له ځينو نيوکو کوونکو سره ناندرې

 

 بسم الله الرحمان الرحيم 

ډالۍ

هر هغه پښتون ته چې په دولتي او رسمي ادارو کې د پښتو ژبې د رښت (حق) غوښتنې لپاره هر اړخېز پرځنگ (مبارزه)  کوي 
 

د پېل خبرې

گرانو لوستوالو ! 
پر فيسبوک مې وخت پر وخت د پښتو ژبې د ودې ، پرمختگ او  پر ځانگړي ډول دافغانستان په دولتي اروگانونو کې د لومړي ځاى د ټاکنې لپاره مبارزه پيل کړې وه چې د ډيرو انديالو (همفکره) له خوا وستايل شوه نو له ښه مرغه يا له بده مرغه ځينو بيازما مبارزه په ټينگار وغندله او رد يې کړه خو زما زما وجدان او ضمير يې پړ يا ملامت نه کړ او ډيرو خپلوانو او نا خپلوانو زما کلک  ملاتړ وکړ دهمدغه ملاتړو او نا ملاتړو اندونه ستاسې مخکې کيږدم نياو او قضاوت پر ولس .
  په هېواد کې دژبژغورنې ملي غورځنگ هغه مبازره خپله کړه چې ما  په يواځې ډول کوله اوس يې دغه  ملي غورځنگ پر مخ وړي نو زما روح او اروا ته سکون وربښي او زه يې د لارې د يو لاروي په ډول ورڅخه ملاتړ کوم 
 
د ښاغلي  په ځواب کې
انډيوال 
ما څه موده وړاندې  (پښتنو کانديدانوته وړانديځ ) سرليک لاندې يوه ليکنه خپره کړه چې د ډيرو نورو تبصره ‏کوونکوترڅنگ  يو ښاغلي  هم پرې خپل اند وړاندې کړچې يې ځواب ته يې اړ ويستم .‏
انډيوال صاحب محترمه !‏
ليک : ښاغلى 
دا ستاسې څووم پوسټ دی چې وايي اساسي قانون کې پښتو اوله ژبه ده او دري ژبه دوهمه ده .
دا خو اول ستاسې ډير غلط فهم دی چې زمونږ د اساسي قانون نه مو اخيستې نه پوهيږم چی دا اساسي قانون تاسې جناب له ‏کومه کړی چی دا پکې په صراحت ذکر شوی اوسي چی اول پښتو بيا دری؟ ‏
بله دا چی د افغانستان رسمي ژبې پښتو او دري دي نه فارسي ځکه فارسي ژبه د ايران هېواد رسمي ژبه ده نه د افغانستان.‏
بله دا چی دا ستاسې ډير ضعيف تحليل دی چې تاسې د يو داسې هېواد لپاره چې هغه ډېر زيات نور مهم لومړيتوبونه او ‏مشکلات لري تاسې کانديدانو ته د ژبې څخه دفاع لومړيتوب ذکر کړی.‏
دا هم په هر صورت ‏
د پښتو نه غواړئ اخر تاسې څه ؟
په پښتو څه کول غواړئ چې وکوئ؟
ځانته په پښتو دا هېواد کوم ځای ته وړل غواړئ.‏
دا ستاسې نظر هغه پخوانی ډير خراب نظر دی چې نسل په نسل مونږ او تاسې ته راپاتې شوی چې همدې ايکس پاير شوي ‏نظرياتو مونږ تباه کړي يو.‏
همدې پښتو او دري زمونږ وطن وران کړی همدې پښتو او دری زمونږ وطن کی نفاق او خپل منځي جګړې رامنځته کړې , ‏زمونږ ګلالی وطن يې سره پاشلی دی.‏
د يو ځوان افغان په صفت:‏ مونږ ځوانان او نوی نسل غواړو چی داسې يو تګ لاره غوره کړو چی هغه کی نه پښتو مطرحه وي نه دری نه بله ژبه
هيڅ افغان يو پر بل افغان برتري ونه لري , مونږ دا هېواد يو موټی کول غواړو
نور ان شاالله چې ددی لپاره ان شاالله کار روان دی ‏
او يوه ډيره ښه نتيجه به ورکوي.‏

نو جناب ليکوال صاحب!‏
په مهربانۍ سره له داسې ليکنو ډډه وکړئ.‏
زما ځوابيه ليکنه
گران او زړه ته راتېره کشر حشمت سهيله !‏

ســتــا پــه هــره اشــاره بـاندي پوهيږي ‏
ستا ساده حمزه د هر چا نه هوښيار دی ‏
حمزه بابا

