دا چې هره ورځ زموږ او ستاو له نږدې دوستانو، خپلوانو او انډیوالانو څخه یو نه یو څوک وژل کیږي او په غیری طبعی مرګ مري او له ډیرو څخه یې کورنۍ او کوچني ماشومان په داسې حالت کې پاتې کیږي چې د ځان ساتنې لپاره ډیر څه نه لري، نو موږ او تاسې څه کولای شو چې د خپلو مړو دوستانو او نډیوالانو کورنیو ته لاس ورکړو چې د غم تر څنګ د غریبي سپیره څپیړه یې د کوچنیانو ژوند د عمر تر پایه برباد نه کړي.

په داسې یو هیواد کې چې ټولنیز خوندیتوب (social security) نشته، ټولنیزو ارزښتونو ستره ضربه لیدلي وي، د ټولنې اکثریت غریب وي، راتلونکی تیاره ښکاري او د ځان ځاني فضا خپره وي، د دوستانو له کورنیو سره مرسته لا ډیره اړینه ده. د دې ترڅنګ په ښاري ژوند کې په طبعی توګه د وخت په تیریدو د کورنۍ جوړښت کوچنی کیږي او تر اولادونو او مور او پلار پورې محدودیږي چې بیا هم تر ډیره ځای یو کس د کور، کالیو او ډوډۍ د برابرولو مسؤولیت پر غاړه لري.

کله چې د کور دغه ستنه (ګټیالی) ونړيږي او څوک یې مرستې ته پر وخت راونه رسیږي تر چت لاندې ټول کوچني او لویان د مادام العمر تیارو له ګواښ سره مخ کیږي.

په پښتو کې بخوا هم متل وو چې پردی غم له واورې سوړ دی او هرو مرو به د دغه متل مانا دا وي چې پردی غم ډیر ژر هیریږی او د واورې په څیر ویلې کیږي، واوره په اوبو او اوبه په بخار بدلیږي. خو کله چې غمونه، مرګونه او ناورینونه هر ورځ تکراریږي د دې ویره شته چې د بل چا غم د واورې تر ویلیدو هم ډیر ژر هیر کړو.

نو دغم له ویریدو مخکې موږ باید هڅه وکړو چې لاندې کارونه ترسره کړو:

1. د مړه دوست له کورنۍ او شا او خوا دوستانو او خپلوانو څخه د ده کورنۍ د اقتصادي وضعیت په اړه یو اټکل وکړو؛

2. که دفتري دنده لري له همکارانو څخه یې د اکرامیې او د دفتر له خوا ممکن ورکیدونکي امتیازاتو په اړه معلومات واخلو او له کورنۍ سره یې مرسته وکړو چې هغه په بشپړ ډول بې له دې چې کوم خپل او خپلوان او یا کوم همکار یې ترې ووهي ترلاسه کړي.

3. د ملکري د کورنۍ له اقتصادي وضعیت خبریدو وروسته حساب وکړو چې:

a. کور:

i. که کور یې خپل وي نو نورٌعلی نور او باید وګورو چې ترمیم او یا رغونې ته خو به اړتیا نه لري

ii. که کرایي وي باید حساب ورته وکړو چې څنګه کولای شو حد اقل کورنۍ ته یې د ۳ کلونو د کرایې غم وخورو، که چيرې په ډیره قیمتي سیمه کې اوسیږي څنګه مرسته ورسره کولای شو چې یوې بلې مناسبې سیمې ته کډه شي چې د ماشومانو پر زده کړه یې منفی اغیزه ونه کړي

b. کالي:

که څه هم کالي نن سبا یوه ستره ستونزه نه ده، خو د ماشومانو پر روان ډیره اغیزه کوي، له کورنۍ څخه یې باید وپوښتل شي چې د کور سرپرست به کله ماشومانو ته نوي کالي اخیستل، حد اقل د دوو اخترونو او یا نوي کال ورځي مناسبې ورځي دي چې په پلمه یې د دې نړۍ څخه تللیو انډیوالونو اولادونو ته کالي او پیزار واخیستل شي

c. ډوډۍ:

i. سملاسي: که خدای مه که انډیوال مو دومره څه هم تر شا نه وي پریښي چې کورنۍ د یو څو اونیو او یا یو څو میاشتو لپاره د خپلې اړتیا وړ خوراکي توکي پرې واخلي نو باید تر هر څه نه مخکې یې د خوراکي توکو غم وخوړل شي. که چیرې یې وضعیت نسبتاً ښه وي، نو خوراکي توکي باید لومړیتوب ونه لري ځکه په کورنۍ کیدای شي راواني اغیزه بده وي، چې دا احساس یې سترګو ته و نه ودریږي چې خدای مه که کورنۍ د سوالګرو پر څیر د بل له کوره راتلونکو خوراکي توکو ته اړ شوه

ii. منځ مهال او اوږد مهال کې: ښه به دا وي چې د انډیوالانو یوه دوه میرمنې په ګډه د مړه ملګري میرمن ته نغدې پیسې ور ورسوي چې هغه یې د خپلو اړتیاوو سره سم مصرف کړي

d. د ماشومانو ښوونځی:

i. کوشش باید وشي چې حد اقل ماشومان په عیني ښوونځي کې تر یو کاله پورې زده کړې وکړي، انډیولان کولای شي د ښوونځي له ادارې سره وغږیږي چې فیس یې تر ډیره حده ورته و بخښي.

e. ناورغي:

f. انډیوالان باید د خپل خدای بښلي ملکري کورنۍ ته نومره ورکړي چې په کورنۍ کې د عاجلي ناورغۍ پر مهاله ورسره مرسته وشي.

g. فزیکی مصؤونیت:

i. کونډه: له بده مرغه اوس هم په ځینو کورنیو کې دا دود پاتې دی چې کونډه لیوره ته د هغې د خوښې پر خلاف نکاح کوي. د مړه دوستان باید په ډیر احتیاط د کونډې د وروڼو او مور او پلار په مرسته او ټولنیزو حساسیتونو ته په پام سره د دغه کار مخه ونیسي. دوی باید هڅه وکړي چې دغه کار په داسې ډول ترسره کړي چې د دوی پاک نیت تر پوښتنې لاندې رانشي.

ii. ماشومان: دوستان باید دې ته پام وکړي چې زموږ په ټولنه کې ډیری ارزښتونه ډیر راغورځیدلي دي. دوی باید وڅاري چې د ملګري بچیان یې څوک په کم عمر کې واده کولو ته اړ نه کړي، د دروغو جهاد او انتقام په نامه یې وسله ور په اوږه نه کړي او شا او خوا اوسیدونکي وپوهیږي چې دوی بې کسه نه دي.

کیدای شي دلته له ما څخه نور مهم ټکي پاتې شوي وي، هیله ده چې لوستونکي یې د کامینټس په برخه کې ور اضافه کړي چې د ټولو وروڼو د پاملرنې وړ وګرځي.

په دې خاوره کې د تاوتریخوالي مخنیوی د نړیوال اقلیمی بدلون په څیر ناشونی ښکاري خو د تاوتریخوالي د ناوړه اغیزو په وړاندې باید خپل مقاومت او غبرګون غښتلی کړو تر څو د باوجدانه، باغیرته او با عزته وګړو په څیر ژوند ته دوام ورکړو که څه هم تر کړاوونو او ناخوالو ډک وي.