رحمان بابا دپښتو يو متصوف ملي شاعر دى په شعرونو کې دانسان د لارښوونې لپاره ډير څه ويلي دي دپيغمبر او  الله په پاکو سپيڅلو حقيقي مينه کې د پتنگ غوندې ستي ستي شوى دى ټول شعرونه يې صوفيانه رنگ لري رحمان بابا ته د پښتو په ډگر کې ډير پرمختگ ور په برخه شوي دى او د پښتو شعر او ادب کې يو لوړ مقام او ځاى لري دشعر رنگ او صورت يې په ډيره ساه انشاء او سوز انځور دى نو پوهيږو چې په شعر کې معنوي حقيقت او سوز خوښوي او ساده جمال ( ښکلا) ورته ښه ښکاره کيږي دگل پاچا الفت ادبي بحثونه ) .
صديق الله رښتين ويلي دي چې رحمان بابا د پښتو د شعر او ادب هغه ځلانده ستورى دى چې دلرې برې پښتونخوا په اسمان کې يو ډول ځليږي دده دلوړې شاعري احترام دده روحاني او ملکوتي غږ د ټولو پښتو په زړونو يو رنگ موجود دى . دعبدالحى حبيبي په نظر چې ورته وگورو نو هغه صاحب داسې ليکى چې رحمان بابا په فن کې د مستقل مکتب خاوند دى او لوى ښوونکى هم دى په خپل سبق او شعرى لوازمو ، اشعارو ، تشبيهاتو او نورو اديبانه نزاکتونه يو روان او گرځنده شخصيت دى ټول پښتانه دى دپښتو شاعرۍ لارښوونکى او يو ستر مقتدا گڼي او رحمان بابا په ساده ډول ځان له داجتهاد څښتن دى . درحمان بابا په پښتو لمن  کې داسې ملغلرې ليدل کيږي چې ټول پښتانه پرې دتل لپاره وياړي .
دنوموړي بابا په افکارو يواځې پښتنو نه بلکې دهرې ژبې پوهانو د خپلې وسې پورې ليکل کړي او دهغه  له  اثارو څخه يې د خپل وس برابر يو څه ځانگړې ملغلرې راويستي دي د رحمان بابا اثر د اردو ، انگريزي سره سره دا دى اوس د ښاغلي عبدالباقي هيله من له خوا يوه ښکلې او زړه پورې کوچنۍ ، رساله ( کتابگوټى) چې د رحمان بابا د تصوفي ملغلرو څخه تر يوې اندازې ډکه مجموعه او ښه جونگ انگيرل کيږي افغاني ټولنې ته يې وړاندې کړ چې په هغې رسالې باندې د رسالى دغه تعريف زما په اند تطبيقيږي .
(صغره حجه کبره علمه )
ژباړه کوچني کتابگوټى او لويه پوهه لري
دا ځکه چې هيله  من صاحب دخپلې پوهې له مخې د رحمان بابا تصوفي فکر د فارسي ژبو صوفيانو سره پرتله کړى او ډيره ښه کتنه يې پرې کړې چې درى ژبي وگړي پر ډيرې اسانۍ سره کولاى شي چې د رحمان بابا دافکارو څخه يو ډول په زړه پورې گټه پورته کاندي او هغوي پښتنو ته هم يو ګټوره رساله ثابتيدى شي چې ددري ژبې سره ځانگړې مينه لري زه دغه خبره په پوره گروهه سره کوم چې دهيله من ددغې رسالې عبارت ساده عام پوهه دى او  هر هغه کس چې لږ په دري عبارت پوهيږي نو ترى گټه اخستلاى شي .
دغه رساله محترم په پنځو خپرکو ( بابونو) ويشلى چې هر يو څپرکى يې ځان له جلا خوند لري چې خپل لوستوال د تل لپاره دې ته هڅوي چې ترپايه پورې يې په لوستنه بوخت کړي او لومړنۍ خبرې ( پيشگفتار) تر سر ليک لاندې په خپله ليکنه ليکلي او د پيشگفتار څخه وړاندې پوهنيار محمد صادق اقبال د رحمان بابا عالي ليسې مدير  او د ښاغلي گړندى خوږياني تقريظونه ليکل شوي چې دې ټولو اته مخه نيولي دى او په نهم مخ دلومړي څپرکي پيل شوى . چې د ټولو پنځو څپرکو سرليکونه يې په دى ډول دى .
١- فصل اول : سبک ، روشن و تاثير پذيري رحمان بابا ، از ديگران او رحمان بابا په دې څپرکي د فارسي ژبو اهل تصوف تر اغيزې لاندې ښودلي دي .
٢-  فصل دوم : حسن ، جمال ، زيبايي ، وزيبايي شناسي در کلام رحمان بابا .
٣- فصل سوم : متعالى بودن تفکر و والايي انديشه عرفاني رحمان بابا .
٤- فصل چهارم : نظريات افاقي رحمان بابا .
٥- فصل پنجم : بينش عرفاني رحمان بابا او ٤٦-٤٧ مخونه يې ديادښت په ډول ليکلي دى . اوس به د رسالى بهرنۍ برخې ته راشو يعنى ټايټل يا پښتۍ ته ، چې ښکلى رشين رنگ لري لږ مايل سپين والي ته په چپ اړخ يې دغه بيت ليکل شوى دى .
که په گنج دشاهي فخر شهر يار کا
عاشقان يې د دلبرو په  رخسارکا
چې په غټ تور ليک (نور عرفان) ،( رحمان بابا)  اوددې دواړو ترمنځه لږ کوچنى در (کلام)  ليکل شوى دى او په وروسته برخه کې نگارنده الحاج عبدالباقى هيله من غزنوي ليکل شوى دى او تر املا تر نامې لاندې داسې عبارت دى (به انانيکه نور محبت الهي در دلهايشان وفکر خدمت به بندگان او تعالى در سرهابشان موج ميزند ).
هغه دکتاب او رسالې په ٣١ مخ کې دخپلې رسالې د ليکلو په اړه داسې کښلي ( من در نوشتن اين رساله صرف يک هدف دارم و آن رضاى خداى متعال ومعرفى اين مرد خدا رحمان بابا به جامعه فرهنگي دري زبانان گرچه در کشور عزيز ما اکثريت درى زبانان زبان پشتو را ميدانند ولى در ايران  وتاجکستان مردم مسلمان و عرفان پرورى هستند که تشنه ، اين اب زلال اند خلاصه والايى انديشه اين شاعر عارف را همه معتقد و معترفند و کلام شيرين آن بر همه دلها نفوذ مى کند )
چى منکر پرې اعتراض کولى نشي
دا دى شعر دى رحمانه که اعجاز
په هر ډول زه ښاغلي محترم هيله من صاحب ته په دې رسالې ليکلو دزړه له تله مبارکي وړاندې کوم او دالله څخه سوال کوم چې په راتلونکي مهال کې هم دد داسې ښو اشخاصو په هکله ډول ډول ليکنې وکړي .
الله پاک دې د تل لپاره په خپل دى زيار کې تر ډيرې اندازې پورې بريالى لري ټولو مسلمانانو څخه هيله کوم چې يو ځل دغه رساله به خپله ولولي . ځکه رساله د ستاينې وړ ده.