ستاسې پوست مې ولوست که څه يو څه توند دى او خېر دى ځوانۍ جذبه لرى لږې لوستنې او مطالعې ته اړينه اړتيالري ‏
د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې درته وايم فکر کوم تابه تردې دمه د خپل هېواد اساسي قانون نه وي پيدا کړى ، خو ما پيدا کړى ‏، تابه نه وي لوستى او ما لوستې دى ، ته داساسي قانون په ارزښت نه پوهيږى ، دالله په سترې لورينې زه پرې پوهيږم ، اساسي ‏قانون د هيواد او ملت د کار دپلى کېدا سور خط دى
، څه چې په اساسي قانون کې ليکل شوي وي حکومت مکلف دى چې داساسي قانون مادې ټکي پر ټکي پلى (عملي او تطبيق ) ‏کړي ، که يې نه پلي کوي داد حکومت ستره نيمگرتيا ده ‏
په اساسي قانون په شپاړسمه  ماده کې په ښکاره دوه ځاى د پښتو کلمه لومړى او ددري کلمه دويمه ياده شوې ده
د (پښتو، دري) ، ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يې، نورستاني، پاميري او په هېواد كې د نورو ‏مروجو ژبو له جملي څخه( ‏پښتو او دري ) د دولت رسمي ژبې دي.‏ ‏
بيا د همدغه مادې په بله کرښه کې وايي (او په هېواد كې د نورو ‏مروجو ژبو له جملي څخه( پښتو او دري ) د دولت رسمي ژبې ‏دي.)‏
پښتو او دري ) د دولت رسمي ژبې دي.) ‏
نو(ته او خداى) ‏
د کابل په گډون په کومې رسمي دولتي اداره کې لږه تره لږ پښتو له دري سره په انډول (يوبرابر) مانا مساوي ده ؟؟؟؟؟؟؟؟
د پښتو لومړيتوب، خولا لرې خبره ده بيخي پښتو ژبه په دولتي ادارو کې يوې ژبې په دود نه کارول کيږي ، چې دا دپښتون ‏ستر(اکثريت ) قوم سره جفاده ‏
ايادا زما غلط فهم دى، او که ستاغوندې ديوکشر بې تجربې ،جذباتي ځوان ؟؟؟؟؟؟
ستاپر خبره دافغانستان رسمي ژبې پښتو او دري دي
او زما دا خبره چې (نن ورځ فارسي پر افغان رسمي چاپيريال واکمنه ده) ‏
دا په طلوع ، اريانانيوز نور ډير (فارسي ژبي تلويزيونونه او په رسمي ادارو کې دري نه بلکې دايران فارسي کارول کيږي او ‏پرتاغوندې کم علمه ځوانانو باندې يې ددري په نوم منلې ده دې ته جعلي توب وايي
دا چې هېواد نور لومړيتوبونه لري دا هم منم .‏
ژبه له هرڅه نه لومړۍ ځکه ده چې پر ژبه له ملت سره خبرې کيږي له خپل ملت سره په پردۍ يا پر بلې ژبې خبرې کول ، دا ‏ليونتوب دى اونه بل څه ‏
دري چې دهېواد ژبه ده خو په لږه کۍ (اقليت ) کې ده
يوازې د دري ژبي کولاى شي چې پرې خپله اړتيا پوره کړي ‏
ستاسې دا پوښتنه
د پښتو نه غواړئ اخر تاسې څه ؟
پښتو دافغانستان د گرد ملت ملي اوس رسمي ژبه ده
کله چې يو هېواد يوه ژبه (ملي ژبه وگرځي نو په خپله رسمي شوه دې ته رسمي نوم نه ليکل کيږي
د هېواد ټول رسمي او نارسمي کارونه به پر ملي ژبه ترسره کيږي ‏
ملي ژبه د هېواد اکثريت ژبې ته ويل کيږي
پښتانه د افغانستان اکثريت قوم دى ، ډيراحصايو له مخې اتيا سلنه او د پښتنون ضد عناصر و احصايو له مخې په افغانستان ‏کې اويا سلنه دي ‏
دا پاتې تاجک ، ازبک اونور قومونه دي
له پښتنو پرته دا ټول قومونه چې رايوځاى شي بيا هم ديريش  يا شل   سلنه برابروي ‏
ددې خبرې مانا دا چې دافغانستان کې اکثريت پښتانه دي، نو افغانستان د پښتنو هېواد دى
نور قومونه د خپلو حقوقو په چوکاټ دى اوسيدو حق لري چې افغانان دي
اختلاف له همدې ځاى پيل دي
ځينو متعيبنو تاجکو ويل چې پښتون مساوي افغان دى نو مونږ افغانان نه يو
تاجک ځان ته خپل قوم دى چې ايران او روسې هېوادونه يې ترشاه ودريدل ‏
اوس يې ښه بيلگه پدرام او نور دي
زمونږ پښتنوليکوالو لکه د (گل پاچاالفت پر خبره ) پښتون قوم نه بلکې ملت دى خو اوس دا خبره يوازې د گل باچا الفت اند ‏پاتې شو
گرانه! تا کنز ، مونيا مصلي ، خلاصه کېداني نه ده ليدلي
زمونږ کشرانو په به جومات کې له ملاامام سره ويله ‏
دا کتابونه په عربي دي نو ترجمه يې په دې ليکله ‏
باترجمه افغاني او باترجمه فارسي ‏
پښتنو ته افغانان او افغانانو ته پښتانه ويل شوي
دافغان ليکوالو په دري يافارسي چې کتابونه ليکلي نو فارسي يې ورته ويلي چې په فارسي مو کتاب وليکه ‏
زمااند اودريځ ‏
مونږ غواړو دافغانستان ټول قومونه بايد پښتو ژبه زده او د هېواد ټولې رسمي چارې په پښتو وي دا هېواد په گټه دى او ‏دپښتنو حق دى ‏
ډاکټر اشرف غني چې خبرې کوي کله پښتو ته شي او کله دري ته شي ‏
ځکه په ارگ کې ورته وينا په همدې پښتو ، دري  ليکل شوي ‏
دافغانستان ولسمشر بايد خپل ملت ته ټولې خبرې ، فرمانونه او ويناوې بايد پر پښتو وي
لږ کي (اقليت) تاجک او ازبک اونور قومونه بايد لازمي پښتو زده کړي
خو له بده مرغه په افغانستان کې پښتانه اړ دي چې دري يا فارسي زده کړي خو تاجک يا بل قوم نه غواړي چې پښتو ژبه زده ‏کړي ‏
د خپگان ټکى همدا دى ‏
او تاغوندې ځوانان يې تراغيز لاندې راغلي دافغانستان لپاره پښتو ژبه د هېواد ملي يو والي لپاره اړينه ده او هېواد لپاره ‏حياتي مسله ده ‏
کله چې ارگ پښتون شي نو ملت پښتون کيږي ‏
طالبانو پنځه کاله په افغانستان واکمن وه ټول هېواد پښتون وه په کابل تاجکو پښتو ويله ‏
نن زمونږ ستره محکمه ( يوازې لوحه يې پرپښتو ده)‏
چې ددې پښتو لوحې پر دري  د بدلون هڅه وشوه  خو بريالۍ نه شوه سخت غبرگون يې وپاراوه 
دسترې محکمې ټول کارونه په دري دي ‏

