په دې هديره کې دنورو اصحابانو قبرونه هم شته خو ددغه لوى صحابي حضرت سنان بن سلمه بن محبق ( رضي الله عليه عنه) قبر معلوم او څرگنده دى او اصحاب بابا پر نوم مشهور دى چې اوس دغه گرده سيمه هم د صحاب بابا پر نوم مشهوره ده