واوري واوري سپیني سپیني
ښکلئ ښکلئ او شیریني
دخواږو اوبو جامونه
دسندرو افشارونه
چه دا غرونه پري غونچي کړو
دا دښتونه پري میوي کړو
پري روان کړو ماشینونه
پري ودان کړو ولسونه
ښار زموږ دي موږ د ښار
تل يي پاک ساتو په زیار
دنن نه ۴۵ کاله کیږي چه زه دا شعر د ځان سره او کله نا کله د خپلو اولادونو سره زمزمه کوم او دا شعر د هماغه وخت یعني د مرحوماعلیحضرت سردار محمد داوود خان د وخت ددوهم یا دریم ټولګي کتاب نه مي زده کړي ده. زه ددي شعر د زده کولو په وخت کي وړوکيوم، لوي شوم او اوس په زړیدو یم خو د هیواد سمسورتیا او آبادي مو تر سترګو نه شوه او ما هم دیو افغان په صفت هیله او تمه درلوده چهدا ښکلئ وطن به آباد کیږي. د سردار محمد داوودخان حکومت رښتیا هم چه د هیواد د پیاوړتیا او سمسورتیا لپاره نه يواځي حماسيشعرونه د ماشومانو غوږونو ته رسول بلکه د هماغه وخت حکومت دسردار په مشري دهیواد آبادي او سوکالې لپاره عملي ګامونه پورته کړيوو.
ياد دپخیر وي.
خو په ډیر تاسف سره باید ووایو چه دثور دانقلابونو یا کوداتا وو چه یوه يي د سردار داوودخان دهغي کورنۍ په شهادت او د هغه دحکومتپه نسکوریدو پاي ته ورسیده دافغانستان ذلال پیل او تر نن ورځي پوري دوام مومي.
او همدا دلیل ده چه نه مو دخوږو اوبو جامونه ولیدل ، دسندرو افشارونو پر ځاي هره ورځ دویرونو په ټغر ناست یو، غرونه مو دغونچوپرځاي سپیره او خالې شول، دښتي مو دمیوو پر ځاي وچي شوي او دماشینونو پر ځاي هاموي ټانکونه پري روان دي. دوطن ځمکه مو دتوپونو ګولیو، د طیارو بمونو، دسکاډ او لونه راکټونو سوري سوري کړه او اور پري لګیدلې ده. هوا مو ډیرو دوړو، بمونو او باروتو تکه تورهکړي ده. او دهیواد ځوان نسل مو د وطن آبادي او جوړولو پر ځاي دجهاد او دحورو په آرمانونو د شهادت جامونه نوشي جان کوي.
په پاي کي کولې شو ووایو دا څلويښت کاله په افغانستان باندي هیچا هم رحم نه ده کړي چا دپره دیو ایدیالوږي لپاره، چا د جهاد په نامه،چا د قدرت لپاره دا ټاټوبي د نړۍ تر ټولو بیوزله او ناامنه هیوادونو حد ته رسولې ده.
که غواړو هیواد مو پرمختګ وکړي بس راځي په ګډه د توپک پرځاي کتاب او قلم ته مخه کړو، دفساد ورکولو او یا اخیستلو نه ډده وکړو،دهیواد آبادي او پرمختګ خپله ایمانې وظیفه وګڼو، دیو سوکاله او پرمختللي افغانستان لپاره د هر ډول توپیر او تبعیض نه پرته کار وکړو.