په مهربانۍ سره له داسې ليکنو ډډه وکړئ.‏
ځواب ‏
د پښتون غيرت
فضل قادرانډيوال ‏
د اشنا بې وفايي ته، چې کتل کړم 
له ډېرغمه په زړه گي کې دا تکل کړم
راځه راشه له دې پوچې يارانې نه
د رقيب له ضده دوه چنده ورتلل کړم
د هغه سره چې زه لاس وگريوان يم ‏
ويره نه لرم له چا اونه درغل کړم
زه پښتون يم د پښتو په ننگ ولاړيم
چې هميش به زه په دغه لاره تلل کړم
که نړۍ وليده زور زما په تن کې
هم وريادبه ورته هغه زوړ متل کړم
د پښتون زوروقوت ته چې تسليم شو
خوشحالۍ نه به ښندل زه د سنبل کړم
پښتون ماتې په نړۍ خوړلې نه ده
له خپل ځان سره چې کله زه اټکل کړم
نوبياولې دا حقوق زمونږ غصبيږى
د پيښليک مې نړيوالو نه غوښتل کړم
فضل وکړې لويه خداى په دې باندې
انډيواله زه به تل دغه ليکل کړم ‏
ليکنه په دې ډول ده ‏
پښتنو کانديدانوته وړانديځ ‏
پښتو د اساسي قانون له مخې د هېواد لومړۍ ژبه ده
پښتانه کانديدان بايد د خپلې مورنۍ ژبې پرمختگ د خپلو تگلارو په سر کې راولي
نن ورځ فارسي پر افغان رسمي چاپيريال واکمنه ده ‏
همدغه کانديدان چې نن پښتنو ته د رايې د (سوال ) لمن نيسي
نو پښتانه هم ترې دا(غوښتنه ) کوي چې د پښتو د ژبې د رسمي هغه لومړى حق له فارسي څخه واخلي
، اول پښتو بيا دري او نورې ژبې ‏

