په پخوا زمانه کې په یو لري کلي کې یو پیسه دار سوداګر د ریچارډ په نامه اوسېدلو. هغه یو کروندګر و. هغه غنم او سبزي خرڅوله. د ده کار دومره ښه و چې میلیونر شو. ټولو فکر کالو چې هغه ډېر آرام او ښه ژوند تېروي. مګر ریچارډ ډېر بد بخت، خو څنګه؟ 
پلاره! زما بوټان شلېدلي دي؛ زه نویو بوټانو ته اړتیا لرم. 
موږ دا بوټان دوه کال وړاندې واخیستل. ته غواړې چې زه مسکین شم؟ 
پلاره زما پښې غټې شوې دي؛ وګوره دې بوټانو زما پښې څومره ژوبلې کړې دي. 
نوي بوټان د چا پښې وهي. د دې مطلب دا دی چې تا دغه بوټان سم نه دي په پښو کړي، نو ځکه لا نوي دي چې ستا پښې ژوبلوي. خیر دا پیسې واخله او ملهم درته واخله تر څو پښې دې ورسره ښې شي. ملہم نیم ډالر دی مګر بوټان دیرش ډالر کېږي. 
هو! خو پلاره! 
بس! اوس ولاړ شه! ټول زما پیسو پسې دي؟
دا ریچارډ و چې نه يې غوښتل په هېڅ شي پیسې مصرف کړي. په داسې حال کې چې د هغه کوټه له الماسو، سرو زرو او مرواریدو ډکه وه. د ده خپل بوټان هم شلېدلي وو او په کور کې یې ټول کالي پینه‌يي وو. خپلې کورنۍ او مزدورانو ته يې دوه وخته خواړه ورکول. 
یوه ورځ ریچارډ په ښار کې ګرځېدلو، خپل مزدورکاران یې اړ اېستل چې د غنمو ډکه بوجۍ په شا باندې کور ته یوسي. د کیک او کلچو د هټۍ له مخې تېرېدلو؛ چې د خوندور چاکلیټي کیک بوی یې حس کړ. د کیک بوی په ریچارډ ډېر ښه ولګېدو. هغه پخوا داسې هیڅکله احساس نه و کړی. خو ترې تېر شو. 
ښځې ورته وویل: راغلی؟ 
هو راغلم! 
څه شوي دي؟ 
هېڅ هم نه! 
آیا ستا حالت ښه دی؟ 
نه! زه کیک غواړم! تازه، ګرم، مزه‌دار چاکلیټ کیک غواړم. 
هو دا ښه ده زما هم زړه ورته شوی دی. زه باید یو دانه نه، بلکې لس کیکونه پاخه کړم. تر څو زموږ لپاره، کارګرانو او مزدورکارانو لپاره بس شي. 
دا څه دې وویل؟ له همدې لپاره ما هېڅ نه غوښتل چې کیک تاته یاد کړم. ته غواړې ما مسکین کړې؟ 
سمه ده! بیا به یو کیک پوخ کړم، زموږ او ماشومانو لپاره. 
ولې باید ماشومان کیک وخوري؟ زما مطلب دا دی چې د هغوی غاښونه خرابوي. 
سمه ده! یوازې به زموږ لپاره کیک پوخ کړم. 
څه؟ ته هم کیک غواړې؟ 
په دې باور نشم کړی چې ته داسې یې ریچارډ! سمه ده یوازې یو کپ کیک ستا لپاره پخوم. په همدې بڼه به ستا خزانه ډېره شي. 
ډېر ښه. ژر یې پوخ کړه چې لږ وخورم. 
د ریچارډ ښځې یو کپ کیک یوازې د ده لپاره پوځ کړ. په زړه پوری کیک پوخ شو. ګرم، تازه، ډک له چاکلېټو او مزه‌دار و. ریچارډ کیک وخوړ او خپلې ګوتې او قاب یې وڅټلو، خو یوه ټوټه يې هم خپلې ښځې ته ور نکړ. یوې ښاپيرۍ دا حالت ولید او ډېره په غوصه شوه. 
داسې شتمن او پیسه‌دار سړی او داسې بد بخت او پست! د دې په ځای چې د خپلو له شتو نور هم ماړه کړي خو ان اجازه نه ورکوي چې د هغې د کورنۍ غړي سم خواړه وخوري. باید سم درس ورکړم؛ یو ډېر ښه درس. د همدې لپاره ښاپيرۍ تر سهاره په تمه شوه تر څو ریچارډ کار ته ولاړ شي. ښاپيرۍ د ریچارډ په شکل ځان جوړ کړ او کور ته د نننه شوه. ټولو کاریګرانو ته يې غږ وکړ: 
تاسې ټول دلته راشئ. 
