ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
تر ټولو لومړی، هغو ټولو وروڼو او خویندو ته، چې د مونوګراف د لیکنې او دفاعیې مرحلې ته رسېدلي دي، د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم، او وروسته د دوی پاملرنه، دغو لاندې ټکو ته راګرزوم!
د یادولو وړ ده، چې د مونوګراف د لیکلو په هکله، د ګرانو او قدرمنو لوستونکو، پاملرنه هغې لیکنې ته راګرزوم، چې د ”د یوې علمي مقالې لیکنه“ تر عنوان لاندې پخواه لیکل شوېده، او په ډیلي شهادت، او نورو وېب سایتونو کې، د تعلیم او تربیې تر عنوان لاندې خپره شوېده.
په هغه لیکنه کې، د یوه مونوګراف د لیکلو په هکله هر اړخیزه معلومات وړاندې شوی دی.
پدغه لیکنه کې د یوه مونوګراف د دفاعیې یا (Presentation) په هکله، دغه لاندې ټکي وړاندې کیږي.
الف - د مونوګراف د دفاعیې په شپه باید ښه آرام خوب وکړل شي، او د امکان په صورت کې د تهجد لمونځ وشي، او د ځان، او نورو مسلمانانو په هکله، د زړه له کومي دعا وکړل شي. بیا ښه د سهار چای وچښل شي، دوه رکعته نفل هم اداء کړل شي، او بیا په کافي اندازه وختي د دفاعیې ځای ته ځان ورسول شي، او د خپلې کورنۍ د غړو دعا هم وغوښتل شي.
ځینې خلک د لارې بیروبار په نظر کې نه نیسي، او ناوخته وارخطا، او د خولو ډک خپلې دفاعیې ته حاضریږي!
هېره د نه وي، چې باید د زنګ له ګړۍ څخه د خوب د پاڅېدو لپاره کار واخستل شي، او هم د کورنۍ یوه غړي ته یادونه وشي، چې د پاڅېدلو مسىٔولیت پرغاړه واخلي.
ب - لیکلۍ مونوګراف باید ټکی په ټکی ولوستل شي، او د هغه په موادو خپل ځان ښه پوه کړل شي، او په هره موضوع کې ښه فکر وشي. یا په بل عبارت، د لیکلي مونوګراف، ټول ټکي باید ښه واضح وي.
همدارنګه، د دفاع په وخت کې لومړی د مونوګراف په هکله ښه مقدمه ورکړل شي، او د مونوګراف ضرورت، اهداف، ارزښت، لاسته راوړنې، او نیمګړتیاوې ښې واضح وړاندې کړل شي.
د تشرېح په وخت کې کوښښ وشي، چې د ټولو حاضرینو توجه ځان ته را جلب شي. داسې نه وي، چې یوازې د خپل رهنما استاد طرف ته کتل کیږي، او نور ګډونوال هېر شي.
ج - د تشریح په دوران کې داسې فرض کړل شى، چې ناست خلک پدغه موضوع نه پوهیږي. او دغه شانته فکر کول به ډېر جرأت او ډاډېینه درپه برخه کړي، او تر تأثیر لاندې به رانشئ. دا ځکه چې اورېدونکي د ستا په شان په دومره جزیاتو نه پوهیږي.
د پرېزنتشن (Presentation) په آخر کې بیا د مونوګراف خلاصه په لنډه توګه باید وړاندې شي، او هم خپلې لاسته راوړنې په واضح توګه بیان کړل شي.
په پای کې حاضرینو ته د سوال او ځواب دپاره کافي وخت ورکړل شي. د ګډونوالو په پوښتنو ځان ښه پوه کړل شي، او ښه مفصل ځوابونه ورکړل شي. که فرضاً د کومې پوشتنې صحیح ځواب وجود ونلري، نو بیا د غلط ځواب پرځای بهتره دا ده، چې وویل شي، چې دغه نقطه به په آینده کې په نظر کې ونیول شي.
کېدای شي، دا پوښتنه وشي، چې په څه خاطر دغه مونوګراف قبول، او د لېسانس درجه درکړل شي. نو لازمه ده، چې خپلې لاسته راوړنې، که هرڅومره وړې هم وي، په ترتیب سره وړاندې کړل شي. یعنې دا نقطه ښه واضح شي، چې پدغه مونوګراف کې څه ځانګړتیاوې شته!؟
د - د دفاعیې نه مخکې، دفاعیه د خپلو همصنفیانو د وړاندې څو‌ځله تکرار شي، او ګډونوال باید مسلکي پوښتنې وکړي.
هېره د نه وي، چې د دفاعیې لپاره د د پاور پاینټ، ښه سلایدونه، او یا د بل مناسب سافتویر پکج پذریه تیار شي، او بیا ګډونوالو ته وړاندې شي.
همدارنګه، د بهترین مناسب لباس اغوستل به هم ښه تأثیر ولري.
همدارنګه، کوښښ وشي، چې تورې عینکې استعمال نشي، او له وارخطاىٔۍ څخه ځان وساتل شي.

د پام وړ ټکي:
لوړې زده کړې د هر افغان شاګرد یو ارمان دی. ځینو ته دا چانس برابر شي، او ځینو ته بیا دا چانس برابر نشي. کنه، هر افغان کولای شي، چې یوه اندازه زده کړې وکړي. هغو افغانانو ته چې د لوړو زده کړو زمینه برابره شوېده، دوی باید له خپلو زده کړو څخه د خپلو وطنوالو په ګټه کار واخلي.
کله چې یو څوک ښه په عالي ستندرد برابر، مونوګراف ولیکلی شي، نو دغه د مونوګراف لیکل، د نورو لیکنو دپاره ښه زمینه برابرولی شي.
هیله ده، چې د مونوګراف لیکل، او پرېزنتشن، دواړه ډېر جدي ونیول شي. یعنې د مونوګراف لیکل، او ګډونوالو ته د هغو په ښه توګه بیا وړاندې کول، ډېر زیات اهمیت لري.
د یادولو وړ ده، چې ګران او قدرمن لوستونکي کولای شي، د مونوګراف د لیکنې په باره کې، هغه مقاله په غور سره ولولي، چې پدغه لاندې لېنک کې پخواه خپره شوېده.
https://dailyshahadat.com/articles/1260
په پای کې د الله(ج)، د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج)، ته قبوله او منظوره وي، او همدارنګه، الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com