د اساسي قانون دا ‏شپاړسمه ماده:‏
د پښتو، دري، ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يې، نورستاني، پاميري او په هېواد كې د نورو ‏مروجو ژبو له جملي څخه پښتو ‏او دري د دولت رسمي ژبې دي.‏
په هغو سيمو كې چې د خلكو اكثريت له ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يې، نورستاني او يا ‏پاميري ژبو څخه پر يوې خبرې ‏كوي له پښتو او دري سربېره هغه ژبه درېيمه رسمي ژبه ده، د ‏تطبيق ډول يې د قانون له ليارې تنظيمېږي.‏
دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغيزمن پروګرامونه طرح او تطبيقوي.‏
په هېواد كې د مطبوعاتو، راډيو او تلويزيون خپرونې د هېواد پر ټولو مروجو ژبو آزادې دي.‏
په هېواد كې موجود ملي، علمي او اداري مصطلحات ساتل كيږي.‏
دري يې په دې ډول ده ‏
جمشيد يمال ‏
انډيوال صيب په حقه او داښاغلى په ناحقه!ولی؟‏
ځکه:-‏
انډيوال صاحب د پښتو ژبې ليکوال دی او دا يې وظيفه ده چې د خپلې ژبې د پرمختګ او برلاسۍ لپاره ليکنې او هڅې ‏وکړی'او په دې ډګر کې د پوره پوهې او تجربې څښتن دی 'او داښاغلى  يو انجينر دې چې د انډيوال صيب سره يې په ‏اساسي قانون او نورو اړونده موضوعاتو بحث هسې د وخت ضايع کول او د ادبياتو مسلک ته توهين دی.‏
انډيوال صيب خپل پښتانه د پښتو ژبې د پرمختګ او پښتو ته خدمت کولو لپاره هڅوي چې دا يې خپل حق دی او هر څوک د ‏خپلې ژبې د پرمختګ لپاره هر ډول هڅې کوي چی غټ مثال يې فارسي ژبې د پرمختګ لپاره چې اصلا د ايران ژبه ده د کابل ‏د رسنيو هڅې دي' او حشمت سهيل چې په کابل کی اوسيږي او دا هر څه په سترګو ګوري خو په دې اړوند يې قضاوت ړوند ‏دی.‏
انډيوال صيب دا هم حقيقت وايې چې پښتو لومړيتوب لري نو بايد لومړيتوب ورکړل شي'او که لومړيتوب نلري او د حشمت ‏په وينا دواړه مساوي ژبې دي نو ايا دا مساوات حشمت په کابل کې ليدلی دی؟‏
ايا دې ښاغلي  تراوسه کومه عريضه هم په پښتو ليکلې؟‏
ايا دې ښاغلي  سره تراوسه کوم فارسيوان يا دري ژبي همکار په پښتو خبرې کړي؟
ايا دې ښاغلي  تراوسه په خپل کارځای کې په پښتو خبرې کړي؟‏
که نه نو مساوات څه ته وايې؟‏
ايا ددې ښاغلي  غوندې نيمچه پښتنو دلاسه به پښتو ژبه له منځه لاړه نشي؟‏
ايا اوس هم انډيوال صيب د خپلې ژبې د بقا لپاره مبارزه ونکړي؟‏
نور ډير څه ويل غواړم خو بس....‏
نو انډيوال صيب په حقه دی 'زموږ وياړ دی. الله دې يې قلم تاند او هڅاند لري...‏

محترم فضل قادر انډيوال صاحب !‏
ليک : ښاغلى 
ډيره مننه چی تاسې خپل قيمتي وخت ضايع کړ ماته مو د هرې خبرې ځواب راکړ , ما هم ښه په غور او دقت ولوسته.‏
بل وياړ مو دا راوباخښه چی زه پدی موضوع کې نور هم معلومات ترلاسه کړم او تاسې سره يې شريکه کړم چی دا کار مې ‏کړی .‏
بس ماسره ستاسې د هرې خبرې ځواب شته اوس نو ستاسې نمبر دی په غور يې ولولئ.‏

‏- بله تاسی جناب د افغانستان د اساسی قانون مطالعه او نورو مطالعو ذکر کړی وه چی مطالعه مو کمه ده بايد مطالعه وکړم :‏

نه بلکې دوه نسخې  اساسي قانون شته چې تر ډيره ‏حده مې مطالعه کړې دى  , دهمدې مطالعی له امله وو چې ما ستاسې سره په دې اړه بحث وکړ ځکه ما ددې شپاړسمې مادی په ‏اړه معلومات درلودل  ګنی تاسره به چا داسې چيړلې وه . څو ځله می ستاسی ليکنه پدی اړه فيسبوک کی وليد نو آخر دی ته اړ ‏شوم چې ستاسې دا غلط فهمي چی مو د اساسی قانون نه مو اخيستی د يو کشر ورور په صفت يی بولئ  , جذباتي ورور يی ‏بولئ , ناپوهه ورور يې بولئ لرې کړم. ‏