څه دي ښاغلیه!  
دا اوس ما یوه ښاپيرۍ ولیده چې راته یې وویل چې خپل ټول شته له ټولو سره شریک کړم. او راته یې وویل که دا کار مې ونکړ، زه نن شپه مرم. نو اوس کلي ته ولاړ شئ او ټولو ته ووايئ چې زما د خزانې خونه نن د ټولو لپاره خلاص ده. هر څوک کولی شي، هر څه چې غواړي ترې وایخلي. اوس ولاړ شئ. هو واورئ که ما یا کوم بل چا ستاسې لاره ونیوله ما ووهئ او له کور مې وباسئ. په یاد ولرئ که زه خپله خزانه ونه ویشم بیا نو زه مرم! 
هر څه چې تاسو وايئ صاحب! 
کاریګران کلي ته ووتل او د خپل د مشر پیغام یې خلکو ته ورسولو. ډېړ ژر ټول خلک د ریچارډ کور ته راټول شول او سره‌زر، الماس او جواهرات یې له ځان سره یوړل. غرمه کله چې ریچارډ د ډوډۍ لپاره کور ته راغلو؛ حیران شو! 
تاسې څنګه جرئت کړی! ژر زما د خزانې له خونې ووځئ. کاریګرانو! دوی وباسئ! غلو! 
ژر راشئ! چې مشر ووهو او له کوره یې وباسو. 
موږ څنګه کولی شو چې دا کار وکړو. دی زموږ مشر دی.
په یاد نلرئ چې نن سهار مشر څه وویل. موږ باید دی ووهو او له کوره يې وشړو. نو ځکه دوی ټولو مسکین ریچارډ له کوره واېستلو.
ریچارډ د قصر محکمې ته ولاړ او پاچا ته يې ټوله کیسه وکړه. د کلي ټولو خلکو له ما غلا وکړله. 
تا خو په خپله د کلي له خلکو وغوښتل چې راشي او ته غواړې خپله خزانه له هغوی سره شریکه کړې. ډېر خلک شته په همدې خبره شاهدي ورکوي. 
ښاغلیه! زه ټول سهار په کار کې وم. 
په دې وخت کې ښاپیرۍ هم څرګنده شوه!
آیا ته هماغه ریښتیانی ریچارد یې؟ هغه نو څوک دی؟ کومه درغلي یا دوکه نه وي شوې. اصلاً ستاسې فرق نه کېږي. زه اړ یم له تاسې یو انتخاب کړم. زه ولې داسې کس د ریچارډ په توګه غوره کړم چې غواړي خپل شته له نورو خلکو سره وویشي؛ په داسې حال کې چې اصلي ریچارډ نه غوښتل خپل شتمني وویشي، ان خپله کورنۍ یې هم وږې ساتلې وه؟ 
والاحضرته! تاسې غواړئ ما په زندان کې واچوئ؟ 
شاید! 
والاحضرته! داسې کار مه کوئ هغه په خپله رېښتیانی ریچارډ دی. زه ښاپیرۍ یم. ما غوښتل چې زما دا کار د ده لپاره یو درس شي. 
دا بندي کړئ ولاحضرته! دې هڅه کړې زما نه زما شتمني واخلي. 
ولاحضرته! زه د ده میرمنه یم. د ده دارايي ما پورې هم اړه لري. زه هم موافقه یم چې زما خاوند وږی او سخت دی. ښاپیرۍ ښه کار کړی دی؛ تر څو د ریچارډ لپاره یو درس شي. 
پاچا وویل: ګورې ریچارډه!؟ د شتمنۍ ساتنه څه په درد خوري؟ ان ستا د کورنۍ یوه غړې هم ستا له کنجوسۍ شکایت کوي. ته هېڅ ملګری نه لرې. ستا د کورنۍ غړي هم غواړي چې زه تا زندان ته واچوم. آیا ته همداسې ژوند غواړې؟ ایا ده هماغه ژوند دی چې ته یې غواړې؟ 
نه! والاحضرته! زه بښنه غواړم! اوس مې خپلو غلطیو ته پام شو. 
ډېر ښه! یو بل چانس درکوم چې خپله رویه بدله کړې. 
د ریچارد ښځې مننه وکړه او وویل چې د خپل خاوند د ښه کېدو له وجې ټولو کلیوالو ته خواړه تیاروم. 
ریچارډ وویل: سمه ده زما قبول دی.
د مینا سید ژباړه