ليکوال صاحب ګله :‏
زما او ستا بحث د افغانستان د اساسی قانون په شپاړسمه ماده کې وه, چی نن پدی اړه ما د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي ‏د مختلفو محصلينو او د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد پوهاند نصرالله ستانکزي څخه نظرونه واخيستل چي ټولو دا ‏نظر رد کړ چی پښتو اوله درجه او دری دوهمه ده. اوبيا می  د افغانستان په وخت له ټولو څخه مهم کس د ‏افغانستان د اسلامی جمهوريت د سترې محکمې رييس قانون پوه سيديوسف حليم سره پدی اړه ټيليفوني تماس ونيوه او پدی ‏ماده مې ورسره بحث وکړ چی يو ليکوال صاحب له دې مادې داسې برداشت اخيستې چی ګواکې پښتو اوله درجه او دری دوهمه ‏درجه ژبه ده.‏
رييس صاحب راغبرګه کړه :‏
چی نه نه هرچا چی داسې برداشت ترې اخيستی وي نو دا د هغه غلط فهمي ده , هيڅ يوه ژبه که دری ده که پښتو يو په بل برتري ‏نه لري , چی ما هم تاسی جناب ليکوال ته مخکينۍ ليکنه کی ليکلی وو چی دا ستاسې غلط فهمي ده چی اساسی قانون څخه مو ‏اخيستی ده.‏
داچی په متن کی اول پښتو ذکر شوی بيا دری ددی مطلب دا نه دى  چی پښتو اوله درجه او دری دوهمه ژبه ده.‏
دا وو د قانون پوه حليم صاحب خبرې که تاسې له دوی په دې اړه ډير پوهيږئ نو دا ستاسی ډير لوی اشتباه او غلطي ده.‏
ليکوال نوم مو په ځان ايښی خو خير نورې ژورې مطالعې ته زه ستاسې ضرورت ګورم مطالعه وکوئ نور هم ان شاالله چی آخر به ‏قناعت وکړئ.‏
- بله دا چی د افغانستان د رسمی ژبو په اړه مو غلط متن ليکلی وو چی د افغانستان رسمی ژبی پښتو او (فارسی) دي چی ما ‏مو دا غلطي در په ګوته کړه چی فارسی نه بلکه رسمی ژبه مو پښتو او دري ده. خو تاسې په دې اړه ددې لپاره چی بل منطق ‏درسره نه وه د ميډيا او تلويزيونونو خبره مو زياته کړی.‏
تاسی معزز ليکوال صاحب ته به داسی ووايم چې مونږ د بهرنيو هېوادونو تر اغيز لاندې يو , دا طبعي خبره ده چې زمونږ په ژبې ‏که دری ده که پښتو خپل تاثيرات لري. خو له دې  هيڅ وخت نشو منکر کيدلی چی چی افغانستان رسمي ژبی پښتو او دري دي ‏چی اساسي قانون کې مو ذکر شوی.‏
‏  تاسی د کانديد صاحبانو څخه د ژبې څخه د دفاع کولو په خاطر لومړيتوب کار ذکر کړی وو چې اوس هم په دې خبره ولاړ ‏ياست او يو ډير غير منطقي او غير تحليلي او هوايي خبرې مو ور زياتې کړي.‏

په دی اړه به زه تاسې مشر ته داسی ووايم چی تاسې په دې  موضوع کې ځکه ګرم نه هستئ چې تاسې په  پاکستان ‏کی اوسيږئ ډير لرې زمونږ د ګران هېواد نه. تاسې د افغانستان د حالاتو په اړه په مجلو او اخبارونو کې خبريږئ او مونږ يې له ‏نژدې هرڅه ګورو نو له دی امله دا تاسې نشئ درک کولای چی يو کانديد صاحب بايد په لومړيتوب کې څه وکړي او څه شی ته ‏ځای ورکړي چی د هر يو کانديد صاحب شعار او لومړيتوب يې نظر زمونږ ګران هېواد د حالاتو ته معلوم دی.‏
‏-بل بحث مو افغان مساوي پښتون باره کې ذکر کړی.‏

په دی اړه به زه داسی ووايم چی زه د همدی لنډغرو ډير سخت خلاف يم دوی هم افراطيان دی لکه تاسې چی د پښتو لوی افراطي ‏ياستئ او يو ډير لوی معتصب د دري ژبې او تاجکو په مقابل کې ياستئ.‏
زما هدف همدا د افراط او تعصب کليمی ختمول دي. چی زه به ستاسې افراطي پښتنو او همدارنګه معتصبو تاجکو سره ‏مبارزه کوم 
ان‎ ‎شاالله.‏
يوه ورځ به راشی چی دا ټول تعصبات او حسود به په ټول افغانستان کی ختم شي.‏

‏بله خبره کې تاسې زمونږ د رييس جمهور اشرف غنی بابا توهين او سپکاوى کړی چې ګواکی هغه په ګډوډو سر دی .‏
که تاسې د اشرف غنی په څير لږ هم پوهه او مطالعه درلوداى  نو تاسې هيڅ وخت اوتې بوتې نه ويلې
 د بابا په اړه.‏
جناب انډيوال صاحب د افغانستان رييس جمهور مکلف دی چی د افغانستان په دواړو رسمی ژبو پښتو او دري خبرې وکړې. ‏تاسې خو اساسي قانون مطالعه کړی کنه چی رسمي ژبي مو همدا دوه دي نو بيا مو څنګه داسی خبره کړی? چې دا هم ستاسی ‏په ضعيف تحليل او نا مطالعې او دافغانستان د اساسي قانون څخه د غلط مفهوم د اخيستلو په اړه دلالت کوی.‏


ابوياسير خاکسار ‏

انډيوال صيب ډيره ډيره مننه د سپيڅلی او پياوړی ژبې د دفاع څخه مو الله دی خوشحاله لره عزت مند شی
دی وروراو ښاغلي  ته به زه دا اووايم چی محترمه ته په افغانستان کی دا روانې کشالی نه ګوری چی دا د چا له وجې روانې ‏دي د دري زبان څخه او که د پښتو زبان څخه
او بله دا چی هر کله ۱۶ مه ماده داسې ټاکلی شوی ده انډيوال صيب چی اوويئل نو ددی حديث مطابق(عن عائشة رضی الله ‏عنها أنها قالت:قال رسول الله صلي الله عليه وسلم:أنزلوا الناس منازلهم او كما قال عليه الصلوة والسلام
ژباړه:هر چا ته د هغې د شان موافق مرتبه ورکړئ
نو بايد د دی هېواد د قانون سره سم پښتو ته خپل حق اوليت او مرتبه ورکړے شي او که دا مرتبه ورنه کړى شی نو بايد ظلم ‏ورسره ونه کړى شی چی دا حق ترينه واخستلى شی او نورو ژبو ته اوليت ورکړی
او که چا داسې وکړل او ځان ته يی پښتون ويل نو مونږ مجبور يو چی يو د دوو خبرو نه به پرې ګمان کوو
اول:يا خو به يی مور بله زبانه وي ‏
‏:او يا به ورکې مادۀ انفعالي وی يعنی د بل چا نه به متاثره وې لکه شمالي ټلوالې متعصبو يا متعنتو وغيرؤ نه ‏
الله دې وکړي چې عبارت فهم کړې مخاطب
عارف همدرد ‏
فضل القادرانډيوال صاخب ستاسو ليکنه مو ولوسته تاسو په پوره ميړانه د هر خبرى جواب په دلايلو برابر ورکړى پورته د ‏ليکنې ليکوال د کابل په مستو هواګانو او د پښتنو د کلتور او عناناتو او دوستور څخه لرې او د فارسو د اثر لاندې را لوى شوى ‏ملامت نه دى هيله لرم چې ستاسو د قيمتي خبرو يې يو څه زده کړې وې مونږ حق لرو چې د خپلى ژبې لپاره کار وکړو او د خپلو ‏حقوقو لپاره مبارزه وکړو دا د هر سالم او عقيل پښتون حق دى او دا حق له مونږ نه سوک نشى اخستى ستاسو د بريا په هيله
پاى ‏
انډيوال ‏
زما له خوا د پښتو ژبې د دفاع پايله
نن مونږ کره ميلمه شه پر سينه به دې ويده کړم ‏
گوگل کې به دې زړه کړم ‏
درځار به درنه ياره زه د مينې ټول خواږه کړم ‏
گوگل کې به دې زړه کړم ‏
ملنگيار ‏
له خپلې خوږې درنې ژبې د دفاع په لاره کې دښاغلي مولوي صاحب ابو ياسرخاکسار دا دعا ( زموژ ورور فضل قادر انډيوال ‏صيب د پښتو په برخه کښې ښکلى اديب او ليکوال الله.ج.دی يې حافظ ناصر شي )‏
‏(((خاکسار عفی عنه)))‏
ماته دنړۍ له هرڅه څخه غوره ده ‏
دا دعا پردې خبرې ټينگار کوي ، چې د خپلې درنې پښتو ژبې ملاتړ ته ملا وتړه زمونږ دعاگانې درسره دي ‏
له ابو ياسره څخه مننه ‏
په پاى کې له ټولوهغه کسانو چې زما يې ملاتړ يا مخالفت يا يې راته لارښودنه کړى مننه کوم چې دا بحث يې تر دې ځاى ‏راورساوه په دې بحث کې چې چا ناسمه خوله کارولې دمنلو نه ده ، ترې غوښتنه کوو چې په راتلوونکي کې که له چاسره بحث ‏کوئ په ليکنه خبرې کوئ شخصيت ته مه ورگرځئ

پای

ښاغلى وايي  ‏
هغه چا چی زمونږ پدی بحث کی څه رنګه کمنټ او نظر ورکړی وو د همغه په ژبه بيرته ورته ځواب ورکول شوی.‏
نور دی بحث ته نه ‎غواړم ادامه ورکړم هرڅوک پوه شه د هغه مفکوره.‏
خو دومره به ووايم اخر کې چی له دی پښتو او دری هيڅ څه نه جوړ شوی, نه تری جوړيدلای شی نه به چرته ورسو, نه به ‏پرمختګ وکړو,نه به ددښمن مقابله وکړو بس چی ژوندی يو د يو بل وينی به همداسی څکو.‏
اخره کی دا دری شعر چی شفيق مريد هم سندری په شکل ويلی تاسی ټولو ته وړاندی کوم.‏

پشتو، تو گفته ماندی و من فارسی فارسی
نی من به جاى رسىده ام و نی تو ميرسی
هرچند که باهميم و کنار هم و مگر
هردو به چنگ دشمنيم از دست بی کسی
قوم وزبان، حزب، ...قبيله و چی و چی
دعوا برای اينهمه، دعوای کرگسی
دعوا میان ما و تو ..اصلن خيالی است
مانند فرض ها و قضايای هندسی
جای من و تو مثل گذشته کنارهم
زیباست و رنگ رنگ چو گلهای اطلسی
تکرا ر میکنم که اگر ما جدا شوييم
نی من به جای ميرسم و نی تو ميرسی
شاعر: عتيق الله عتيق
وسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته

‏ دلته د ښاغلي  د پلار   اند هم تاسې سره گډه وم چې  زما ددې اند يا کمنټ لاندې ليکلى وو 
د پښتو د پرمختگ په لاره کې يو خنډ د ناپښتنو ميرمنو زامن دي چې پلرونه يې پښتانه وي 
د پښتو ورځ

د همدې کمنټ لاندې خليل الله قتيل ځوى هم خپل ځانگړى کمنټ کړى وه چې ښاغلي پلار  هم دې کمنټ ته اشاره کړې وه 
دخليل الله قتيل ځوى کمنټ 
هو! د بې پښتوګۍ لوی خنډ بې پښتو پښتانه دي، چې له خپلو سره دښمني او له پردو سره دوستي پالي. هو! دا نسلي ناروغي تیمور شاه دراني پیل کړې او شاشجاع دراني اشرف غني احمدزي ته سپارلې!
ښاغلي اول زمان  ٢ توند کمنټونه 
داډير غلط اوناسمه چټي نظردی چې له  خپلې خيټې مولګيا ياست .
دا دالله ج له خوا دقسمتونو معاملې دي چی دمختلفو توکوموترمنځ رېښې ټينګوي 
.پاته شوه پښتوژبه خو دپخوا څخه دظاهرشاه وختونه مې,ياديږي همدا حال درلود .نورعلتونه يې هم ډير دي .
 خپله ظاهرشاه پښتون توکمه باچا وو خونه ده اونه يې اولادونو پښتو ويلی شوه همداډول داودخان .....اوحتاددوی څخه مخکی دربارونو کی هم پښتوهغه وخت له نظره ولويده کله چې دري دربارته لاره پيداکړه .
بله داچې دسواد اوزده کړې کچه ډېره زياته حتی په نشت حساب وه.
زماښه يادي په نيژدی سل يونيم سل کوره کلي کې لس کسه هم لوستي نه پيدا کېده .
په ميرانو کلي کې يو مرزا وو خلکوته به يې ليکونه لوستل اوليکل بيابه يې دقلماني په نامه څه پيسی اخيستی خوبده يې داوه چې ليکل به يې په دری کول پښتو يې نه شوه ليکلی .
زمادنيکه څخه دځمکې راپاته قباله په دري هغه هم نيمه عربی ليکلی شوی او سل سلنه ټول حقوقی اسناد په دری وو.
روژه ده اومازيګر. که يی اوږده ووم ډيره يې اوږده ولی شم .
چټي په دی خبرو زموږ په منځ بې اتفاقی مه راوړئ زما کور کی الحمدلله پښتو نوی سلنه شتون لری اوښه کره.
 صرف بچيان مې دخپلې,مورسره دری وايي اودا زما دميرمنې حق دی.اوزه دناپښتو ميرمنو په نماينده ګۍ ستاسو دا نظری ردووم اودا دبی اتفاقۍ سبب ګنم اوکه بيا هم ونه شوه دخپلو پښتنو مشرانو ته شکايت کوم .داسې نه چې .....
مبارزه موحق دی مګرداسې الفاظ زه ځان ته سپکاوی بولم .ځکه په يوه کاملا''دري ژبي ټولنه کې می اولادونه پښتانه وروزل اوزما په شان ‌ډيرو خلکوچې دری ژبې,ميرمنې لري داکاريې کړى. 
په درناوی

ديوې دری ژبې مورپيغام دپښتو دورځې په مناسبت !

به تمام. پشتون ها اعم از خواهران وبرادران عزیزالقدرم روزپشتو را تبريک وتهنيت عرض ميکنم.
من پيام شاغلی انډيوال و قتيل زی راخبر شدم که بوی بدنفاق را دربر داشت خيلی متاسف وغمگين شدم .وبدين وسيله خدمت تمام خواهرانم که شوهران پشتون دارند ميرسانم که فريب چندتااشخاص بی (.......)را نخوريد اولادهايتان را بامهر ومحبت افغانی واسلامی تعلیم تحصیل وادب تربيه داده پروای اشخاص که اصلا'' هيچ نمایندگی يک قشربزرگ وهمدل وعزيز ودوست داشتنی ما (پشتونها)را نمی کنند وغالبا'' معاش خور بيگانه گان اند نداشته باشيدانها يک عده ايشان درخارج زندگی ميکنندوعليه ما افغانان بنام پشتون قد علم کرده بين ما واولادهای ما تخم نفاق وبدبينی کشت ميکنند ايا اولادهای ما حق.ندارند با ماما های خود,خاله های خود وپسران ودختران انها.دوستی کنند که اقايان انديوال وقتيل زی گفته اندباپشتونها دشمنی وبادری زبانان دوستی ميکند ?
اين اشخاص راه ومسيرمبارزه خودرا غلط کرده وجوانان مارا به بی راهه ميکشانند. ازگفتار ونوشته هايشان بوی نفاق وانزجار می ايد .اگرگفته ها ی اقايان را همه افغانها درنظر گيرد شايدهيچ دری زبان وپشتو زبان باهم رشته دوستی وخويشاوندی را نه بندد فاصله هابين افغانان بيچاره وزجرديده ديگرهم ازدياديابد.
ما ازهمچو کردارهانفرت داريم.وشايد همچواشخاص نفاق جو مورد بازپرس خداورسول گرامی اش صلی الله عليه,وسلم گردد.

ښاغلى گران  لالا( دښاغلي پلار)  ستاسې لوړ مقام ته درنښت او ‏احترامات !‏

زه ستاسې د ميرمنې  او فهيم د ماماگانو د ټولو تاجک سره د نورو ‏قومونو ته پوره درنښت لرم ، زما غږ پخوا هم پر پښتنو مشرانو وه او ‏اوس هم پر پښتنو مشرانو دى  چې پښتو ته يې چې څنگه لازمه ده کار ‏نه دى کړى ،  خو ستا مشر ځوى بيځايه پر ما نيوکې او انتقادونه ‏وکړل   زه يې جاهل ، ناپوه ، په موضوع دنه تعبير، تعصبگر اونورو ‏نورو نومونو تورن کړم
‏ خوله نيکه مرغه  زما خپلوانو او ناخپلوانو هم زما دفاع وکړه   خو ‏خپه په دې يم ستا ځوى په نقد کې ښه تجر به دردلوده پر ما يې  حق نه ‏وو چې داسې تند نقد يې  راباندې کړى واى   چې زما زړه يې ستاسې ‏له کورنۍ مات کړى دى ‏
دا د لوى الله لورينه ده چې ما کومه  خبره د  پښتو ته دحق  په اړه پخوا ‏کړې وه  نن يې په ټول افغانستان کې ځوانان کوي‏
‏   هماغه د اساسي قانون ١٦ ماده چې ستاد ځوى پر خبره دې   زه يې ‏په تفسير نه پوهيدم  نن  هماغه د اساسي قانون ١٦ د ژبژغورنې ملي ‏غورځنگ د لارې مشال دى ‏
‏ وايي اول پښتو او بيا دري  او ما يې دا نډول خبره کوله ‏
چې پښتو او دري دې مساوي وي
اوس که چير مخکې پښتو لومړۍ ليکل کېده او س دويمه وليکل ‏شي نو ژبژغورنې غورځنگ ځوانان پرې غږ کوي چې لومړى پښتو ‏وليکه بيا دري ‏
دا چې اوس مهال د (غبرگولي) پر ٨ د پښتو نړيواله ورځ  نمانځل ‏کيږي دا هم زما په څېر د خلک مبارزه وه پښتو يوځاى ته  ورسيده ‏
اوس هم  زما گيله او غږ  پرپښتنو دولتي مشرانو دى  چې د پښتنو  پر ‏ځاى يا حق ناست دي  خو کار پر دري ژبې کوي‏

د  پښتنو او پښتو حق دري ژبې  ته ورکوي  که دا کسان زما او ستا ‏خپلوان هم دي خو دپښتو او پښتون  ارزښت ته پام نه کوي
 ‏
په پاى کې زه مې  وجدان او ضمير ته ملامت نه يم او زما همغه خبره ‏ځوان نسل کوي ما يوازې( فقط) او يواځې( تنها) کوله خو د الله پر ‏سترې لورينې  نن يې پر ډله ايزه توگه  ځوانان د قانون په چوکاټ کې ‏کوي  د عدليې وزارت له خوا د منل شوي  غورځنگ( ژبژغورنې ملي ‏غورځنگ)  له لارې کوي  پر ولسمشريې هم د پښتو حق ومانه دا زما ‏برياليتوب  دى  زه يې اوس دفاع ته پاتې شوم نوردپښتو د حق خبره افغان ‏ځوانان پر مخ وړي نو په پايله کې ما وگټله  ددې ښاغلي   په څېر ‏ځوانانو بېلوده ‏
الله دې بيا هم پر  دې ځوى او نور ځامنو دې خپل ارمانونه پوره ‏کړه  بريالي وسئ ‏
په درنښت  ‏
‏